لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر
سېنېټرې ماریه کېنټوېل وویل "مونږ ته معلومه ده چې په افغانستان کې ډیر خلک اېسار دي او دې ته اړتیا لري چې امریکا دوی د مرستې دپاره کوښښونه جاري وساتي.
سېنېټرې ماریه کېنټوېل وویل "مونږ ته معلومه ده چې په افغانستان کې ډیر خلک اېسار دي او دې ته اړتیا لري چې امریکا دوی د مرستې دپاره کوښښونه جاري وساتي.

د کانګرس یو شمېر غړي غواړي امریکا دې په افغانستان کې د پاتې افغانانو په راوېستلو کې مرسته وکړي

23:02 15.8.2021

د امریکا په کانګرس کې د استازو اېوان د خارجه چارو کمیټې جګپوړي رېپبلېکن غړي مایکل مککاول ویلي چې بایډن به افغانستان کې د وینو توېیدلو ذمه وار وي او بل دا چې افغانستان به یوځل بیا د ترهګرو د روزلو دپاره ځاله جوړه شي. هغه وویل، بایډن ته نده په کار چې د دې هرڅه زمه واري په مخکیني صدر ډانلډ ټرمپ واچوي.

مایکل مککاول - د رېپبلېکن غوند سره تعلق لرونکی د کانګرس استازی
مایکل مککاول - د رېپبلېکن غوند سره تعلق لرونکی د کانګرس استازی

مککاول د سي اېن اېن ټلویژن د سټېټ آف دې یونین پروګرام سره په خبرو کې، د افغانستان وروستیو چټکو بدلونونو ته په اشاره کې وویل: «مونږ به بېرته د ۱۱/۹ (د سټمبر یوولسمې بریدونو) نه مخکې حالاتو ته وروګرځو.. د ترهګرۍ د ودې دپاره خاوره. زړه مې هم نه کیږي چې ووایم، هیله من یم چې بېرته هغه دور ته واپس نشو. خو دا به د وخت په رارسېدو زمونږ وطن (امریکا) ته یوه خطره وي."

مککاول زیاته کړه چې کله صدر بایډن د افغانستان نه د وتلو پرېکړه وکړه، نو کولای یې شول چې دا کار ښه پلان کړي او یوه سټراټيجي ورته جوړه کړي، خو اوس ائیرپورټ ته د منډې او تر خپله وسه د ځینو خلکو د ایستلو بغیر، کومه بله سټراټیجي نشته.

23:27 15.8.2021

د اشرف غني تازه پیغام:

محمد اشرف غني له افغانستان نه د وتلو وروسته، په اول ځل پخپل فېسبوک پاڼې یو لیکلی پیغام خپور کړی او هغه کې یې ویلي چې که په وطن کې پاتی وای «هم بی شمیره وطنوال شهیدان کیدل او هم به د کابل ښار د بربادۍ او ورانۍ سره مخامخ کیده.»

محمد اشرف غني
محمد اشرف غني

ښاغلي غني زیاته کړې د دې دپاره چې د «وینې تویلو سیلاب څخه مخنیوی وشي،» دا یې غوره ګڼلې چې له وطنه بهر ووځي.

غني د استعفآ کولو یادونه نده کړې، مګر ویلي یې دي چې طالبانو «د تورې او ټوپک» قضاوت گټلی، خو د «زړونو مشروعیت» یې ندی ګټلی. هغه زیاته کړې: «هیڅکله په تاریخ کې وچ زور چاته مشروعیت نده ورکړی او نه یې ورکوي.»

د ښاغلي غني په وینا، طالبان اوس د خلکو د ناموس، مال، او ځان د ساتلو ذمه وار دي.

اشرف غني ډېر نورې خبرې به په آینده کې وکړي.

23:58 15.8.2021

د امریکې نماېندګانو اېوان اکثریتي ډلې مشر سټېني هویر د افغانستان وروستۍ وضعې په اړه په خپل بیان کې وېلي،”څنګه چې صدر باېډن په ډاګه کړې چې د هغه وړاندې امریکايي صدرد افغانستان نه خپلو ځواکونو راویستو لپاره د 2021 کال ميي لومړۍ نېټه ټاکلو سره یو ډېره سخته لار پېدا کړې وه چې په دغه تړون ټینګ پاتې شي، د افغانستان نه امریکايي ‌ځواکونه او اتحادیان په تندۍ سره راوباسی او یا په زرګونو نور زیاتي امریکايي پوځیان افغانستان ته ولیګي چې د یو بل هېواد په کورنۍ جګړه کې برخه واخلي“.

نوموړي وېلي،” زمونږ د افغانستان تجربې په اړه به نورې زیاتې څېړنې کیږي خو دا وخت زه د خپلو افغان ملګرو د حفاظت لپاره ډېره فکرمند یم چا چې زمونږ د ځواکونو، سفارتکارانو، د پرمختیا کارکوونکو او نور ملګرو ځواکونو سره زمونږ مشن مخ په وړاندې بوتلو لپارهاوږه په اوږه خدمت کړی دی. مونږ له هغوي کله هم ځان له پرېښودل پکار نه دي. مونږ له هر کوشش پکار دی چې دا یقیني کړو چې زمونږ سره ولاړ خلک شا ته پاتې نه شي.

00:39 16.8.2021
Hamid Karzai International Airport in Kabul
Hamid Karzai International Airport in Kabul

امريکایي چارواکي وايي په کابل کې د امريکا سفارت او د کابل هوایي مېدان د امریکايي ځواکونو په مکمل کنټرول کې دي.

وي او ای ته يو امريکايي چارواکي د نوم نه ښودلو په شرط ويلي امريکايي ځواکونه د کابل حامد کرزي نړيوال هوايي مېدان ته په دوامداره توګه ورځي او اېر پورټ او سفارت يې په کنټرول کې دي.

نور کتل

XS
SM
MD
LG