لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر
سېنېټرې ماریه کېنټوېل وویل "مونږ ته معلومه ده چې په افغانستان کې ډیر خلک اېسار دي او دې ته اړتیا لري چې امریکا دوی د مرستې دپاره کوښښونه جاري وساتي.
سېنېټرې ماریه کېنټوېل وویل "مونږ ته معلومه ده چې په افغانستان کې ډیر خلک اېسار دي او دې ته اړتیا لري چې امریکا دوی د مرستې دپاره کوښښونه جاري وساتي.

د کانګرس یو شمېر غړي غواړي امریکا دې په افغانستان کې د پاتې افغانانو په راوېستلو کې مرسته وکړي

02:12 17.8.2021
صدر جو باېډن د ګل په ورځ د افغانستان په اړه امریکایانو ته وینا کړې
صدر جو باېډن د ګل په ورځ د افغانستان په اړه امریکایانو ته وینا کړې

د امریکا صدر جوبایډن یو څو شیبې وړاندې امریکایانو ته په خپله وینا کې د افغانستان نه د امریکايي عسکرو د وېستلو د فیصلې دفاع کړې او زیاته کړې یې ده امریکا افغانستان ته د ملت د جوړونې لپاره نه وه تللې.‌

افغانستان کې د طالبانو لخوا د کابل او د هیواد د زیاتې برخې د نیولو او د افغان ولسمشر اشرف غني د هیواد پرېښودلو وروسته، په صدر جو باېډن سختې نیوکې روانې دي چې د افغانستان نه یې په تادۍ کې د عسکرو وېستلو فیصلې له سببه افغانستان کې ګډ وډی جوړ شو.

صدر باېډن په خپله وینا کې ویلي، امریکا د نړۍ په یو شمیر داسې هیوادونو کې د ترهګرو پرضد عملیات کړي چرته چې امریکا پوځ نه لري او که ضرورت پېښ شو نو افغانستان کې به هم دغه کار کوي.

صدر جو باېډن په خپله وینا کې ویلي چې د پخواني صدر ډانلډ ټرمپ په تړون د عمل کولو او یا په پسرلي کې د طالبانو سره د جنګ کولو دوه انتخابونه یې لرل چې په دویم انتخاب کې به په افغانستان کې جګړه نوره زیاتیده.

نوموړي ویلي امریکايي پوځ په هغه جګړه کې نور وه نه جنګیږي چې افغان ځواکونه پخپله پکې د جنګ لپاره لیوالتیا نه لري.

03:44 17.8.2021

صدر باېډن: افغانانو باېد د خپل هیواد دفاع پخپله کړي وی

امریکايي صدر جو باېډڼ د وسله والو طالبانو لخوا د افغانستان کنټرول ترلاسه کولو وروسته په لومړۍ ولسي‌ وینا کې د د افغانستان نه د امریکايي عسکرو د وېستلو فیصلې دفاع کړې.

د واېټ هاوس نه په قامي ټیلي ویژنو خپله وینا کې صدر باېډن ویلي،‌ په افغانستان کې د امریکا مشن یا مقصد ٫٫ کله هم د ملت جوړونه یا نېشن بلډنګ نه وو٬٬ او زیاته کړې یې ده چې د ترهګرو هغه خطر چې له سببه یې امریکايي عسکر افغانستان ته تللې وه اوس د دغه هیواده نورو ته خوره شوې.

امریکايي صدر دا هم منلې چې په افغانستان کې د طالبانو ګټې یا بریاوې د اندازو یا تمو نه زیات په تادۍ شوي. نوموړي ویلي ٫٫ د تیرې اونۍ پرمختګونو که هر څه دي٬٬ د عسکرو د ویستلو فیصله تقویه کوي.

نن په خپله وینا کې جو باېدن ویلي ٫٫ په افغانستان کې د امریکايي پوځ د یو بل کال یا پینځه نورو کلونو پورې پاتې کېده هیڅ فرق نه شي راوستی، تر څو چې د افغانستان خپل پوځ د خپل هیواد دفاع وه نه کړي. ٬٬

09:11 17.8.2021

هند د کابل څخه د خپلې سفارتي عملې په سمدستي توګه د ويستلو اعلان وکړ

د هند د بهرنيو چارو د وزارت ویاند ارندم بګچۍ وايي، په افغانستان کې روانو حالاتو په کتو يې پرېکړه کړې چې په کابل کې د هند سفير او نوره عمله په سمدستي ډول هند ته منتقل کړي.

هند دغه پرېکړه په داسې حال کې کړې چې په 15 اګست طالبان په کابل ورختلي او نزدې ټول ملک یې په خپله قبضه کې اخستی او افغان ولسمشر اشرف غني ملک پرېښودی دی.

10:16 17.8.2021

سي پي جی په افغانستان کې د جرنلسټانو د خونديتوب غوښتنه کړې

د جرنلسټانو د حقونو دپاره کارکوونکې ادارې کميټي ټو پروټېکټ جرنلسټس (سي پي جی) په نړيواله کچه په حکومتونو غږ کړی چې د افغان جرنلسټانو د بچ کولو دپاره په سمدستي توګه ګام پورته کړي.

سي پي جی ويلي په وروستیو اوونيو کې يې په افغانستان کې په جرنلسټانو د تشدد پېښې سېوا شوي دي.

سي پي جی په ځانګړي ډول د امریکا نه غوښتي په داسې کې چې افغانستان د طالبانو لاسو ته ورغلی د افغان جرنلسټانو خونديتوب نور يقيني کړي او دوی ته په بېړنۍ توګه ويزې ورکړي.

نور کتل

XS
SM
MD
LG