لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

نواز شريف : دائيني پيکج څخه په شا تلى یم او نۀ پخپل دريځ پښيمانه


د پاکستان مسلم ليگ(ن) مشر ميا نواز شريف وائي هغه نۀ خو دائيني پيکج څخه په شا تلى دى او نۀ پخپل دريځ پښيمانه دى.
دخالي په ورځ لاهور کې خبريالانو سره په خبرو کې نواز شريف وويل په هيواد کې دبې پلوه عدليې او ډيموکراسۍ پلوي دى او دجوډيشل کميشن مشري دسترې محکمې مشر قاضي ته ورکول پکار ده.
هغه وويل ددې خبرې پلوي نۀ دى چې دججانو دلگولو واک دې يواځې ديو تن سره وي.
نوموړي وويل په اسلام اباد کې چې يې تيره ورځ کوم مطبوعاتي کانفرنس کړى ؤ په هغې ورته هيڅ افسوس نشته او نن هم پخپل دريځ ولاړدى،.
دميا نواز شريف وينا وه په جوډيشل کميشن کې بايد دقانون دوزير پځايې لوئې څارنوال کښينول شي، ځکه چې دقانون په موجوده وزير ددريوؤ کروړو روپو دبډو اخستو تورونه دي او هغه داين ار او دلاندې هم راغلى دى.
دمسلم ليگ(ن) مشر وويل مشر قاضي ته دا واک ورکول پکار دي چې هغه دکميشن اووم غړى کوم ريټائرډ جج وټاکي.
دنواز شريف وينا وه هره اداره بايد پخپل حد کې پاتې شي او دحد څخه اوښتل نۀ دي پکار.
دهغه په وينا ددريځ له امله يې ديوې ادارې وقار ته هم زيان نۀ دى رسيدلى.
کۀ چرې وزيراعظم دمشر قاضي سره صلاح مشوره وکړي نو په دې کې هيڅ بده خبره نشته.
ديوې خبرې په ځواب کې هغه وويل دائيني پيکج په اړه يې دريځ دچا دټيلي فوني وينا له امله نۀ دى خپل کړى او نۀ دغسې پريکړې په ټيليفون کيږي.
دهغه وينا وه د نن پاکستان په بدليدو دى او هغوي ته به هم خپل سوچ بدلول وي.
نوموړي وويل د17م ترميم دختمولو په لړ کې دهغه څخه هيڅوک هم زياته تادي نۀ لري او بار بار يې دحکومت پام دغه لوري ته راگرځولى دى خو له بده مرغه اوولسم ائيني ترميم ختمول دائيني پيکج سره وتړل شو.
دصوبه سرحد دنوم دبدلون په اړه ديوې پوښتنې په ځواب کې ميا نواز شريف وويل دپښتونخوا په نوم د عوامي نيشنل گوند اومسلم ليگ(ن) خلک جذباتي دي خو په دغه معامله دجذباتو پځايې درائيو په اتفاق سره خبرې پکار دي.
هغه وويل په پاکستان کې دحقيقي جمهوريت پلوي دى ، پخپله لاره تگ کوي او په هيڅ يوه معامله کې يې شاتگ نۀ دى اختيار کړى.
هغه وويل خلک پرې نيوکې کوي خو نۀ پوهيږي چې چرته او څنگه په شا تلى دى.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:55 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG