لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د پښتونخوا د اپيکس کمېټې غونډه کې په تیراه اؤ جاني خېلو کې د پوځي عملیاتو اشاره شوې


د خېبر پښتونخوا اپیکس کمېټې په ناکراره قبایلي ضلعه کورمه کې په جګړه د بوختو خواوو نه د وسلو اخستو تر څنګ تیراه اؤ جاني خېلو کې د پوځي عملیاتو اشاره هم کړې ده.

تیراه اؤ جاني خېلو کې د پوځي عملیاتو دا اشاره په داسې حال کې شوې چې هم روانه میاشت د صوبې پارلیمان په دغو دواړو سیمو کې د ممکنه پوځي عملیاتو په ضد قرارداد منظور کړی دی.

د جمعې په ورځ پېښور کې د پښتونخوا صوبې د وزیراعلا علي امین ګنډا پور اؤ د کورنیو چارو د مرکزي وزیر محسن نقوي په مشرۍ د اپیکس کمیټې غونډه کې پوځي اؤ امنیتي چارواکو د غونډې برخه والوته د کورمې، تېراه اؤ جاني خېلو د امنیتي وضعیت په اړه احوال تېر کړی دی.

د غونډې اعلامیه وایي غونډه کې ویل شوي چې د افغانستان د پولې تر څنګ د پښتونخوا د قبایلي ضلعې خېبر په لرې پرته سیمه تیراه اؤ د بنو په جاني خېلو کې هم د ترهګرو په فعالیتونو کې اضافه لیدل شوې ده.

اعلامیه کې ویل شوي د اپيکس کمیټې غونډه کې پرېکړه شوې ده چې د ولس د سر ومال خوندي کولو لپاره د ځېنو سیمو څخه په عارضي توګه خلک له خپلو کورونو کډوال کولی شي.

غونډه کې د تیراه اؤ جاني خېل له خلکو غوښتنه شوې ده چې سیمې نه د ورانکارو په ویستلو کې د حکومت سره کومک وکړي.

حکومتي اؤ پوځي چارواکو په تیراه اؤ جاني خیلو کې د پوځي عملیاتو دا اشاره په داسې حال کې کړې ده چې هم روانه میاشت د خېبر پښتونخوا په ایالتي اسمبلۍ کې په تیراه اؤ جاني خیل سیمو کې د احتمالي پوځي عملیاتو پر ضد قردارداد منظور کړل شوی دی.

د دسمبر په شپږمه نیټه د صوبایي اسمبلۍ څخه منظور شوي قرارداد کې ویل شوي چې پوځي عملیات د هیڅ یوې ستونزې د هواري لاره نه ده اؤ د ناامنۍ ستونزه باید د خبرو اترو لارې هواره کړل شي.

صوبه کې د واکمن ګوند د غړي عبدالغني اؤ د جمعیت علماء اسلام د غړي عدنان وزیر لخوا وړاندې کړل شوي دغه ګډ قرارداد کې ویل شوي وؤ چې تر دې د مخه هم په صوبه کې یو شمیر عملیات شوي خو نتیجه یې نه ده ورکړې.

قرارداد کې ویل شوي وؤ چې په پوځي عملیاتو کې د مقامي خلکو د بې کوره کېدو خطره ده اؤ په دې سخته یخنۍ کې ولس له خپلو کورونو د بې کوره کېدو توان نه لري نو ځکه د عملیاتو نه باید ډډه وکړل شي.

د اپیکس کمیټې په غونډه کې پرېکړه شوې چې په کورمه ضلعه کې به فریقین د حکومت په منځګړتوب په یو تړون لاسلیکونه کوي اؤ په رضاکارانه توګه به د خپلو وسلو انتظامیې سره د جمع کولو لپاره دوو اونیو کې دننه یوه تګلاره ټاکي.

غونډه کې ویل شوي چې د فرورۍ له وړومبۍ نېټې به ټولې وسلې له انتظامیې سره جمع کولی شي اؤ تر دغه نیټې به سیمه کې د وسله والو خواو ټولې مورچې ویجاړولی شي.

اپیکس کمیټې ویلي چې دې دوران کې به د سیمې تړل شوې ځمکنۍ لاره په دمه دمه پرانستي شي.

په دې وروستیو کې د پاکستان د حکومت لخوا پوځ ته د "عزم استحکام "په نوم د نوؤ د عملیاتو منظوري ورکړل شوې ده اؤ ددې عملیاتو لپاره حکومت 20 اربه روپۍ هم جاري کړي دي خو په ځايي کچه د دې عملیاتو سخت مخالفت روان دی.

‎څېړونکي وايي چې په تېرو 20 کلونو کې په سیمه کې پرله‌ پسې عملیات ترسره شوي، خو د ترهګرۍ ختمېدو پرځای په دې کې نور زیاتوالی هم راغلی دی.

خبریال ناصر داوړ وي او اې ډیوه ته ویلي ،په پوځي عملیاتو کې د ملکي خلکو کورونه او ملکیتونه زیانمن کیږي. ډېری خلک بې کوره کیږي، چې د هغوی لپاره اوږدمهاله ستونزې پیدا کوي.

د هغه د وینا له مخې د تېرو پوځي عملیاتو پر مهال د بشري حقونو د سرغړونو ګڼ شمیر رپورټونه مخې ته راغلي دي.

"لکه غیرقانوني نیونې، زور زیاتي، او د خلکو په تګ راتګ بندیزونه. دا مسله د خلکو په ذهنونو کې د پوځ په اړه منفي تاثرونه پیدا کوي"

ښاغلی داوړ وایي ، نن هم خلک شکایت کوي چې د عملیاتو وروسته د بیارغونې او پرمختګ لپاره هیڅ جدي ګامونه نه پورته کیږي اؤ خلک باور لري چې د پوځي عملیاتو له کبله سیمه کې د تاوتریخوالي شدت زیات شوی، ځکه چې دا عملیات د وسله‌والو ډلو د ریښو ختمولو پر ځای هغوی ته د پټیدو او بیا ځواکمنېدو موقع ورکوي.

د بنو د بکاخېلو قامي مشر ملک باز ګل د ډيوه خبریال عدنان بیټني سره خبرو کې ویلي"زموږ سیمه د پوځ او طالبانو ترمنځ د جګړې میدان ګرځېدلی دی، خو د دوی جګړو د عامو خلکو ژوند ډېر اغېزمن کړی دی"

د خېبر پښتونخوا په قبایلي ضلعو ، بنو ، ډيره اسماعیل خان اؤ لکي مروت کې په دې وروستیو کې د ترهګریزو بریدونو لړۍ زیاته چټک شوې اؤ په دې بریدونو کې زیاتره امنیتي ځواکونه په نښه کولی شي.

د ترهګرۍ ضد محکمې سي ټي ډي په یو تازه رپورټ کې ویل شوي سږکال په خېبر پښتونخوا کې د ترهګرۍ 636 پېښې مخې ته راغلي چې په دې پېښو 142 پولیس عسکر اؤ 133عام وګړي وژل شوي دي.

رپورټ کې ویل شوي چې په صوبه کې د ترهګرو په ضد 2 زره اؤ 981 استخباراتي عملیات شوي چې پکې د 29 بې کچه مطلوبو ترهګرو په ګډون ټول 739 ترهګر نیول شوي دي.

همدا شان رپورټ کې د ترهګرۍ ضد محکمې د ځواک عملیاتو کې د 246 ترهګرو د وژل کېدو دعوه شوې اؤ ویل شوي چې د هغوي د ولکې څخه 849 کلو ګرامه چاودېدونکي توکي،لاسي بمونه ، اووه خودکش جیکټونه اؤ 162 بیلا بېلې وسلې هم برامد شوي دي.

  • 16x9 Image

    فاروق فراق

    فاروق فراق د وي او ای ډیوه خبریال دی، د خبریالۍ څانګه کې د ۲٨ؤ کالو اوږده تجربه لري. د پښتو، ادب، کلتور اؤ تاریخ برخه کې ډیوه راډیو، ټي وي اؤ ویب پاڼې دپاره ځانګړې خپرونې راجوړوي

Forum

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG