لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دپښتونخوا پسر داختلا فونو دائيني اصلاحاتي کميټې غونډه ځنډولې


د پاکستان دسرحد صوبې په نوم داختلافونو له امله دائيني اصلاحاتي کميټۍ غونډه تر سبا ورځې ځنډول شوې ده، له وروسته به دپارلمان گډه غونډه هم نۀ کيږي چې دپاکستان صدر اصف علي زرداري به دغه غونډې ته وينا کوله.
دقانون وزير بابراعوان دجمعې په ورځ پارلمان دگډې غونډې کيدو اعلان کړى ؤ خو وزيراعظم سيد يوسف رضا گيلاني وائي دپارلمان دگډې غونډې لپاره تراوسه سمري نۀ ده ترلاسه شوې.
دسرچينو وينا ده دائيني بل په مسوده دلاسليک دستوره سبا امکان لري.
بل لوري دپاکستان دمسلم ليگ(ن) مشر ميا نواز شريف وائي بايد دصوبه سرحد نوم درائې په اتفاق سره تجويز کړل شي.
په اسلام اباد کې يو مطبوعاتي کانفرنس ته دوينا په مهال نواز شريف وويل دائيني اصلاحاتو معامله دمصلحتونو ښکار شوې ده او دقاضيانو دگمارنې په معامله يې حکومت سره اتفاق نۀ دى شوى.
هغه وويل د١٧م ترميم دختمولو خوب پوره نۀ شو او زمونږ تجويزونه له پامه وغورځول شول.
هغه وويل ديو تن سره دقاضيانو د گمارنې واک نۀ شته تر دې چې بايد دسترې محکمې مشر قاضي او جمهوررئيس هم دغه واک نۀ لري او قاضيان بايد دمشر قاضي په مشورې سره وگمارل شي.
دپاکستان دصوبه سرحد په اسمبلۍ کې په تيرو وختونو کې دصوبې دنوم پښتونخوا ايښودلو قرارداد په گډ ډول منظور کړل شوى ؤ.
دپاکستاني جمهوررئيس اصف علي زرداري او وزيراعظم په دستورو کې دصوبه سرحد نوم پښتونخوا يادوي او زياتره گوندونه دصوبې دنوم په بدلولو متفق دي.
خو يواځې مسلم ليگ(ن) دپښتونخوا دنوم طرفداري نۀ کوي او دريځ لري چې په صوبه بايد داسې نوم کيښودل شي چې ټول خلک پرې اتفاق وي.
په صوبه سرحد کې واکمن عوامي نيشنل گوند دپښتونخوا په نوم ايښودلو ټينگار کوي او وائي داددې خاورې يو زوړ نوم دى چې سوونه کاله وړاندې يې په پښتو ادبياتو کې هم ذکر شته.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG