لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر
سېنېټرې ماریه کېنټوېل وویل "مونږ ته معلومه ده چې په افغانستان کې ډیر خلک اېسار دي او دې ته اړتیا لري چې امریکا دوی د مرستې دپاره کوښښونه جاري وساتي.
سېنېټرې ماریه کېنټوېل وویل "مونږ ته معلومه ده چې په افغانستان کې ډیر خلک اېسار دي او دې ته اړتیا لري چې امریکا دوی د مرستې دپاره کوښښونه جاري وساتي.

د کانګرس یو شمېر غړي غواړي امریکا دې په افغانستان کې د پاتې افغانانو په راوېستلو کې مرسته وکړي

19:16 16.8.2021

سعودي عرب: طالبان دې د خلکو ژوند او مال محفوظ وساتي

سعودي عرب په طالبانو او "نورو افغان ډلو" غږ کړی چې د خلکو د ژوند او مال تحفظ دې وکړي.

د رویټرز خبري ادارې ترمخه، د سعودي عرب خارجه وزارت د ګل، دوشنبې، په ورځ دغه بیان په داسې حال کې جاري کړی چې طالبان رسېدلي او افغان صدر اشرف غني د ملک نه وتلی دی.

اشرف غني ویلي په هېواد کې د خونریزۍ د مخنیوي په خاطر يې افغانستان پرېښودو.

سعودي خارجه وزارت په خپل بیان کې وویل سعودي عرب به د افغانانو د خوښو ملاتړ کوي.

سعودي بیان کې امید څرګند شوی دی چې په افغانستان کې به حالات زر ثبات ومومي.

20:17 16.8.2021

پاکستان: ټول افغان ګوندونه دې د قانون او د افغانانو د بنیادي حقونو احترام وکړي

د پاکستان د قامي امنیت شورا یا نېشنل سکیورټي کمیټۍ د ګل، دوشنبې، په ورځ د افغانستان په ورستي صورتحال غور وکړو او ویې وېل چې ټولې افغان ډلې دي د قانون او د افغانانو د بنیادي حقونو احترام وکړي.

د اېن اېس سي د غونډې وروسته مطبوعاتو ته ورکړل شوي بیان وايي افغان ډلې دې دا خبره یقیني کړي چې هیڅ کومه ډله یا تنظیم د افغانستان خاوره د بل ملک خلاف ترهګرۍ دپاره استعمال نکړي.

د پاکستان په بیان کې نه د طالبانو او نه هم د بلې کومې افغان ډلې نوم اخیستل شوی دی.

تېر کال شوي د امریکې او د طالبانو په امن معاهده کې دا خبره شامله ده چې طالبان به دا خبره یقیني کوي چې د افغانستان خاوره به د ترهګرۍ دپاره نه استعمالیږي او دا چې طالبان به د القاعده سره رابطې ختموي.

پاکستان ته ورغلې د افغان سیاسي مشرانو پلاوي د پاکستان خارجه وزیر شاه محمود قرېشي سره تصویر
پاکستان ته ورغلې د افغان سیاسي مشرانو پلاوي د پاکستان خارجه وزیر شاه محمود قرېشي سره تصویر

د حکومتی بیان ترمخه د پاکستان کې د قامي سلامتیا کمېټۍ د غونډي مشري وزیراعظم عمران خان وکړه او پکې د کابېني د غړو ترڅنګ پوځي مشرانو هم ګډون وکړو او غونډې ته په افغانستان کې د ورستي صورتحال حال ورکړی شو.

د بیان ترمخه پاکستان دریځ لري چې په افغانستان کې د یو داسې سیاسي مفاهمت حمایت کوي چې ټول افغان فریقېن پکې شرکت ولري.

21:18 16.8.2021

د ملګرو ملتونو مشر: نړیواله ټولنه باید افغان ولس د پامه ونه غورځوي

په افغانستان کې د صورتحال په اړه خصوصي بېړنۍ غونډې ته وېنا کې د ملګرو ملتونو مشر اېنټونېو ګوتېرېس وویل نړیواله ټولنه باید افغان ولس د پامه ونه غورځوي.

د وي او ای د انګریزۍ څانګې د رپورټ ترمخه ګوټېرېس وویل چې په افغانستان کې دې د تشدد ختم کړی شي، د افغانانو د ټولو حقونو احترام دې وکړی شي او افغانستان دې د هغو ټولو نړیوالو معاهدو پابندي وکړي چې دغه هېواد پکې شامل دی.

د ملګرو ملتونو مشر د طالبانو نه وغوښتل چې د افغانانو ژوند د تحفظ په خاطر دې د زغم نه کار واخلي او د امدادي هلو ځلو په لاره کې دې خنډان نه ولاړوي.

د ملګرو ملتونو خصوصي غونډه په داسې حال کې وشوه چې د افغانستان صدر اشرف غني د ملک نه وتلی، طالبان کابل ته رسېدلي او د ملک حالات د غیر یقیني صورتحال سره مخامخ شوي دي او په زرګونو افغانان د کابل په هوايي ډګړ جمع شوي او د بهر تلو کوښښونه کوي.


د وي او ای د رپورټ ترمخه کابل ته د طالبانو د رسېدلو نه وړاندې د افغانستان قریباً نیمايي ابادۍ یا ۱۸مېلین خلکو انساني امداد ته اړتیا لرله لړ او اوس ویره څرګندیږي چې حالات به نور خراب شي.

اېنټونیو ګوټېرېس وویل ملګري ملتونه به په افغانستان کې د حالاتو سره ځان برابروي.

هغه ژمنه وکړه چې د ضرورت په دې وخت کې به ملګري ملتونه افغان ولس ته امداد رسوي.

د ملګرو ملتونو مشر د افغان مېرمنو د حقونو په اړه تشویش څرګند کړو."دا ضروري ده چې په ګرانه ګټل شوي د افغان مېرمنو او جینکو د حقونو تحفظ وشي."

د ملګرو ملتونو مشر وویل افغان مېرمنې نړیوالې ټولنې ته د ملاتړ دپاره سترګې په لاره دي."دا هغه نړیواله ټولنه ده چې دوی (افغان مېرمنو) ته ډاډ ورکړی چې موقع به ورته زیاتولی شي، د تعلیم ضمانت به لري، ازادي به یې نوره پراخه شي او حقونه به یې محفوظ وي."

ګوټېرېس وویل افغانستان دې بیا د ترهګرو ځاله جوړه نشي.

21:24 16.8.2021

د پاکستان د قامي سلامتیا کمېټې بیړنۍ غونډه

د افغانستان په تيزى سره بدليدونکي حالاتو په ترڅ کې نن د اعلى سېول او پوځى چارواکو باندى مشتمل د نېشنل سيکىورټي کمیټې غونډه راغوښتل شوه. دا بېړنۍ غونډه د پاکستان وزيراعظم عمران خان په مشرۍ، نن د افغانستان د روانو حالاتو په باب، جوړه شوه. په دې غونډه کې ټینګار وشو چې پاکستان په جنګ ځپلي افغانستان کې یوې هراړخیزې سیاسي روغې جوړې ته هیله من پاته دی.

د وزیراعظم عمران خان دفتر په یو بیان کې ویلي چې د قامي سلامتیا په نننۍ غونډه کې دا پرېکړه وشوه چې په افغانستان کې د مداخلت نه کولو بنیادي تګلاره باید وساتلی شي.

نور کتل

XS
SM
MD
LG