لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

بلوچستان: د ګوادر يو خبريال بندي کړی شوی


د ګوادر خلک وايي چې د چين او پاکستان تر مينځ د اربونو روپو اقتصادي پروژې مرکز هم دغه ښار او سمندر دی خو د دې ښار خلک د ژوند له بنيادي اسانتاوو بې برخې دي، نو ځکه يې په احتجاج لاس پورې کړی دی
د ګوادر خلک وايي چې د چين او پاکستان تر مينځ د اربونو روپو اقتصادي پروژې مرکز هم دغه ښار او سمندر دی خو د دې ښار خلک د ژوند له بنيادي اسانتاوو بې برخې دي، نو ځکه يې په احتجاج لاس پورې کړی دی

د بلوچستان حکومت د ګوادر ځايي خبريال د يوې مياشتې لپاره جېل ته اچولی، د خبريالونو تنظيمونو دا عمل د اظهار او خبر پر ازادۍ بريد بللی دی، د حکومت له لوري د ګوادر ښار 14 تنه نور هم د تهري ايم پي او قانون لاندې په دې تور بند کړي چې هغوی احتجاج کړی او د سرکار ودانيو ته يې تاوان رسولی، په ګوادر کې له دوو مياشتو څخه زياتې مودې راهسې ځايي خلک پر احتجاج دي.

د ګوادر پوليسو له لوري څو ورځې وړاندې نيول شوی د ګوادر ځايي خبريال عبيدالله د اتوار/ يکشنبې په ورځ د بلوچستان د تربت ضلعې جېل ته د يوې مياشتې بند لپاره لېږل شوی دی.

د ګوادر مرستيال کمينشر عزت نذير بلوڅ وي او اې ډیوه ته د نور تفصيل ويلو څخه ډډه کړې خو دومره يې وويل " ګوره په يو څه کې خو به ککړ وي، يو څه خو به ضرور وي چې هغه نيول شوی دی".

تر دې وړاندې د ضلعي حکومت له لوري پر خبريال عبيدالله دا تور لګول شوی و چې هغه په خپل کور کې د ګوادر احتجاج کونکو ته ځای ورکړی و او احتجاج کونکي يې له پوليس څخه پټ کړي و، ځکه يې نيولی وو.

د بلوچستان د خبريالانو تنظيم بي يو جی يا بلوچستان يونين اف جرنلسټ له لوري د خبريال پر نيولو احتجاج شوی، د تنظيم د ايګزېکټيو کمېټۍ ممبر زين الدين وي او اې ډيوه ته وويل چې د بلوچستان حکومت له لوري له اولې ورځې دا هڅې روانې وې چې په ګوادر کې روران احتجاج ته دې رسنۍ ځای ور نه کړي.

د هغه په خبره چې کله حکومت په دې کې ناکامه شو نو بيا يې عبيدالله نيولی تور يې ورباندې د خلکو د پټولو لګولی، د زين الدين په وينا چې دا عمل د اظهار پر او خبر پر ازادي يو قدغن دی چې د بلوچستان و صحافيانو ته د منلو وړ نه دی.

هغه وويل، د حکومت سره د ياد خبريال د راخلاصولو په موخه په رابطه کې دي او که حکومت يې خلاص نه کړي نو سخت احتجاج کولو ته به مجبور شي.

" د پاکستان اين او قانون و خلکو ته د احتجاج حق وکړی، حکومت په ګوادر کې انټرنېټ او ټيلي فون بند کړی، خو خبريالان خپله ازده دنده تر سره کوي مګر حکومت دا نه خوښوي ځکه يې دا عمل کړی، مونږ د عبيدالله د ژر تر ژره غوښتنه کړې او حکومت يې د خلاصولو وعده کړې ده که هغه ژر خلاص نه شي نو موږ به سخت احتجاج وکړو".

د بلوچستان د کورنيو چاور وزير مير ضيا لانګو ويلي چې د خبريال د ژر خلاصولو قانوني لاره لټوي، خو هغه خبريالانو ته ويلي چې د ګوادر کې د روانو حالاتو ته په کتو سره پکار ده چې خبریالان یو اړخیز رپورټنګ ونه کړي.

د ګوادر د ځايي خبريالانو په وينا د ضلعي حکومت له لوري ( د خلګو د امنیت ساتنې) یا د مينټېنینس آف پبلک آرډر( ایم پي او) سیکشن 3 او 16 په رڼا کې مرسيتال کميشنر خپل ځانګړي اختیارات استعمال کړي او تر هم دې قانون لاندې يې خبريال عبيدالله او د ګوادر ته حق ورکړی په نامه تحريک 14 تنه نور احتجاج کونکي نيولي او د تربت په جېل کې يې د يوې مياشتې لپاره بند کړي دي.

په ګوادر د حق دو تحريک احتجاج کونکي غواړي چې حکومت دې د ګوادر په سمندر کې په مبینه توګه د ماهیانو د ناقانونه ښکار بند کړي، له ايران سره دې تجارت اسانه کړي، په ګوادر کې دې امنيتي پوستې يا چوکۍ کمی او له ابادۍ ليري وباسي او په سيمه کې دې د نشيي توکو د پلورلو مخه ونيسي.

احتجاج کونکي وايي چې حکومت ورسره غوښتنې منلي دي خو عملي کوي يې نه، څو ورځې وړاندې پر 24 م ډسمبر په ګوادر کې د ” حق دو تحریک“ د مشرانو او د بلوچستان د کورنیو چارو وزیر میر ضیاء لانګو تر مینځ خبرې اترې له ناکاميدو کېدلو پس د پولیس د تحریک د پرلت خيمې ته ورغلي او د وهلو ډبولو ترڅنګ یې د تحریک غړي نیولي هم وو چې له هغه پس په ګوادر کې د تحریک د غړو له لوري د خپلو ملګرو د خلاسولو لپاره احتجاجونه شوي او د ناامنۍ په پېښو له کبله ټيلېفوني او انټرنېټي شبکې بندي کړل شوي وې۔ او حالات کړکېچن دي.

د تېرو څو ورځو په احتجاجونو کې يو پوليس عسکر او يو احتجاج کونکی وژل شوی، د پوليس عسکر د وژنې تور پر احتجاج کونکو او د احتجاج کونکي د وژنې تور پر پوليسو لګول شوی، دواړه ارخونه دا تورونه ردوي.

د حق دو تحریک د مشر مولانا هدایت الرحمان په خلاف د قتل او د ناامنۍ جوړلو مقدمې درج دي خو تر اوسه نیول شوي نه دی.

د ضلعي حکومت له لوري دعوه کېږي چې اوس مهال د ژوند ټولي چاري رواني دي، مارکيټونه، کاروبار او بېنکونه خلاص دی، وايي د نا امنۍ د ويرې له کبله ټليفوني او انټرنېټ سروس کړی شوی خو اوس يي ټليفون روان کړی او انټرنيټ به هم په ورځ دوو کې بحال شي.

د ګوادر خلک وايي چې د چين او پاکستان تر مينځ د اربونو روپو اقتصادي پروژې مرکز هم دغه ښار او سمندر دی خو د دې ښار خلک د ژوند له بنيادي اسانتاوو بې برخې دي، نو ځکه يې په احتجاج لاس پورې کړی دی.

حکومت وايي چې د تحريک مشر مولانا هدايت الرحمان د خپلو سياسي موخو د پوره کولو لپاره له تېر يوه کاله څخه د احتجاجونو لاره خپله کړې چې تر ټولو زيات زيان يې سي پيک پروژې او د ملک و معيشت ته رسيږي.

  • 16x9 Image

    حفیظ الله ستوری شېرانی

    حفیظ الله ستوری شېرانی په بلوچستان کې د وي.او.اې ډیوه د خبریال په توګه کار کوي. هغه له بلوچستان پوهنتون څخه په جرنلزم او پښتو ادبیاتو کې ماسټرۍ کړې دي او له تېرو اوو کلونو راهیسې د جرنلزم په میدان کې کار کوي. شپږ کاله یې د پاکستان له (ډان) ټیلیویژن سره د خبریال په توګه کار کړی او په بېلابېلو ورځپاڼو کې یې کالمونه هم لیکلي دي. په بلوچستان کې د ډیوه رېډیو او ټیلویژن لپاره د ملټي مېډیا په برخه کې پر بېلابېلو سیاسي، کلتوري او ټولنیزو موضوعاتو رپوټونه جوړوي.

     

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:57 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG