په کابل کې د امریکې سفارتي چارواکي اوس هم موجود دي
په کابل کې د امريکا ناظم الامور (شارزدافير) راس ولسن ویلي، "د غلطو رپورټونو برعکس، په کابل کې د امریکې د سفارتخانې عمله او زه په کابل کې يو، د زرګونو امریکايانو او افغانانو دپاره چې په خطر کې دي کار کوو. د افغانانو سره زمونږ ژمنتیا دوام لري".
د کابل حامد کرزي هوايي اډې څخه الوتنې وځنډېدې
د افغانستان د هوايي چلند ادارې نن د نهې/ سه شنبې په ورځ (17 اګست) په خپله فېس بک پاڼه خبر ورکړی چې "د حامد کرزي نړیوال هوايي ډګر کې ټولې ملکي الوتنې ځنډيدلي دي. د ملکي هوايي چلند ادارې کارکوونکي اوس مهال د یاد هوايي ډګر په تخنیکي ستونزو او پاک کارۍ کار کوي تر څو پورې د حامد کرزي نړیوال هوايي ډګر الوتنې عادي حالت ته را وګرزي او الوتنې بیا زلي شروع شي".
ادارې خلکو ته ویلي، چې د هوايي اډې څخه د التونو بيا پېل کېدو پورې هوايي اډې ته د راتلو څخه ډډه وکړي.
په داسې حال کې چې افغانستان کې وسله وال طالبان واکمن
شوي په دولتي اداراتو کې یې له ټولو ښځینه او نارینه مامورینو څخه غوښتنه ترسره کړي چې خپلو دندو ته حاضر شي
همهاله په کابل کې مېشت طالب چارواکي وایي چې د نن ورځې تر پایه به د لنډ مهاله حکومت په تړاو هوکړه وشي.
په کابل کې د طالبانو یوه مسوول کس له طلوع نیوز سره په خبرو کې ویلي چې ژر به ټولې دولتي ادارې په خپلو فعالیتونو پيل وکړي او د ټولو اداراتو له چارواکو سره یې کتلي چې دوی خپلو چارو ته ادامه ورکولی شي.
هغه زیاته کړې چې د نن ورځې تر پایه به پر لنډمهاله حکومت هوکړه وشي، خو په دې اړه یې نور جزیات نه دي ورکړي.
د کابل هوايي اډې څخه د جهازونو پروازونه د نهې، سه شنبې، په ورځ بیان شروع شوي دي.
د وي او ای د انګریزۍ څانګې د رپورټ ترمخه په افغانستان کې د نېټو غیرپوځي نماینده په ټوېټر یو تصویر شریک چې پکې د کابل په هوايي ډګر د امریکې یو شمېر پوځي الوتکې ولاړې لیدل کېږي.
د نېټو نماینده وویل یو شمېر جهازونه یې په اډه د کښېناستلو او د اوچتیېدول په مهال لیدل.