لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

فعالان: د مذهب د سپکاوي په ضد د پاکستان قانون د اقلیتونو خلاف په ناسمه ډول استعمالېږي


په کراچۍ کې د احتجاج ګډون والو وویل تير کال د پاکستان پنجاب صوبې کې په مسحي کليساګانو او کورونو شوو بريدونو په سر تر اوسه څوک سزا شوې نه دې خو احسان مسيح ته په سوشل ميډیا د قران په اړه د بل چا پوسټ په شريکولو د مرګ سزا اورول شوې ده. احتجاج کوونکو د انصاف غوښتنه وکړه
په کراچۍ کې د احتجاج ګډون والو وویل تير کال د پاکستان پنجاب صوبې کې په مسحي کليساګانو او کورونو شوو بريدونو په سر تر اوسه څوک سزا شوې نه دې خو احسان مسيح ته په سوشل ميډیا د قران په اړه د بل چا پوسټ په شريکولو د مرګ سزا اورول شوې ده. احتجاج کوونکو د انصاف غوښتنه وکړه

په پاکستان کې د اقلیتونو د حقونو فعالانو په کراچۍ کې احتجاج کړی او ويلي يې دي چې په هېواد کې د مذهب د سپکاوي په ضد قانون د لږګیو په ضد په ناسمه ډول کارول کيږي چې له کبله يې دا ټولنه د مسقبل په اړه تشویش لري. احتجاج کوونکو غوښتنه وکړه چې حکومت دې اقلیتونو د تحفظ دپاره ګامونه پورته کړي.

د نهې، سه شنبې، په ورځ د کراچۍ پريس کلب مخې ته احتجاجي مظاهره کې مدني فعالينو او د لږګيو د حقونو تنظيمونو وويل په پاکستان کې د مذهب د سپکاوي د قانون په ضد نه دي خو قانون په نا سمه توګه کاريږي او زياتره په کې د اقلیتي ټولنې غړي په نخښه کړل شي.

ډاکټر جی پال چهابريه د لږکيو دپاره قومي کمېشن غړی دی، وايي"کله زمونږ مندرونه سوځول کېږي او کله کليساګانې۔هر وخت دلته مونږ د مزهب د سپکاوي تورونو سره مخ اوسو۔او بيا په سلګونه خلک قانون په خپل لاس کې واخلي او تورن تن ژوندې وسوځوي يا يې په تشدد مړ کي۔که دغه قانون په ځاي ساتل کېږي نو بايد قانون عملي کونکې ادارو له خوا دې وکارول شي او عدالتونه دې په دې کې انصاف وکړي۔"

د مطبوعاتي رپورټونو تر مخه د پنجاب په ساهيوال ښار کې د ترهګرۍ مخنيوي يو عدالت دوه ورځې وړاندې احسان مسيح نومي تن ته د مزهب د سپکاوي په الزام د مرګ سزا واوروله۔

په کراچۍ کې د احتجاج ګډون والو وویل تير کال د پاکستان پنجاب صوبې کې په مسحي کليساګانو او کورونو شوو بريدونو په سر تر اوسه څوک سزا شوې نه دې خو احسان مسيح ته په سوشل ميډیا د قران په اړه د بل چا پوسټ په شريکولو د مرګ سزا اورول شوې ده. احتجاج کوونکو د انصاف غوښتنه وکړه.

د لږکيو د حقونو د مارچ یا لاریون مشري غزاله شفیق کوله، ويې وېل "د داسې يره ونکو سزاګانو مقصد څه دې۔دوي څه د لږکيو نسل کشي کول غواړي يا په لږکيو د پاکستان زمکه تنګول غواړي۔جنړاواله بريدونو کې څوک هم په سزا نه شول خو يو مسيحي ځوان ته بغير د کوم ثوبته د مړګ سزا اورول شي۔مونږ دغې فيصلې ولرزولو په رياست مو اعتماد مات شو۔"

د کراچۍ پريس کلب مخې ته احتجاج کونکو د سوات په مدين کې څو ورځې وړاندې د مذهب د مبینه سپکاوي پېښې هم غندنه وکړه او ویې وېل چې دغه پېښه هم د امتيازي قوانینو ښکار شوي چې دوی ورسره مخامخ کېږي.

د جون په 20مه د پنجاب د سيالکوټ ښار یو اوسېدونکی د سوات په مدین ښار کې قهرجنو خلکو په دې تور ووژلو او مړیې وسوځولو وو چې هغه په مبینه توګه د قران سپکاوی کړی وو.‏ خو د ميډيا د رپورټونو ترمخه پوليس د وژل شوي تن په اړه ثبوتونه د ولس او ميډيا سره نه دي چې په هغه لګول شوی الزام ثابتوي.

د پاکستان حکومتي چارواکو د کراچۍ د احتجاج په اړه څه دریځ نه دی څرګند کړی خو سرکاري مامورین وايي د پاکستان ایین اقلیتونو ته د ازادۍ او د تحفظ ضمانت ورکوي او په پاکستان کې مذهبي اقلیتونه په امن کې ژوند کوي.

  • 16x9 Image

    ذوالفقار بېټنی

    ذوالفقار خان بېټنی د پاکستان په کراچۍ ښار کې د وي او اې ډیوه خبریال دی چې وخت په وخت د دې ښار په سیاسي، ټولنیزو او نورو موضوعاتو رپوټونه جوړوي. تر دې وړاندې هم هغه په پاکستان کې له نورو رسنیو سره د خبریال په توګه کار کړی او کالمونه یې لیکلي دي.

Forum

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG