لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر
سېنېټرې ماریه کېنټوېل وویل "مونږ ته معلومه ده چې په افغانستان کې ډیر خلک اېسار دي او دې ته اړتیا لري چې امریکا دوی د مرستې دپاره کوښښونه جاري وساتي.
سېنېټرې ماریه کېنټوېل وویل "مونږ ته معلومه ده چې په افغانستان کې ډیر خلک اېسار دي او دې ته اړتیا لري چې امریکا دوی د مرستې دپاره کوښښونه جاري وساتي.

د کانګرس یو شمېر غړي غواړي امریکا دې په افغانستان کې د پاتې افغانانو په راوېستلو کې مرسته وکړي

15:58 13.9.2021

د ملګرو ملتونو چارواکي وايي طالبان د مېرمنو په اړه خپلې ژمنې نه پوره کوي

د ملګرو ملتونو د انساني حقونو د څانګې مشرې د طالبانو په واک کې د راتلو دوی په تګلار تنقید کړی او ویلي یې دي چې د مېرمنو په اړه د طالبانو ژمنې د ځمکني حقیقت نه لېرې دي.

مېشېل پاچيلې د ګل، دوشنبې، په ورځ په جنیوا کې هیومن رایټس کاونسل ته وویل د خطر نه ډک نوي پړاو ته داخل شوی دی او مېرمنې او د نسلي اقلیتونو خلک د خپلو حقونو په اړه ژور تشویش لري.

د طالبانو ترجمان ذبیح الله مجاهد
د طالبانو ترجمان ذبیح الله مجاهد

مېرمن باچيلی وویل د طالبانو د لوظونو برعکس په تېرو دریو هفتو کې مېرمنې د ټولنیز ژوند نه بهر کړی شوي دي.

د ملګرو متلونو چارواکي د طالبانو په کابینه کې مېرمنو په نشت والي هم مایوسي څرګنده کړه.

په کابل د واک سمبالولو وروسته د طالبانو ترجمان ذبیح الله مجاهد په خپل لومړي خبري کانفرس کې ویلي وو د افغانانو د بنیادي حقونو احترام په کوي.

19:49 12.9.2021

طالبانو د خالي يا شنبې په ورځ‌ د افغانستان په صدارتي ماڼۍ خپل سپين بېرغ په داسې موقعه پورته کړې چې هم په دغه ورځ نړۍ په امريکا د ترهګر بريدونو شلمه کليزه لمانځله.

د طالبانو د کلچر کمېشن د مېډيا د څانګې مشر احمد الله متقي ويلي د طالبانو وزيراعظم ملا محمد حسن اخوند خپل سپين بېرغ چې اسلامي کليمه پې ليک ده، په يوه وړه دستوره کې د کابل په صدارتي ماڼۍ اوچته کړه او په افغانستان کې يې د طالبانو د مواقتي حکومت رسمي پرانسته اوکړه.

د صدارتي ماڼۍ د تالار نه بهر د طالبانو د حکومت د لوړو زدکړو يا هاير اېجوکېشن د څانګې مشر مولوي محمد داود حقاني اوېل،‌ د ۹/۱۱ نېټه يې ځکه د خپل حکومت د رسمي پرانستې د پاره ټآکلې چې په د ې ورځ نړۍ د دوي په ضد لويه پروپېګنډه پېل کړې وه اودوي ته يې ترهګر ويلي وو او په دوي يې د امريکې د ترهګر بريدونو ترسره کولو تور پورې کړی و.

هر څه که طالبانو په دغه بريدونو کې نېِغ په نېغه لاس نه لرل خو په هېواد کې يې د القاېده مشر اسامه بن لادن او د هغه وسله والو ته پناه ورکړې وه، په چا چې د دغه بريدونو تور و.

طالبانو د خپل حکومت چې ټول په ټوله پکې طالبان شامل دي او ښځينه غړې يا پخواني سياسي څېرې پکې برخه نه لري، تېره اونۍ اعلان کړی چې په ضد يې په هېواد کې ښځو او د بشري حقونو فعالينو د احتجاجونو لړۍ پېل کړې وې.

Taliban flags flutter at the airport in Kabul, Afghanistan, Thursday, Sept. 9, 2021. (AP Photo/Bernat Armangue)
Taliban flags flutter at the airport in Kabul, Afghanistan, Thursday, Sept. 9, 2021. (AP Photo/Bernat Armangue)

د دې ترڅنګ نړيوالې ټولنې هم د طالبانو په کابينه نيوکې کړې.

په کال ۲۰۰۱ کې د امريکا لخوا د طالبانو د حکومت ړنګولو وروسته د افغانستان لومړي جمهور ريس حامد کرزي په يو ټويټ کې په طالبانو د امن او ثبات ټينګولو غږ کړی او د نوي حکومت نه هيله څرګنده کړې چې طالبان به په خپله کابينه کې ښځو له هم برخه ورکړي او يو ټول شموله حکومت ته به لاره هواره کړي.

پخواني صدر حامد کرزي په کابل کې پخپله قلعه کې د يوشمېر قبايلي مشرانو ترڅنګ د امريکې په ضد د ترهګر حملو کليزه اولمانځله، حامد کرزی سره د خپلې کورنۍ د اګست د مياشتې رهسې په دغه قلعه کې ژوند کوي کله نه چې طالبانو د کابل واکمني‌ نيولې ده.

05:19 11.9.2021

په امرېکې د 9/11 حملو شل کاله وشوو، په افغانستان کې جنګ سر ته رسېدلی

د کال 2001 د سېپټمبر په 11 نېټه په امریکې د القاعده په حملو کې 2996 کسان ووژل شوو.

د جدید تاریخ د ترهګرۍ دغه بدترېنې حملې ذمه واري القاعده په غاړه واخیستله.

د 9/11 حملو په بدل کې امریکې د القاعدې او طالبانو په ضد په افغانستان کې پوځي عملیات شروع کړل.

د ناین الېون په سحر د نیویارک د یوې کوڅې منظر
د ناین الېون په سحر د نیویارک د یوې کوڅې منظر

د وي او ای د رپورټ ترمخه په افغانستان کې د 19 کلونو، 10 میاشتو، دریو هفتو او دوو ورځو په جنګ کې د امریکې د دفاع وزارت وايي 2325 امریکايي عسکر وژل شوي دي.

د وي او ای رپورټ وايي دا هېڅ چاته په کره توګه نه ده معلومه چې د افغانستان په جنګ کې څومره ملکي کسان وژل شوي دي.

د امریکې صدر جوبایډن د امر سره سم، امریکايي ځواکونه د اګست په اخېره کې د افغانستان نه ستانه شول.

د خالي، شنبې، په ورځ به امریکا د 9/11 حملو شلې کلیزې دستورې لمانځي.

صدر بایډن به دریو واړو ځایونو ته ورځي چې د سېپټمبر د یولسمې نېټې په سحر پې د القاعده حمله کوونکو جهازونه غورځولي وو.

په نیویارک کې به هغه ځای ته ورځي چېرته چې د حملو نه وړاندې د ورلډ ترېډ سنېټر دوه ودانۍ ولاړې وې خو په حملو کې تباه کړی شوې.

سږکال د جون په میاشت کې صدر بایډن په نیویارک د ناین الېون یادګار ته ورغلی و
سږکال د جون په میاشت کې صدر بایډن په نیویارک د ناین الېون یادګار ته ورغلی و

صدر بایډن به د سرښار واشنګټن سره نژدې د دفاع وزارت یا پېنټګان ته هم ورځې چې په نیویارک کې په ورلډ ټرېډ سېنټر د حملو نه وروسته یو جهاز هم د پېنټګان سره ټکر کړی شوی و.

او بیا به صدر بایډن او نایب صدره کماله هېرېس د پېنسلوېنیا ریاست شېنکسوېل کلي ته هم ورځي چېرته چې د 9/11 په ورځ څلورم جهاز غورځېدل و.

د افغانستان نه د انخلا وروسته او د تېرو شلو کلونو تاریخ وروسته پرېښودو په خاطر د وي او ای رپورټ وايي د صدر بایډن حکومت ګڼ شمېر دستاویزات افشا کړي چې ځینې پکې د 9/11 په حملو هم رڼا اچولی شي.

د وي او ای رپورټ وايي د صدر بایډن انتظامیه د طالبانو د سخت دریځه حکومت نه هم ځان په یو محتاطه فاصله ساتلی دی. افغانستان نه امریکې د انخلا په ترڅ کې طالبانو بیا د افغانستان واک اختیار ترلاسه کړی دی.

د یونېورسټي اف ټېکسس اېټ اسټن د تاریخ د څانکې استاذ جرمې سوري د صدر بایډن حکومت د تېرو شلو کلونو د تاریخ اختتام لیکي، لکه د فلم د اختتامې منظر په شان.

پروفېسر سوري وايي صدر بایډن د یو تاریخ دان په شان کردار ادا کوي او وايي "مونږ یو دور ختم کړو" لکه چې د دویم نړیوال جنګ اختتام شوی و.

04:20 11.9.2021

د طالبانو ضد مقاومت وايي د پنجشیر د 60 فیصد نه زیاته برخه یې په ولکه کې ده

که څه هم طالبان د پنجشیر د نیولو دعوه کوي خو د طالبانو په ضد د مسلح مزاحمت یو چارواکي ویلي د ولایت د 60 فیصد نه زیاته برخه د دوی په ولکه کې ده خو حالات کرکېچن دي.

د "ملي مقاومت جبهې" د خارجه چارو مسول علي نظري د جمعې په ورځ په واشنګټن کې د هېرېټیج فاونډېشن نومې څېړنې ادارې یوې غوڼدې ته وویل حالات د دوی د خواهش سره سم خوشبینه نه دي خو "لا اوس هم امید شته."

هغه وویل پنجشیر ته د طالبانو د داخلېدلو دا مطلب نه دی چې دوی ماتې وخوړلو خو دوی د خپل تګلارې په ترڅ کې په شا تللي دي.

ښاغلي نظري زیاته کړه چې د پنچشیر د 60 نه تر 65 فیصد پورې برخه د ملي مقاومت جبهې په ولکه کې ده. هغه زیاته کړه چې د زرګونو په شمېره کې وسله وال په پنجشیر او په خوا او شا ولسوالیو کې موجود دي چې د جنګېدو جذبه لري.

د علي نظري د خبرو نه وړاندې د طالبانو ترجمان ذبیح الله مجاهد دا هفته ویلي وو چې طالبانو ټول پنچشیر ونیولو خو د جمعې په ورځ طالبانو هم دا خبره ومنله چې د مزاحمت وسله والو په غرونو کې پناه اخیستې ده.

د طالبانو د ثقافتي کمیټۍ غړي انعام الله سمنګاني په یو بیان کې وویل چې په پنجشیر کې د طالبانو مخالفو وسله والو سره خبرې دوام لري چې عادي ژوند ته راتګ ته اماده کړی شي.

خو د وي او ای رپورټ وايي پنجشیر نه د جګړې او د خلکو د وتلو رپورټه نه راځي او ځینې مقامي خلک مطبوعاتو ته وايي چې طالبانو ولایت نیولی دی.

نور کتل

XS
SM
MD
LG