لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر
سېنېټرې ماریه کېنټوېل وویل "مونږ ته معلومه ده چې په افغانستان کې ډیر خلک اېسار دي او دې ته اړتیا لري چې امریکا دوی د مرستې دپاره کوښښونه جاري وساتي.
سېنېټرې ماریه کېنټوېل وویل "مونږ ته معلومه ده چې په افغانستان کې ډیر خلک اېسار دي او دې ته اړتیا لري چې امریکا دوی د مرستې دپاره کوښښونه جاري وساتي.

د کانګرس یو شمېر غړي غواړي امریکا دې په افغانستان کې د پاتې افغانانو په راوېستلو کې مرسته وکړي

22:54 7.9.2021

د امریکې خارجه وزیر به د کانګرس ډلې ته د افغانستان په اړه وېنا کوي

د امریکې خارجه وزیر اېنتني بلېنکن به اینده هفته د کانګرس هغې ډلې ته خپل بیان ورکوي چې افغانستان نه د امریکايي ځواکونو انخلا او په دې بهیر کې ګډوډۍ ته کتنه کوي.

د صدر جوبایډن د واکمن ډېموکرېټک پارټۍ د کانګرس ځینې غړي او د حزب اختلاف ريپبلېکن پارټۍ د کانګرس غړي افغانستان نه د امریکايي ځواکونو، امریکايي شهریانو او افغان اتحادیانو د راوېستلو په طریقه کار تنقید کوي.

خو صدر بایډن افغانستان نه د امریکې د انخلا په کلکه دفاع کوي.

صدر بایډن
صدر بایډن

د وي او ای د رپورټ ترمخه د صدر بایډن په تګلاره تنقید پس له هغې نور هم زیات شو چې د اګست په 26 نېټه د کابل هوايي ډګر سره نژدې د اعش په حمله کې د 169 افغانانو ترڅنګ 13 امریکايی عسکر ووژل شوو.

د وي او ای رپورټ وايي بلېنکن رضامندي څرګنده کړې چې د اینده نهې، سه شنبې، په ورځ به د سېنټ د خارجه تعلقاتو کمېټۍ ته خپل بیان ورکړي.

01:10 8.9.2021

په افغانستان کې په زور د واک تر لاسه کولو نزدې ۲۳ ورځې وروسته، طالبانو يوه داسې لنډ مهاله کابینه اعلان کړې چې غړي يې ټول طالبان دي او د ټولشموله حکومت نښې نښانې نه لري.

په لنډ مهاله کابينه کې ښځې غړيتوب نه لري او نه هم د افغانستان کومه پېژندلې سياسي څېره يا شخصیت د وزیر يا مرستیال وزیر په توګه ګمارل شوی دی.

په طالبانو د لومړي سر نه فشار وو چې ټولشموله حکومت جوړ کړي او د ښځو حقونه ومني. طالبانو وړاندې ویلي وو چې ښځې ته به د وزیر رتبه نه ورکول کېږي.

د افغانستان پخواني وزير علي احمد جلالي وي او اې ته د طالبانو د کابینې په اړه ویلي چې دا د سخت دریزو حکومت دی. هغه ویلي په طالبانو د پاکستان لخوا فشار وو چې زر حکومت جوړ کړي خو وايي طالبانو د حکومت سازۍ لپاره امادګي نه لرله ځکه چې خپل منځي اختلافونه لري.

نور تفصیل په دې لاندې رپوټ کې لوستلی شئ:

16:00 8.9.2021

امریکې او ملګرو ملتونو د طالبانو په کابېنه تشویش څرګند کړی

امریکې او ملګرو ملتونو دطالبانو په کابېنه کې دښځو په نه شتون اندېښنه ښکاره کړې ده اؤ وایي افغانستان کې تلپاتې سوله اؤ ثبات ټولو خواؤ ته دهغوئ په حقونو ورکولو ته اړتیا لري.

طالبانو د نهې/ سه شنبې په ورځ (7 سېپټمبر) خپله لنډ مهاله کابينه اعلان کړه خو په کابېنه کې ښځې یا لږکۍ نمایندګي نه لري.

د طالبانو په کابينه کې داسې کسان شته چې د ملګرو ملتونو او امریکا په تورو لېسټونو کې شامل دي او د ځینو په سر مغربي ملکونو انعامونه هم اعلان کړي دي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو استازې دفتر یوناما وویل په افغانستان کې مستقل امن او ثبات ټول شموله حکومت ته اړتیا لري.

د امریکې د بهرنیو چارو وزارت هم په يوه اعلاميه کې د طالبانو په کابینه اندېښمني څرګنده کړه. وزارت په یو بیان کې وویل د طالبانو د کابېنې په خپاره شوو نومونو کې يوازې د طالبانو غړي يا د دوی نزدې همکاران دي او ښځې پکې نشته.

دنړۍ یو شمیر نورو هیوادونو اؤ دټولنیزو رسنیو فعالینو هم د دولت کابینه کې ښځو ته په نمایندګۍ نه ورکولو اندېښنې ښودلي اؤ دا یې د طالبانو لخوا د ټول شموله حکومت دژمنې څخه سرغړونه بللې ده خو طالبانو لا دې غبرګونونو ته هیڅ ځواب نه دی ویلی.

18:34 8.9.2021

په کابل کې افغان مېرمنو خپلو حقونو د تحظ دپاره په پېنځمه ورځ هم مظاهره وکړه

په افغانستان د طالبانو د واکمنۍ تر لاندې د خپلو حقونو د تحفظ په غرض ګڼ شمېر مېرمنو په کابل کې د شورو، چهارشنبې، په ورځ هم مظاهره وکړه، په دې موقع طالبانو یوشمېر خبریالان ونیول په افغانستان کې د ملګرو ملتونو استازي دفتر یوناما وویل د رای ازادي او پرامنه احتجاج د خلکو بنیادي حق دی.

د وي او ای اشنا څانګې د رپورټ ترمخه په کابل کې پرله پسې په پېنځمه ورځ احتجاج دپاره په لسګونو مظاهره کوونکي مېرمنې د کابل په دشت برچي برخه کې جمع شوي وې او د مزاري چارسو په لوري یې تګ غوښتلو چې طالبانو ودرولې او هم په دغه ځای یې احتجاج ختم کړو.

د احتجاج کوونکو په وېنا د مظاهرې په موقع طالبانو اته خبریالا ونیول چې وروسته پرېښودل شوو.

د طالبانو ترجمان ذبیح الله مجاهد د طالبانو د موقتي کابېنې اعلان وکړو
د طالبانو ترجمان ذبیح الله مجاهد د طالبانو د موقتي کابېنې اعلان وکړو

د روزنامه اطلاعات روز اېډیټر ذکي دریابي وویل د روزنامې پېنځه خبریال یې د لږ وخت دپاره اېسار کړی شوي وو چې وروسته ازاد شول.

په کابل کې د شورو، چهارشنبې، په ورځ د ښځو د احتجاج نه یوه ورځ وړاندې طالبانو د خپل حکومت موقتي کابینه اعلان کړه چې څېړونکي وايي مېرمنې او اقلیتونه پکې نمایندګي نه لري.

امریکې او ملګرو ملتونو د طالبانو په کابینه کې د ښځو په نشتوالي تشویش څرګند کړی دی.

یوه ورځ وړاندې هم په کابل کې ښځو او سړو مظاهره کړې وه چې پکې د پاکستان په ضد هم شعارونه پورته کړی شوي وو.

نور کتل

XS
SM
MD
LG