چارواکي وائي دجمعې په ورځ دافغانستان په ارزگان ولايت کې دپوليسو دريشۍ اغوستي يو تن ځانمرگي حمله کړې ده چې پکې 12 پوليس وژل شوي.
دجمعې په غرمه دارزگان ولايت په ترين کوټ کې دپوليسو په يو ډائيننگ روم کې دپوليسو دريشۍ اغوستي يو تن دغه ځانمرگي دجمعې دنمونځ څخه وړاندې هاغه مهال وکړه کله چې په لسگونو عسکرو ډوډۍ خوړله.
دولايتي پوليسو يو وياند فريد پخلى کړى چې په دغه حمله کې ١٢ دولس پوليس وژل شوي اؤ پينځه نور ژوبل شوي دي.
هغه زياتوي چې ددغو ژوبل شوؤ څخه دڅلورو حالت سخت دى.
ددغه حملې ذمه واري تر دې مهاله چا په غاړه نۀ ده اخستې، خو په تيرو وختونو کې افغان طالبانو دنيټو اؤ افغان ځواکونو په ضد ددغه شان حملو مسؤليت په غاړه اخستى اؤ دسږکال په پيل کې يې ادعا کړې وه چې دگرمۍ دجگړې په مهال به (دخپلو ملگرو له لوري په عسکرو دبريدونو) ټيکټک جاري ساتي.