ملګري ملتونه: د طالبانو په کابینه کې د مېرمنو نشت والی د منلو وړ نه دی
مېرمنو د حقونو او ترقۍ دپاره د ملګرو ملتونو څانګې یوناټېډ نېشنز وېمن د طالبانو په موقتي کابینه کې د مېرمنو په نشت والې "ژوره" مایوسي څرګنده کړې ده او ویلي یې دې چې د نړیوالې ټولنې دپاره دا خبره د منلو وړ نه ده چې ښځې په حکومت کې نه دي شاملې.
په افغانستان کې د یو اېن وېمن نایبې استازې اېلېسن ډېوډیین د شورو، چهارشنبې، په ورځ د وډیو د لارې کابل نه خبریالانو ته وویل چې نه یوازې په افغانستان بلکې په هر ملک کې په حکومت کې د ښځو عدم شمولیت د منلو وړ ګام نه دی.
طالبانو د نهې، سه شنبې، په ورځ د خپل حکومت موقتي کابینه اعلان کړه چې زیاتره پکې ملایان دي او مېرمنې پکې نمایندګي نه لري.
د وي او ای د رپورټ ترمخه د طالبانو په موقتی کابینه کې د ښځو د وزارت دپاره څوک نه دي ګمارل شوي.
د طالبانو په تیر حکومت کې د ښځو په تعلیم، کار روزګار او په سیاسي او ټولنیز ژوند کې په برخه اخیستلو پابندي وه.
په کابل د واک ترلاسه کولو وروسته د طالبان ترجمان ذبیح الله مجاهد په خپل لومړي خبري کانفرنس کې ویلي وو چې د افغانانو د بنیادي حقونو احترام به کوي.
په کابل کې د یو اېن وېمن نمایندې د طالبانو د کابېنې په اړه وویل طالبانو دا موقع دلاسه ورکړه چې دنیا ته یې ښودلی وی چې دوی ټول شموله او مترقي ټولنه جوړول غواړي.
یو اېن وېمن د تېرې یوې لسیزې راهسې په افغانستان کې کار کوي او د کابل نه علاوه په پنځو ولایتونو کې نمایندګي او ۷۵ ځايي او خارجي کارکوونکي لري.
د وي او ای د رپورټ ترمخه د کال ۲۰۰۴ د افغانستان ایین یا اساسي قانون مېرمنو ته د جنسي مساوات ضمانت ورکوي او په تېرو شلو کلونو کې د ژوند په ګڼ شمېر برخو کې پرمختګ کړی دی.
په کابل د طالبانو د واک وروسته مېرمنو د خپلو حقونو د دفاع دپاره په کابل او په نوور ښارونو کې مظاهرې هم کړي دي.
ډېوډیین وویل "د دې مظاهرو دلارې مونږ ولیدل چې افغان مېرمنې به خپل حقونه دلاسه ورنکړي، څوک به یې لمنځه یونسي."
د افغان مېرمنو د مظاهرو باوجود د یو اېن وېمن استازې وویل د مدني ټولې مېرمنو فعالانو، د انساني حقونو پلویانو او مشرانو نه یې داسې رپورټونه ترلاسه کړي دي چې مېرمنو کومې ګټې ترلاسه کړي دي د طالبانو په واکمنۍ کې به بېرته واخیستل شي، لکه د ښځو په کارروزګار به پابندي ولګلول شي او د کورنۍ د سړي نه بغیر به یوازې د کور نه بهر نشي وتلی.
په کابل کې د یواېن وېمن استازې اېلېسن په نړیواله ټولنه غږ وکړو چې د افغان مېرمنو د حقونو د تحفظ دپاره دې د شهري حقونو هغو تنظیمونو مالي مرسته وکړي چې مشري یې د ښځو په لاسونو کې ده. هغې زیاته کړه هم ددې دلارې پرمختګ او احتساب ترلاسه کېدلی شي.
امریکايي چارواکی وايي طالبانو 200 امریکايانو او نورو بهرنیو وګړو ته د افغانستان نه د وتلو اجازه ورکړه
طالبانو په افغانستان کې پاتې 200 امریکایانو او نورو خارجیانو د کابل څخه په چارټر یا د کرایې په جهاز کې د تګ اجازه ورکړې ده. دا رپورټ رویټرز خبري ادارې د زیارت، پنجشنبې، په ورځ د یو امریکايي چارواکي له قوله ورکړو.
په خبر کې د امريکايي چارواکی له قوله ويل شوي چې په طالبانو د افغانستان د سولې د خبرو دپاره د امریکا د ځانګړي استازي زلمي خليلزاد د لارې فشار اچول شوی دی.
د خبر ترمخه تمه ده چې دغه کسان نن د زیارت/پنجشنبې په ورځ (نهم ستمبر) ووځي، خو دا نه دي ويل شوي چې دا هغه کسان دي چې په مزار شريف کې اېسار دي د چا چارټر الوتکې ته چې اجازه نه وه ورکړل شوې.
دا تازه خبر په داسې حال کې مخې ته راغلی چې د امریکې د بهرنیو چارو وزیر اېنتوني بلینکن د طالبانو نه غوښتي چې له افغانستانه دې چارټر الوتکو ته د وتلو اجازه ورکړي، ځکه چې د ځینو رپوټونو په وینا په دغو الوتکو کې تلونکي امریکایي وګړي او له خطر سره مخ افغانان د مزار شریف په هوایي ډګر کې بند پاته دي.
بلینکن د شورو/ چهارشنبې په ورځ د جرمني په رېمسټاین پوځي مرکز کې له خپل جرمني سیال هایکو ماس سره په ګډه خبري غونډه کې وویل، چې طالبان چارټر الوتکو ته اجازه نه ورکوي.
نوموړي ويلي وو طالبان دعوه کوي چې دغه کسان د سفر قانوني اسناد نه لري، نوموړي وغوښتل چې "دغه چارټر الوتکې دې پرېښوول شي چې له افغانستانه روانې شي او مونږ به هره ورځ دا ډاډ تر لاسه کوو چې بهر تلونکو ته اجازه ورکړل شي".
امریکې په 30 اګست په افغانستان کې د خپل حضور پای ته رسولو ويلي وو.
طالبانو په مظاهرو بندیز ولګولو، وايي مظاهره کوونکي به داخله وزارت د خپلو شعارونو نه خبروي
په کابل او ښارونو کې د پرله پسې لاریونونو وروسته طالبانو په مظاهرو بندیز ولګولو او ویې وېل مظاهره کوونکي دې داخله وزارت ۲۴ ګنټې وړاندې د خپلو شعارونو او د مظاهرې د مقصد نه خبروي.
"ټولو هيوادوالو ته خبر ورکول کيږي چې د فعلاً لپاره دې تر هيڅ نوم او عنوان لاندې د مظاهرو جوړيدو هڅه نکوي," د طالبانو داخله وزارت په یو بیان کې وویل او زیاته یې کړه چې په کابل او نورو ولایتونو کې مظاهرې "د مغرضو کړيو په لمسون" کېږي او د عامو خلکو ژوند د ګډوډۍ سره مخامخ کوي.
په بیان کې وېل شوي چې د قانوني مظاهرې دپاره پکار ده چې " لومړئ له عدليې وزارت څخه د مظاهرې د جوړيدو اجازه ترلاسه شي، امنيتي ارګانونه په جريان کې واچول شي تر څو یې امنيت تضمين شي."
وزارت وویل " د مظاهرې مقصد او شعارونه، همدا ډول د مظاهرې محل، د پيل او پای وختونه او نور جزئيات بايد کم تر کمه ۲۴ ساعته وړاندې له اړوند ادارو سره شريک او اجازه ترلاسه شي."
اشرف غني: دا رپورټه دروغ دي چې د ځان سره مې مېلینونه ډالرې د افغانستان څخه وړي
د افغانستان پخواني صدر اشرف غني ویلي دا رپورټونه "دروغ" دې چې د ځان سره په مېلینونو ډالر د ملک نه وېستلي دي.
د شورو، چهارشنبې، په ورځ ټوېټر دلارې یو پېغام کې اشرف غني وویل د ارګ د محافظینو په مشوره یې ملک د پرېښودو فېصله وکړه او دا ډول یې "ټوپکې خاموشه" پاتې کړې او د کابل ښار یې د کوڅه په کوڅه جنګ نه وساتلو.
هغه وویل دا "الزامات په مکمله او کره" توګه دروغ دي چې افغانستان نه د وتلو په مهال یې د افغان ولس مېلینونه ډالرې د ځان سره وړي دي.
افغانستان نه د هغه د وتلو وروسته متحده عرب اماراتو ویلي چې اشرف غني ته یې هرکلی وېلی دی. خو په ټوېټر خپل پېغام کې هغه دا نه دي ویلي چې دا وخت کوم ځای ژوند کوي.
د امریکې صدر جوبایډن د اشرف غني په اړه ویلي چې د افغانستان نه ووتلو او ملک یې د افغانانو "دښمنانو" ته وسپارلو.
د امریکې د خارجه وزارت یوې چارواکې ويلي چې اشرف غني د افغانستان په اینده کې څه کردار نه دی پاتې شوی.د اشرف غني د پېغام نه یوه ورځ وړاندې طالبانو د خپل موقتي حکومت کابینه اعلان کړه.
په ټوېټر خپل پېغام کې اشرف غني وویل چې ټول عمر یې دا یقین لرلی دی چې د خپلواکه، پرامنه او خوشحاله افغانستان لارې په "جمهوري ریاست" کې ده.