د بنو په ځانمرګي بریدونو کې د وژل شوؤ کسانو شمیره 15ؤ ته رسېدلې ده اؤ نزدې 25نور زخمیان دي چې زیاتره پکې ښځې اؤ ماشومان دي.
د خېبرپښتونخوا په بنو ښار کې دوو ځانمرګي حمله کوونکو د نهې، سه شنبې، په ماښام د پوځ په مرکز یا چاوڼۍ حمله کړې وه چې تر دغه حملې وروسته د روغتون سرچینو ډیوه ته ویلي وؤ په برید کې 9 کسان وژل شوي دي خو د چهارشنبې په ورځ پاکستاني رسنیو ویلي د وژنو شمیره 15ؤ ته رسېدلې ده.
د پاکستاني طالبانو د حافظ ګل بهادر ډلې ددې بریدونو ذمه واري پغاړه اخستې ده اؤ دعوه یې کړې ده چې پاکستاني پوځيانو ته یې درنه مرګ ژوبله اړولې ده خو د پاکستان پوځ له په رسمي توګه ددې بریدونو په اړه څه بیان نه دی خپور کړی.
د پاکستان امنیتي سرچینو دعوه کړې ده چې د بریدونو په مهال د امنیتي ځواکونو په چټک غبرګون کې شپږ ترهګر هم وژل شوي دي.
د پاکستان صدر اصف علي زرداري اؤ وزیراعظم شهباز شریف د بنو پوځي چاوڼۍ کې د ترهګرو په برید شنډولو اؤ په چټک غبرګون ښودلو د امنیتي ځواکونو د زړورتیا ستاینه کړې ده.
وزیراعظم شهباز شریف دې بریدونو کې د بېګناه وګړو په وژنه ژوره خواشیني ښودلې اؤ پخپل یو بیان کې یې ویلي چې د روژې په مقدسه میاشت کې په بېګناه وګړو برید کوونکي د هیڅ نرمۍ مستحق نه دي.
وزیراعظم ویلي فتنه الخوارج د پاکستان اؤ د پاکستان د وګړو دښمنانو دي اؤ د هغوي ناوړه ارادې به کله هم کامیابېدو ته پرې نه ښودل شي.
هغه ویلي چې تر څو چې د ترهګرو سرونه په مکمل ډول چقول شوي نه وي ټول قام به تر هغې د خپلو امنیتي ځواکونو تر څنګ ولاړ وي.
د هیواد صدر اصف علي زرداري هم ددې برید غندنه کړې ده اؤ پېښه کې په رامنځته شوې مرګ ژوبله یې خواشیني ښودلې.
پخپل بیان کې صدر اصف علي زرداري ویلي چې د روژه ماتي په وخت د ترهګرو دا ناوړه برید یو نه بخښونکی عمل دی چې ټول قام یې غندنه کوي.
صدر زرداري د برید په شنډولو د امنیتي ځواکونو مړانه ستایلې اؤ ویلي یې دي چې ټول قام د ترهګرو د سرونو چقولو لپاره د خپلو ځواکونو تر شا ودرېدو ته ژمن دی.
خو په سوشل میډیا بیا ګڼو فعالانو ، سیاستمدارانو اؤ خبریالانو په بنو کې ترسره شوي د تېرې شپې ترهګریز بریدونه د ریاست د ناسمو پالیسیو زېږنده بللي دي.
د عوامي نیشنل ګوند مرکزي صدر ایمل ولي خان پخپل یو بیان کې ویلي اوس وخت رارسېدلی چې مونږ د قام په توګه رابېدار شو اؤ له ځانه پوښتنه وکړو چې مونږ د امن لپاره څه کردار ترسره کړی دی؟
هغه ویلي بنو کې د پښتو په نسل وژنه اؤ د بېګناه خلکو په قتل عام د پاکستان دقامي میډیا مجرمانه خاموشي ددې خبرې ثبوت دی چې ټول نظام د پښتنو خلاف په ناوړه سازش کې ککړ دی.
ایمل ولي خان وایي ، موږ نن هم په فرقو، قبېلو اؤ ډلو کې ویشل شوي یو اؤ دا ویش زمونږ د تباهۍ لامل جوړېږي.
د ملي جمهوري غورځنګ ګوند مشر محسن داوړ په ټولنیزه رسنۍ ایکس خپل یو بیان کې ویلي چې د بنو خلک د ریاست د ناقصه تګلارو سزا مومي اؤ د بنو دا تازه بریدونه د ریاست د همدغو پالیسیو تسلسل دی.
محسن داوړ ویلي چې هغوي مدام خپله سیمه کې د ترهګرو د شتون په ضد خبرداري ورکړي دي خو هیچا ورته غوږ نه دی نیولی.
وتلي خبریال کاشف عباسي هم په ایکس رسنۍ لیکلي چې د بنو خلکو په جولاي کال ۲۰۲۴م کې د امن له خاطره تاریخ سازه مظاهرې کړې وې اؤ په ګڼ شمیر کې دغو مظاهرو کې په برخې اخستو یې یو ریکارډ جوړ کړی ؤ.
کاشف عباسي لیکلي کیدای شي نن د بنو خلکو د امن لپاره د کړي خپل احتجاج سزا مومي چې په ترهګرو شرخوښو دغه احتجاج ښه نه و لګیدلی
Forum