ملگرو ملتونو د طالبانو دا گواښ غندلی چې افغان مطبوعاتو ته به د پوځي هدفونو په څېر وگوري. ادارې وویل د رسنیو ازادي مهمه ده او دا چې ملکي کسان دې هیڅ کله هم قصداً د تشدد هدف کول نه دي پکار.
د دې هفتې په شروع کې طالبانو افغان رېډیو او ټېلې وژن سټېشنو ته خبرداری وکړو چې د طالبانو په اړه د حکومت په پېسو چلېدونکي اشتهارونه دې بند کړي او رسنیو ته یې یوه هفته وخت ورکړو.
د گل، دوشنبې، په ورځ طالبانو په خپل بیان کې وویل که چېرې رسنیو د طالبانو په اړه "پروپگېنډه" بنده نه کړه نو دوی به د ازادو خبري ادارو پرځای "پوځي هدفونه" گڼل کېږي او د دوی خبریالان او عمله به محفوظه نه وي.
د افغانستان سره د ملگرو ملتونو د مرستې دفتر یوناما مشر تدامیچي یماموتو رسنیو ته د طالبانو گواښ وغندولو او په طالبانو یې غږ وکړو چې دغه خبرداری دې بېرته واخیستل شي. هغه الفاظ دې هیڅ کله هم د تشدد شره مخامخ نه کړی شي. "لفظونو ته د قبلوولو وړ مقابله دا ده چې بهتر دليل وړاندې کړی شي."
په مطبوعاتو چلېدونکې پېغامونو کې په ولس غږ کېږي چې چارواکې دې د مشکوکو هلو ځلو نه خبروي.
ښاغلي یماموتو وویل دغه "د کرکې دړکې" د "طالبانو "قانونیت ختموي او ورنه د افغانستان د خلکو د نمایندگۍ حق بېرته اخلي." هغه زیاته کړه چې د مطبوعاتو کارکونکي ملکي خلک او باید چې په پرامنه چاپېریال کې دې ورته د کار کولو حق ورکړی شي.
طالبانو په سمدستي توگه د یوناما په بیان څه نه دي ویلي.