لاس رسیدونکی لینک

 
امریکا: د طالبانو د "اخلاقي قانون" د منفي اغېزو په اړه د ملګرو ملتونو راتلونکی رپورټ مهم دی
تازه خبر

امریکا: د طالبانو د "اخلاقي قانون" د منفي اغېزو په اړه د ملګرو ملتونو راتلونکی رپورټ مهم دی


د امریکې د بهرنیو چارو وزارت ځانګړې استازې رینا امیري د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د شورا غړو په ګډه د ځانګړي رپورټر ریچرډ بېنټ د کار د دوام د پرېکړې هرکلی کړی او په افغانستان کې پر خلکو په ځانګړي ډول پر ښځو او نجونو باندې یې د امربالمعروف قانون د عملي کیدو د منفي اغېزو په اړه د بنیټ راتلونکی رپورټ مهم بللی دی.

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا غړو د اکتوبر په نهمه د رایو له ورکولو پرته د افغانستان لپاره د ریچرد بنیټ د کار موده د یو بل کال لپاره وغزوله. ریچرډ بېنټ د 2022م کال په مې میاشت کې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د شورا له خوا افغانستان لپاره د ځانګړي رپورټر په توګه ټاکل شوی دی.

د افغان مېرمنو، نجونو او بشري حقونو لپاره د امریکې د بهرنیو چارو وزارت ځانګړې استازې رینا امیري د اکتوبر پر 11مه پر خپل ایکس په څو پرله پسې پوسټونو کې د طالبانو د امربالمعروف او نهی عن المنکر د نوي قانون عملي کېدو ته په اشارې ویلي چې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د شورا غونډې ته به د ریچرډ بېنټ راتلونکی رپورټ ډېر زیات مهم وي:

"د بشري حقونو د شورا 58مې غونډې ته به د هغه رپوټ تش په نامه «اخلاقي قانون» د بدو اغېزو د تفصیلاتو په اړه یو مهم ګام وي چې دا قانون د افغان میرمنو او نجونو خپلواکي ختموي او له هغې کوچنۍ فضا یې محروموي چې هغوی د خپلو حقونو د مبارزې لپاره ترې کار اخلي".

رینا امیري له نړیوالې ټولنې غوښتي چې د ښاغلي بېنټ د ملاتړ په برخه کې ژمن پاتې شي. میرمن امیري د افغانانو په ځانګړي ډول ښځو، نجونو او نورو له زیان سره مخ ټولنو د غړو د حقونو پر دفاع باندې د ښاغلي بېنټ مننه کړې ده:

"نړیواله ټولنه باید ځانګړي استازي [ریچرډ بېنټ] ته د ملاتړ د برابرولو په برخه کې او له ټولو هغو امکاناتو د ګټې اخیستنې د کړنلارې له مخې لا زیاتې ذمه وارۍ منلو ته ژمن پاتې شي".

میرمن امیري ویلي چې دا یو لازمي سټرېټیجک معیار دی او د مستحکم، له اقتصادي پلوه ګټور او خوندي افغانستان لپاره یو بنیادي حیثیت لري.

د طالبانو حکومت د اګست پر 20مه افغانستان ته ریچرډ بېنټ پر سفر باندې بندیز لګولی دی. د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد د ریچارد بنیټ په سفر د بندیز د لګولو علت د ښاغلي بېنټ له خوا د طالبانو د حکومت خلاف پروپیګنډه بللې وه. ذبیح الله مجاهد ویلي:

"هغه [بېنټ] کوچني مسایل راپورته کول او د پروپیګنډې لپاره یې له مبالغې کاراخیست".

د بشري حقونو د څار تنظیم د اکتوبر پر 10مه په یو رپوټ کې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د شورا په قرارداد باندې له دې له کبله نیوکه کړې چې وایي د بشري حقونو شورا په افغانستان کې د طالبانو تر واک لاندې د بشري حقوتو د سرغړونو د مخنیوي په برخه کې خپله موقع بایللې ده.

د بشري حقونو نړیوال تنظیم هم د ریچرډ بېنټ د کار د غزېدلو پرېکړه ستایلې ده، خو ویلي یې دي چې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا په افغانستان کې د بشري حقونو د سرغړونو د څارنې او ارزونې لپاره د حساب ورکولو د یو خپلواک مېکنیزم په جوړولو کې پاتې راغلې ده.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

No media source currently available

0:00 59:57 0:00
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

Recommended

XS
SM
MD
LG