لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر
سېنېټرې ماریه کېنټوېل وویل "مونږ ته معلومه ده چې په افغانستان کې ډیر خلک اېسار دي او دې ته اړتیا لري چې امریکا دوی د مرستې دپاره کوښښونه جاري وساتي.
سېنېټرې ماریه کېنټوېل وویل "مونږ ته معلومه ده چې په افغانستان کې ډیر خلک اېسار دي او دې ته اړتیا لري چې امریکا دوی د مرستې دپاره کوښښونه جاري وساتي.

د کانګرس یو شمېر غړي غواړي امریکا دې په افغانستان کې د پاتې افغانانو په راوېستلو کې مرسته وکړي

21:38 16.8.2021

د افغانستان د حزب اسلامي ډلې مشر ګلبدین حکمتیار وایي سبا به له کابل نه د قطر سرښار دوحې ته روانیږي چې هلته له طالبانو سره د افغانستان د آینده نظام په باب خبرې وکړي.

حکمتیار چې د ګل/دوشنبې په ماښام یې له طلوع نیوز سره مرکه کوله، وویل چې هغه به سبا د پخواني صدر حامد کرزي او د سولې د عالي شورا له مشر ډاکټر عبدالله عبدالله سره دوحې ته ولاړ شي.

حکمتیار هیله څرګنده کړه چې په دې خبرو کې د افغانستان د آینده نظام په اړه بحث وشي او طالبان داسې یو حکومت جوړولو ته غاړه کیږي چې هغه ټولو افغانانو ته د منلو وړ، ټول شموله، او پراخ بنسټه وي.

طالبانو ویلي چې د خلکو او دولتي ادارو د خوندي کولو په خاطر کابل ښار ته ننوتلي، مګر تر اوسه یې د حکومت د څرنګوالي په اړه څه ندي ویلي.

21:48 16.8.2021

د افغانستان پخواني صدر حامد کرزي په یو ویډیويي پیغام کې ویلي چې د سولې د عالي شورا ډاکټر عبدالله عبدالله او د حزب اسلامي د مشر ګلبدین حکمتیار سره په ګډه دا کوشش کوي چې په کابل ښار کې امن و استحکام زیات شي او د خلکو ژوند چارې بېرته عادي حالت ته وروګرځي.

ښاغلي کرزي، په داسې حال کې چې ترڅنګ یې عبدالله عبدالله هم لیدل کیږي، په دې ویډیویي پیغام کې چې د کابل په وخت نن د ګل/دوشنبې په مازدیګر په سوشل میډیا خپور شو، زیاته کړې چې دوی د طالبانو له مشرانو سره په رابطه کې دي او ګټورې خبرې یې ورسره کړي دي.

بل اړخ ته په دې ویډیو کې، د افغانستان د سولې عالي شورا مشر ډاکټر عبدالله عبدالله هم خبرې کړي او ویلي یې دي چې اوس د دوی ترکیز د کابل ښار د اوسېدونکو په آرامولو دی. ډاکټر عبدالله تینګار کړی چې په دې کوششونو کې د دوی هېڅ کوم شخصي هدف نشته.

21:49 16.8.2021

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قرېشي وايي پاکستان ته په دويم ځل د اففانستان په اړه د م.م.و د امنیتي شورا په غونډه کې د ګډون اجازه ور نه کړل شوه. نوموړي په يو ټويټ کې پاکستان ته په غونډه کې د خبرو اجازه نه ورکول بدمرغي بللې. هغه زياته کړې چې دې نه انکار نه شي کېدای چې د افغانستان وروسته، پاکستان د لسيزو پورې د دې (افغان) جګړې قرباني دی. څو ورځې وړاندې، د طالبانو لخوا د کابل او نورو ډېرو برخو د نيولو نه مخکې، د امنيتي شورا په بله غونډه کې هم پاکستان ته د خبرو اجازه نه وه ورکړل شوې. په پاکستان د طالبانو سره ملاتړ تورونه دي او يو شمېر امريکايي څېړونکو ویلي د طالبانو دومره په منډه د کابل او نورو برخو نيول د پاکستان د مرستو بغېر امکان نه لري. اسلام اباد دغه ډول تورونه ردوي او نن يې هم ويلي چې افغانستان کې د ګڼ اړخیزه حکومت ملاتړ کوي.

22:18 16.8.2021

صدر بایډن به د افغانستان په اړه خصوصي وېنا کوي

د امریکې صدر جوبایډن به د ګل، دوشنبې، په ورځ د واشنګټن په وخت ماسپښین په افغانستان کې د صورتحال په اړه خصوصي وېنا کوي.

بلخوا، په افغانستان کې ورستی حال د امریکايي مطبوعاتو اهم خبر دی.

ورځپاڼه نیویارک ټایمز د لومړي خبر په سر خط کې وايي چې طالبانو حالات په خپل اختیار کې اخیستلي دي خو ویره او د کابل په هوايي ډګر انتشار خپور شوی دی.

د امریکې سرښار واشنګټن نه خپرېدونکې ورځپاڼې واشنګټن پوسټ هم د سر خبر په سر خط کې ویلي په کابل د طالبانو د اختیار وروسته ویره او انتشار خپور شوی دی.

واشنګټن پوسټ ویلي چې بایډن به د افغانستان په اړه خصوصي وېنا کوي.

په کابل کې د امریکايي سفارتخانې ودانۍ
په کابل کې د امریکايي سفارتخانې ودانۍ

هفنګټن پوسټ د خبرونو وېب پاڼې د افغانستان په اړه د خپل لومړي خبر په سر خط کې ليکلي چې د افغانستان د جوړولو د امریکې د تېرو شلو کلونو کوښښونه په څو ورځو کې نسکور شول.

نور کتل

XS
SM
MD
LG