چارواکي وائي دافغانستان په کاپيسا ولايت کې دجمعې په ورځ دنيټو په يو کاروان ترسره شوي ځانمرگي بريد کې لږ ترلږه پينځه اولسي وگړي وژل شوي او 15 نور ژوبل شوي دي.
په افغانستان کې دميشتو نيټو ځواکونو يو وياند يو بهرني خبري اژانس سره خبرو کې وئيلي دي چې دکاپيسا دتگاب اولسوالۍ په يو کلي کې دنيټو په کاروان ترسره شوي دغه بريد کې دنيټو عسکرو ته کومه مرگ ژوبله نۀ ده اوښتې.
دولايتي پوليسو مشر عبدالجليل شمل ددغه پيښې په اړه وئيلي دي چې دچاؤدنې له امله ديو کور ديوال تباه شوى او په دغه کور کې دننه څلور اولسي وگړي او په موټر سائيکل تيريدونکى يو لاروى وژل شوي او 15 کسان نور ژوبل شوي دي.
دطالبانو يو وياند ذبيح الله مجاهد په يو ليکلي پيغام کې ددغه بريد مسؤليت په غاړه اخستې او د12ؤ امريکائي عسکرو دمرگ ژوبلې ادعا يې کړې ده.
دافغانستان دکاپيسا ولايت څخه تير کال فرانسوي عسکر خپل هيواد ته ستانۀ شوي وؤ، او دنيټو نور عسکر به دکال 2014م تر اخرې افغانستان څخه اوځي.