لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د نېدرلېنډز قانون ساز ته د مرګ دړکو په سر پاکستاني عالم ته ۱۶ کاله د قېد سزا غوښتل شوې


د نېدرلېنډز اسلام مخالف قانون ساز ګېرټ وېلډرز
د نېدرلېنډز اسلام مخالف قانون ساز ګېرټ وېلډرز

په نېدرلېنډز کې سرکاري وکیلانو د یو عدالت نه پاکستاني دېني عالم محمد اشرف اصف جلالي ته ۱۴ کاله د قېد سزا غوښتي. په جلالي الزام دی د نېدرلېنډز اسلام مخالف قانون ساز ګېرټ وېلډرز ته یې د مرګ دړکې ورکړې دي.

د نېدرلېنډز سرکاري وکیلانو د یوې مقدمې د اورونې په مهال جلالي ته د قېد د سزا غوښتنه وکړه. وېل کېږي چې جلالي په مبینه توګه په پلویانو غږ کړی چې وېلډرز دې تېزندي کړي او یا د هغه سر غوڅ کړي.

جلالي په عدالت کې نه و موجود. په دویم پاکستاني به هم په دغه عدالت کې مقدمه چلول کېږي.

جلالي او دغه دویم پاکستانی په نېډرلېنډز کې موجود نه دي او پاکستان او نېډرلېنډز مطلوبه کسان یو بل ته د سپارلو معاهده نه لري.

وېلډرز ته د دړکو په لړ کې د مسلمانانو خلاف دا تازه مقدمې دي. وېلډرز په اسلام تنقید کوي او د ګواښونو له امله هغه د تېرو ۲۰ کلونو راهسې شپه او ورځ د پولیس د ساتنې لاندې ژوند کوي.

تېر کال د نېدرلېنډز یو عدالت د پاکستان پخواني کرکټر خالد لطیف ته ۱۲ کاله د قېد سزا په دې الزاو واوروله چې هغه د وېلډزر د مرګ په سر د انعام اعلان کړی و. لطیف هم عدالت ته نه و حاضر شوی.

په ۲۰۱۹ کې یو پاکستانی تن په نېدرلېنډز کې په دې الزام ونیول شو او وروسته ۱۰ کاله سزا شو چې په وېلډرز يې د ترهګرۍ حملې تیاری کولو. وېلډرز کله کله د نېدرلېنډز ډانلډ ټرمپ په نامه هم یادېږي.

عدالت ته په بیان کې وېلډرز په خپل ژوند د دړکو د اثر ذکر وکړو او ويې وېل د ۲۰۰۴ راهسې د سخت تحفظ دلاندې ژوند کوي.

وېلډرز عدالت ته وویل هره ورځ چې کار ته ځي نو په بکتر بند موټر کې سفر کوي او په ذهن کې يې همېشته دا خبره پرته وي دا دې اخېرۍ ورځ کېدلی شي.

هغه وویل دا وخت د ۶۰ کالو دی او د ۴۰ کلنۍ نه وروسته يې ازادي نه ده ليدلې.

وېلډرز وویل که جلالي ته سزا ورکړې شوه نو دا به هغه او دنیا ته دا پېغام ورکړي چې دړکې د قبولولو وړ نه دي.

یو سرکاري وکیل چې د هغه د تحفظ په غرض یې نوم څرګند نه کړی شو، د عدالت ججانو ته يې وویل چې په کال ۲۰۱۸ کې چې وېلډرز اعلان وکړو چې د پېغمبر اسلام د جوړولو د مقابلې انتظام کوي نو په سوشل میډیا هغه ته دړکې شروع شوې.

د مجوزه مقابلو په ضد په پاکستان او د مسلمانانو په نورو ملکونو کې سخت احتجاجونه شروع شول. دغه مقابله بیان منسوخ کړی شوه.

وېلډرز د عدالت درې کسیزه ډلې ته وویل د خپلو ګامونو دروند قیمت يې ادا کړی دی خو خپله کوي، وايي دا د اظهار ازادي ده.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG