لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر
سېنېټرې ماریه کېنټوېل وویل "مونږ ته معلومه ده چې په افغانستان کې ډیر خلک اېسار دي او دې ته اړتیا لري چې امریکا دوی د مرستې دپاره کوښښونه جاري وساتي.
سېنېټرې ماریه کېنټوېل وویل "مونږ ته معلومه ده چې په افغانستان کې ډیر خلک اېسار دي او دې ته اړتیا لري چې امریکا دوی د مرستې دپاره کوښښونه جاري وساتي.

د کانګرس یو شمېر غړي غواړي امریکا دې په افغانستان کې د پاتې افغانانو په راوېستلو کې مرسته وکړي

22:10 15.8.2021

د امریکا د متحدو ایالتونو سناتور لندسي ګراهام په خپل ټویټر کې لیکلي چې په افغانستان باندې د طالبانو تسلط د امریکا د متحدو ایالتونو د ملي‌ امنیت په ګته نه دی. هغه لیکلي دي: « جهادیان به د نړۍ په ګوټ ګوټ کې دا پېښه جشن نمانځي.»

(د امريکا غږ اشنا په مننه)

22:26 15.8.2021

د امريکا دريو معتبرو ورځپاڼو واشنګټن پوسټ، وال سټريټ ژورنال او نيويارک ټایمز په لومړيو سرټکو کې د اففان حکومت د نړېدلو او واک د تندروه مذهبي ډلې طالبانو لاسو ته د ورتللو خبر ورکړی دی. واشنګټن پوسټ په سرخط کې ليکي د هېواد مشر له هېواده تللی چې د حکومت د ماتېدو نخښه ده. وال سټريټ ليکي طالبانو د کابل واک تر لاسه کړی او افغان مشر هېواد پرېښودی. نيو یارک ټایمز وايي افغان حکومت مات شوی دی.

22:28 15.8.2021

د امريکا دريو معتبرو ورځپاڼو واشنګټن پوسټ، وال سټريټ ژورنال او نيويارک ټایمز په لومړيو سرټکو کې د اففان حکومت د نړېدلو او واک د تندروه مذهبي ډلې طالبانو لاسو ته د ورتللو خبر ورکړی دی.

واشنګټن پوسټ په سرخط کې ليکي د هېواد مشر له هېواده تللی چې د حکومت د ماتېدو نخښه ده. وال سټريټ ليکي طالبانو د کابل واک تر لاسه کړی او افغان مشر هېواد پرېښودی. نيو یارک ټایمز وايي افغان حکومت مات شوی دی.

22:32 15.8.2021

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد ویلی چي د دوی جنګیالي د امن د ټینګولو په هدف کابل ښار ته دننه شوي دي. طالبانو تر دې څو ګېنټې وړاندې ویلي و چې جنګیالي یې د کابل ښار په دروازو کې تمیږي او ښار ته به نه ننوځي. هغو له حکومتي چارواکو غوښتي و چې د کابل نظم او امن برقرار وساتي.
وروسته طالبانو اعلان وکړ چې کابل کې امنیتي چارواکي نشته او د امن قایمولو دپاره خپلو جنګیالیو ته امر کړی چې کابل ښار ته ننوځي او د چور او تالان مخه ونیسي.

نور کتل

XS
SM
MD
LG