لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر
سېنېټرې ماریه کېنټوېل وویل "مونږ ته معلومه ده چې په افغانستان کې ډیر خلک اېسار دي او دې ته اړتیا لري چې امریکا دوی د مرستې دپاره کوښښونه جاري وساتي.
سېنېټرې ماریه کېنټوېل وویل "مونږ ته معلومه ده چې په افغانستان کې ډیر خلک اېسار دي او دې ته اړتیا لري چې امریکا دوی د مرستې دپاره کوښښونه جاري وساتي.

د کانګرس یو شمېر غړي غواړي امریکا دې په افغانستان کې د پاتې افغانانو په راوېستلو کې مرسته وکړي

22:04 3.9.2021

د افغان طالبانو یو اعلا چارواکی وایي دوی په افغانستان کې د خپل مجوزه حکومت جوړښت اعلان ته نزدې دي چې د امریکې او نورې نړۍ سره به د خپل منځي احترام په بنیاد د ملګرتیا د سفارتي اړیکو ساتلو هڅې کوي.‌

د طالبانو جګپوړي چارواکي او د ثقافتي کمېشن غړي‌ بلال کریمي واېس آف امرېکا ته ویلي د نوي حکومت د جوړښت لپاره تر اوسه پورې نېټه ټاکل شوې نه ده خو دا چې دا به ډېر زر وي.‌

نوموړي دا خبره د هغو رپورټونو په ځواب کې کړې چې ګنې د طالبانو تحریک به د جمعې په ورځ د خپل حکومت اعلان وکړي.‌

بلال کریمي د واشنګټن سره د کابل د راتلونکو اړیکو په حقله خوشبیني څرګنده کړې او ویلي د طالبانو اسلامي امارت د امریکې سره د خپل منځي احترام او برابرۍ په بنیاد ښه سفارتي، اقتصادي او تجارتي اړیکو خواهش لري.‌

22:58 3.9.2021

رویټرز: طالبان وايي پنجشیر یې ونیولو

رویټرز خبري ادارې د طالبانو له قوله ویلي چې طالب وسله والو پنجشیر ولایت ونیولو.

رویټرز وویل په سملاسي توګه ممکنه نه وه چې د نورو سرچینو نه د پنجشیر د نیولو د طالبانو د دعوې تصدیق وکړي شي.

د تېرو څو ورځو راهسې د احمد مسعود په مشرۍ کې د طالبانو د مخالفینو او د طالب وسله والو ترمنځ د پنچشیر په سر د جګړې رپورټونه مخې ته راځي.

د رویټرز د تازه رپور‌ټ نه وړاندې دواړو خواو یو بل ته د زیان رسولو دعوې کړي دي.

د جمعې په ورځ رویټرز خبري ادارې وویل دریو طالب سرچینو ورته وویل چې طالبانو پنجشیر ونیولو او دا ډول یې په ټول افغانستان واک اختیار په ځای کړو.

بلخوا، د رویټرز ترمخه، د افغانستان پخواني نایب صدر امرالله صالح د افغانستان طلوع ټېلې وژن سره خبرو کې دا رپورټونه رد کړل چې هغه د ملک نه وتلی دی.

خپله امرالله صالح په ټوېټر یو وډیو پېغام شریک کړی چې هغه پکې وايي په پنجشیر کې دی، ملک یې نه دی پرېښودی او د هغه د ملک نه د وتلو خبر د دښمن پروپېګېنډه ده.

00:43 4.9.2021

طالبان پنجشیر د نیولو او امرالله صالح د مزاحمت دعوه کوي

د افغانستان پخواني نایب صدر امرالله صالح ویلي د طالبانو خلاف په پنجشیر کې مزاحمت دوام لري او دا چې هغه د افغانستان نه دی وتلی.
بلخوا رویټرز خبري ادارې د جمعې په ورځ د طالبانو د دریو سرچینو له قوله خبر ورکړو چې طالبانو پنجشیر ونیولو.

امرالله صالح د جمعې په ورځ بي بي سي خبري ادارې ته په لېږل شوي وډیو پېغام کې وویل هغه په پنجشیر کې دی او د افغانستان نه د هغه د وتلو رپورټونه بې بنیاده دي.

امرالله صالح وویل په سیمه کې صورتحال په اړه یې غونډې کړي او "هېڅ شک نشته چې صورتحال مشکل دی."

امرالله صالح وویل "مونږ د طالبانو، د دوی د القاعده ملګرو ،د سیمې د ترهګرو ډلو او د سیمې نه د بهر ترهګرو د حملې دلاندې یوو."

هغه وویل پاکستان د دوی په ضد د حمله کوونکو ډلو ملاتړ کوي.

امرالله صالح وویل "مونږ مزاحمت لروو. مزاحمت به تسلېمیږي نا، ترهګرۍ ته به سر نه ټیټوي."

02:09 4.9.2021

اېنتني بلېنکن: د ضروري مسلو په لړ کې د طالبانو سره رابطه کې یوو

د امریکې خارجه وزیر اېنتني بلېنکن ویلي د امریکې حکومت د ضروري مسلو په لړ کې د طالبانو سره او په افغانستان کې پاتې امریکايي شهریانو سره په مسلسل رابطه کې دی.

بلېنکن د جمعې په په خارجه وزارت یا سټېټ ډپارټمنټ کې خبریالانو ته وویل په اهم مسلو طالبانو سره د رابطې لارې دوامداره ساتل شوي دي.

د رویټرز خبري ادارې ترمخه بلېنکن وویل د امریکې خارجه وزارت د هغو امریکايي شهریانو سره هم په رابطه کې دی چې لا په افغانستان کې دي او د هغه ځای څخه وتل غواړي. هغه زیاته کړه امریکايي چارواکي په افغانستان کې پاتې امریکايي شهریانو ته هدایات ورکوي او زیاتره هم هغه کسان دي چې د افغانستان او امریکې غبرګ شهریت لري.

د رویټرز خبري ادارې ترمخه بلېنکن وویل د امریکې خارجه وزارت د هغو امریکايي شهریانو سره هم په رابطه کې دی چې لا په افغانستان کې دي او د هغه ځای څخه وتل غواړي
د رویټرز خبري ادارې ترمخه بلېنکن وویل د امریکې خارجه وزارت د هغو امریکايي شهریانو سره هم په رابطه کې دی چې لا په افغانستان کې دي او د هغه ځای څخه وتل غواړي

بلېنکن وویل هغه به د اتوار، يکشنبې، په ورځ قطر ته ورځي او د افغانستان نه د انخلا په لړ کې د مرستې دپاره د قطر د حکومت شکریه به ادا کوي.

بلېنکن به په قطر او جرمني کې د افغانانو سره هم ملاقاتونه کوي.

نور کتل

XS
SM
MD
LG