چين وايي د طالبانو سره ښو اړيکو ته تيار دی
چين ویلي، د افغانستان د طالبانو سره ښه اړيکو جوړولو ته تيار دی، دغه خبره اې اېف پي خبري ادارې د چين د بهرنيو چارو د وازت له قوله کړې ده.
د چين خبري ادارې شينوا ويلي، چين د افغان ولس خوښې ته احترام لري او هيله يې څرګنده کړې چې د افغانستان د اقتدار انتقال به په پرامنه توګه وشي.
چين دا خبره په داسې حال کې کړې طالبان پرون د اتوار په ورځ کابل او تر صدارتي ماڼۍ ارګ پورې رسېدلي دي.
چين ویلي، په افغانستان کې غټ بدلون راروان دی او چين د افغان ولس خواهشاتو ته احترام لري.
رپورټ: په کابل هوايي ډګر ګڼه ګوڼه کې پنځه کسان مړه شوي
د کابل په هوايي اډه د خلکو په ګڼه ګوڼه کې د ګل، دوشنبې، په ورځ پنځه کسان مړه شوي دي. دا خبر رویټرز خبري ادارې د عیني شاهدینو له قوله ورکړی دی.
رویټرز وويل په سمدستي توګه دا نه وه معلومه چې دغه پنځه کسان څنګه مړه شوي دي او په هوايي ډګر د خپل پرواز په انتظار یو عیني شاهد رویټرز ته وویل چې دا نه معلومیدله چې دغه کسان په ډزو کې مړه شوي او که په ټېل ماټېل کې يې ژوندونه تللي دي.
رویټرز د کابل په وايي اډه د یو امریکايي چارواکي له قوله وویل چې امریکايي ځواکونو په داسې مهال خلکو د منتشر کولو دپاره هوايي ډزې کړې چې امریکايي پوځي الوتکه پرواز وکړی شي. د رپورټ ترمخه په جهاز کې امریکايي سفارتکاران او د سفارت عمله سوره وه.
رویټرز وویل په سوشل میډیا خپور کړی شویو وډیو کې درې جسدونه لیدل کېدل چې د هوايي ډګر یوې دروازې سره نژدې پراته وو. یو عیني شاهد رویټرز ته وویل هغه پنځه مړي ولیدل.
د کابل په هوايي اډه په ګڼه شمېره کې خلک د امریکي پوځي جهاز ته د ورختلو کوښښ په داسې حال کې کوي چې الوتکه پرواز دپاره په رن وی روانه شوي ده
بلخوا رویټرز خبري اداره وايي په کابل هوايي ډګر په ګڼه ګوڼه کې پنځه کسان مړه شوي دي
ملګرو ملتونو په طالبانو غږ کړی چې د زغم نه دې کار واخلي
د ملګرو ملتونو امنیتي شورا یا سکیورټي کاونسل به د ګل، دوشنبې، په ورځ په افغانستان کې د ورستي صورتحال په اړه غونډه کوي.
د ملګرو ملتونو مشر اېنټونیو ګوټېرېس به غوڼدې ته وېنا کوي.
د اتوار، يکشنبې، په ورځ ملګرو ملتونو په طالبانو غږ کړی چې د خلکو ژوند محفوظ ساتلو دپاره دې د زغم نه کار واخلي.
د ملګرو ملتونو مشر په یو بیان کې غوښتنه وکړه چې امدادي ادارو ته دې بغیر د خڼد نه د کار او خلکو د کومک رسولو اجازت ورکړی شي.