لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر
سېنېټرې ماریه کېنټوېل وویل "مونږ ته معلومه ده چې په افغانستان کې ډیر خلک اېسار دي او دې ته اړتیا لري چې امریکا دوی د مرستې دپاره کوښښونه جاري وساتي.
سېنېټرې ماریه کېنټوېل وویل "مونږ ته معلومه ده چې په افغانستان کې ډیر خلک اېسار دي او دې ته اړتیا لري چې امریکا دوی د مرستې دپاره کوښښونه جاري وساتي.

د کانګرس یو شمېر غړي غواړي امریکا دې په افغانستان کې د پاتې افغانانو په راوېستلو کې مرسته وکړي

21:23 15.8.2021

د افغانستان د ملي پخلاینې د عالي شورا مشر ډاکټر عبدالله عبدالله تایید کړه چې افغان ولسمشر اشرف غني له هېواده وتلی دی خو دا یې ونه ویل چې هغه چېرې تللی دی.

ډاکټر عبدالله څو شېبې وړاندې پخپل یوه وېډیویي پیغام کې د اشرف غني د نوم له اخیستلو پرته وویل "د افغانستان مخکیني ولسمشر افغانستان پرېښود، چې د وطن حالات خراب وو".

د اشرف غني دفتر تر اوسه د هغه د واک پرېښوول نه دي تایید کړی او نه هم د عبدالله پخپلو خبرو کې سپیناوی کړی چې ولې یې هغه ته "مخکینی ولسمشر" ویلی.

21:36 15.8.2021

په کابل د طالبانو قبضه دردونکې ده: امریکا

اعلا امریکاي سفارتکار په کابل د طالبانو قبضه دردونکی عمل ګرځولی. امریکا وايي امریکاي ځواکونه له افغانستانه د امریکایانو او د خپلو ملګرو په وښکلو کار کوي.

د امریکا د بهرنو چارو وزیر ایتني بلینکن نن د اتوار په ورځ ویلي دي لومړی هدف یې له کابله د خپلې سفارتي عملې او افغان ملاتړو وښکل او خوندي کول دي

22:08 15.8.2021

طالبانو خپلو جنګیالیو ته کابل ته د ننوتلو امر کړی دی

طالبانو په یوې اعلامیې کې ویلي‌ دي چې خپلو جنګیالیو ته یې ویلي‌ دي چې کابل ښار ته داخل شي. تر دې مخکې یې ویلي وو چې ښار ته به تر هغه نه داخلیږي‌ چې واک انتقال شوی نه وي.

(د امريکا غږ اشنا په مننه)

22:09 15.8.2021

د ناټو عمومي منشي ینس سټولټنبرګ ویلي چې د افغانستان د وضعیت په اړوند یې ددې تړون د غړو هیوادونو د یو شمیر مشرانو سره خبرې کړې دي.

ښاغلي سټولټنبرګ په ټویټر لیکلي چې د افغانستان د وضعیت په اړه یې د بریتانیا د صدراعظم بوریس جانسن او د ډنمارک او هالنډ د بهرنیو چارو وزیرانو سره خبرې کړې دي.

(د امريکا غږ اشنا په مننه)

نور کتل

XS
SM
MD
LG