د افغانستان واکمنو طالبانو د جمعې په ورځ د انټرنېشنل کرېمېنل کورټ یا د جرمونو ضد نړیوال عدالت نه شوي دا غوښتنه وغندله چې د ښځو او جینکو د زورولو په سر دې د طالبانو مشر هبت الله اخندزاده او د طالبانو د سپریم کورټ مشر عبدالحکیم حقاني د ګرفتارۍ دپاره دې احکامات جاري کړی شي.
د طالبانو خارجه وزارت په اېکس خپل بیان کې وویل دا غوښتنه په سیاسي بنیادونو شوې او قانوني بنیاد نه لري.
د زیارت، پنجشنبې، په ورځ د ايي سي سي پراسېکیوټر، وکیل یا څارنوال، کریم خان اعلان وکړو چې د عدالت څخه غوښتنه کوي چې د هبت الله او د حقاني د ګرفتارۍ د احکامات دې جاري کړي.
خان وویل په تحقیقاتو کې موندل شوي چې طالب مشران په "مجرمانه" ډول د جینکو او ښځو د زورولو ذمه وار دي.
د طالبانو خارجه وزارت وویل وویل دا د "بدقسمتۍ" خبره ده چې په مشرانو يې دا ډول الزامات لګول شوي دي په داسې حال کې چې په افغانستان کې امن قایم کړی شوی دی او ولس يې د "سکون ساه اخیستې " ده.
د انساني حقونو نړیوال تنظیم اېمېنسټي انټرنېشنل د جمعې په ورځ د ایي سي سي د وکیل د غوښتنې ستاینه وکړه او دا يې د افغان مېرمنو دپاره د انصاف په لوري اهم ګام وبللو.
په کال ۲۰۲۱ کې په افغانستان د بیا واکمنېدو راهسې طالبانو د شپږوم جماعت نه پورته او د یونېورسټۍ په کچه د جینکو په تعلیم پابندي لګولې ده. په وروستي وختونو کې طالبانو د طبي تعلیم ادارې هم جینکو ته د داخلو نه منع کړي دي.
ملګرو ملتونو، اسلامي ملکونو او د انساني حقونو فعالانو د ښځو په تعلیم د طالبانو د قدغنونو غندنه کړې او غواړي چې طالبان دې دغه اقدامات بېرته واخلي. طالبانو ښځې د کار روزګار، یوازې د سفر او په ټولنیز ژوند کې د شرکت نه هم منع کړي دي خو طالبان د ښځو په اړه د خپلو تګلارو دفاع کوي، وايي دا د دوی د اسلامي تعلیماتو د تشریح او د افغان دود دستور سره سمون خوري.
د جنورۍ په ۲۴ نېټه د تعلیم د نړیوالې ورځ په موقع چې د جمعې د ورځ سر يې سمون خوړلو ملګرو ملتونو په طالبانو غږ وکړو چې د جینکو په تعلیم دې بندیز لري کړي.
د افغانستان دپاره د ملګرو ملتونو خصوصې استازې روزا اوتنبایوا د تعلیم د نړیوالې ورځ په مناسبت په خپل پېغام کې ویلي "دا یوه خواشینونکې غمیزه ده چې میلونونه افغان نجونې د زده کړې له حق څخه محرومې شوې دي. "
د جنورۍ د میاشت ۲۴ نېټه د تعلیم د نړیوالې ورځ په توګه لمانځل کېږي. افغانستان په دنیا کې یوازنی اسلامي ملک بلل کېږي چې د جینکو په تعلیم يې پابندي لګولې ده.
Forum