ملګرو ملتونو د افغانستان په حالاتو سخته اندېښنه څرګنده کړې
د ملګرو ملتونو عمومي سېکتر انتونيو ګېټرس د افغانستان په حالاتو سخته اندېښنه څرګنده کړې ده. نوموړي د طالبانو او نورو ټولو ډلو څخه غوښتي چې د خلکو د ساتنې او بشري حقونوخیال وساتي او ویلي يې دي دا کار ډېر اړين دی.
هغه ويلي په ملګري ملتونه ژمن دي چې په افغانستان کې سوله ييزه جوړ جاړی وشي او د ټولو افغانانو بشري حقونو ته وده ورکړی شي.
د طالبانو د ډلې مرستیال او په قطر کې د طالبانو د دفتر مشر ملا عبدالغني برادر ويلي، "کوم حال ته چې رسېدلي وو د کوم چې هيڅ توقع نه کېده چې په دغه رقم به مونږ په افغانستان کې کاميابه کيږي، خو دا د الله مدد وو چې ګټه يې راکړه".
ملا عبدالغني برادر په یو ویډیو پېغام کې ویلي، "وړاندې په دوی دومره زمه واري نه وه لکه اوس چې ده، ځکه چې اوس په مونږ او تاسو د امتحان او ازمايش وخت رغلو، ځکه ورځ په ورځ به مونږ په دې کې اخته کيږو چې څنګه به د خپل ملت خدمت، امنيت او د خلکو د ژوند او په راتلونکې کې د دوی اطمينان ترلاسه کړو".
پاکستان کابل ته د پي ايي اې د الوتکو عمليات وځندول
کراچۍ ـ پاکستان وايي د کابل په هوايي اډه (حامد کرزۍ نړيواله هوايي اډه) د امنيت او غېر يقيني حالاتو له سببه يې د پاکستان د قومي هوايي شرکت (پي ايي اې) عمليات کابل ته وځنډول.
د پي ايي اې وياند عبدالله نن د ګل/دوشنبې په ورځ (16 اګست) وي او اې ډيوه ته په لېږلي خبر کې ويلي، د کابل په هوايي اډه د پوره امنيت او د اييريورټ د عملې د نشتوالي او په رن وی د خلکو د ګڼې له امله، پي ايي اې د بهرنيو چارو د وزارت او افغان سېول اېوي اېشن سره د مشورې وروسته دغه پرېکړه شوې ده.
نوموړي ویلي د نامالومه وخته پورې د پي ايي اې عمليات وځنډول شو.
عبدالله پرون د اتوار په ورځ ویلي وو، په 16 اګست به د پي ايي اې درې الوتکې کابل ته ځي او د 900 پورې پاکستاني او بهر ملکيان به را اوباسي.
امریکې د 65 نه زياتو ملکونو سره په ګډه د افغانستان نه د بهر ملکيانو د ويستو غوښتنه کړې
کراچۍ ـ امريکې د 65 نه د زياتو ملکونو سره په ګډه خپره کړې اعلاميه کې غوښتنه يې کړې چې په افغانستان کې موجودو بهرملکيانو او هغو ملکي وګړو ته دې د ملک پرېښود اجازت ورکړی شي څوک چې د افغانستان نه وتل غواړي.
د امريکې د بهرنيو چارو وزارت ویلي، په افغانستان کې چې څوک په واک کې دي او د چا سره چې اختیار دی هغه د دې زمه وار دي چې د خلکو د مال او ځان تحفظ وکړي ځکه چې د هغو سره به د دې حساب کيږي.
په اعلاميه کې غوښتنه شوې چې په افغانستان کې دې په سمدستي ډول امنيت ټينګ کړی شي.