لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

هلمند: بمي چاؤدنه اؤ ډزو کې دپوليسو مشره اؤ څلور جينکۍ وژل شوي


File Photo
File Photo
دزيارت په ورځ چارواکو وئيلي دي چې دافغانستان په جنوبي ولايت هلمند کې دوادۀ په موقع شوې يوه بمي چاؤدنه کې څلور جينکۍ وژل شوي دي.
په عين حال کې په هلمند کې دپوليسو يوه لوړپوړې افسره ليفټننټ اسلام بي بي وژل شوې ده.
چارواکو ددغه بريد پړه په طالبانو اچولې اؤ وائي چې چاؤدنه دوادۀ په موقع دموجودو حکومتي ملازمانو دپه نخښه کولو په غرض ترسره شوې ده.
هلمند ولايت کې چاؤدنه هاغه مهال شوې کله چې دغو جينکو ديو تالاب څخه اوبۀ ډکولې، دوژل شوؤ جينکو عمرونه داوؤ نه د ددولسو کلونو ترمينځ دي.
دولايتي حکومت وياند عمر ځواب يو بهرني خبري اژانس سره خبرو کې وئيلي دي چې دغه جينکۍ نن سحر دوادۀ په دستوره کې وې اؤ په لاره پرې هاغه وخت چاؤدنه وشوه چې داوبو ډکولو دپاره لاړې.
هغه وويل” کيدى شي طالبانو وادۀ کې دموجودې حکومتي عملې دپه نخښه کولو لپاره دغه بم ښخ کړى ؤ، خو پکې بې گناه ماشومان مړۀ شول“
دپوليسو لوړپوړي چارواکي محمد اسماعيل هوتک دلشکرگاه ترڅنگ درامينځته شوې دغه پيښې اؤ پکې دڅلورو جينکو دوژل کيدو پخلى کړى.
طالب جنگيالي دهيواد په بيلا بيلو برخو کې دحکومتي چارواکو، افغان اؤ بهرنو پوځيانو دپه نخښه کولو لپاره دسړک دغاړې بمونه ښخوي، پکې اکثره بې گناه اولسي وگړي وژل کيږي.
دملگرو ملتونو دشميرې ترمخه دتيرکال په پرتله دسږکال داولسي وگړو دوژنې کچه ٢٤ فيصده سيوا شوې، ملگري ملتونه وائي چې دجنورۍ اؤ جون ترمينځ افغانستان کې ٢٤٩٩ اولسي وگړي وژل شوي ، چې پکې د٧٤ فيصدو ذمه واري حکومت مخالفه قوتونه اؤ ٩ فيصده حکومت پلوه قوتونه گرځوي.
بلخوا په هلمند کې دپوليسو مشره ليفټننټ اسلام بي بي دزيارت په ورځ په ډزو سره هاغه مهال وژل شوې کله چې هغه دخپل کور څخه وتلې.
دهلمند دوالي وياند عمر ځواک په دغه حقله وئيلي دي چې په ليفټننټ اسلام بي بي هاغه مهال حمله وشوه کله چې هغه دخپل زوم سره په موټر سائيکل لشکرگاه کې روانه وه.
  • 16x9 Image

    فاروق فراق

    فاروق فراق د وي او ای ډیوه خبریال دی، د خبریالۍ څانګه کې د ۲٨ؤ کالو اوږده تجربه لري. د پښتو، ادب، کلتور اؤ تاریخ برخه کې ډیوه راډیو، ټي وي اؤ ویب پاڼې دپاره ځانګړې خپرونې راجوړوي

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG