د سي ايي ای مشر د پاکستان د پوځ مشر سره په افغانستان خبرې کړي
د امریکايي استخباراتي ادارې سي ايي ای مشر وېلیم برنز د پاکستان د پوځ مشر جنرل قمر جاوېد باوجوه او د ايي اېس ايي مشر لېفټیننټ جنرل فېض حمید سره د افغانستان په موضوع خبرې کړي دي.
د پاکستان د پوځ مطبوعاتي ادارې پاکستاني مامورینو سره د ښاغلي برنز د ملاقاتونو په اړه وویل چې په سیمه کې د امن او ثبات او د افغان ولس د سوکاله مستقبل دپاره به پاکستان د خپلو نړیوالو همکارانو سره همکاري دوامداره ساتي.
د وي او ای د رپورټ ترمخه پاکستاني پوځي مامورینو سره د برنز په خبرو کې افغانستان نه د امريکايي انخلا په اړه هم خبرې وشوې او پاکستان د پوځي بیان وویل د سي ايي ای مشر په د انخلا په لړ کې د پاکستان د مرستې ستاینه وکړه.
پاکستان ته د برنز د سفر نه وړاندې هغه په نوي دلي کې هندي مامورینو سره لیده کاته وکړل او تېره میاشت یې په کابل کې د طالبانو د سیاسي څانګې مشر ملا عبدالغني برادر سره هم ملاقات کړی.
د ملګرو ملتونو لپاره د امریکې سفیر جېفري ډي لارنټس د زیارت- پنجشنبې په ورځ د امنیتي شورا غونډې ته ويلي که چرته په افغانستان کې نوی حکومت خپلې وعدې او ذمه وارۍ سرته ورسوي نو امریکا به ورسره کار وکړي.
ښاغلی جېفري وایي که د طالبانو حکومت خپل ملک او سیمې ته زیات ثبات راوړي، په حکومت کې د افغانستان د ټولو قامونو نماېندګي یقیني کړي او په تېرو دوو لسیزو کې ترلاسه کړو ګټو تحفظ وکړي امریکا ورسره کار کولو ته تیاره ده خو نوموړي خبرداری ورکړی چې امریکا تش د اعتماد په نوم د طالبانو سره کار نه شي کولی.
جېفري ډي لارنټس ووېل،”که چرته طالبان غواړي چې د هغوي واکمنۍ ته دې په نړیواله توګه قانوني حېثیت ورکړی شي او ورسره دې مرستې وکړی شي نو زمونږ پېغام ډېره واضحه دی چې څه قسم قانوني حېثیت او مرسته به په عملي ګامونوګټلی کیږي. “
د پاکستان سره تعلق لرونکې د امن نوبل انعام ګټونکې ملالې یوسفزۍ د ملګرو ملتونو امنیتي شورا غونډې ته د ویډیو لنک د لارې وینا کې وېلي چې دوی ته د افغان جینکو او ښځو تحفظ یقیني کول پکار دي.
ملالې ویلي ، ” صرف ویناګانې پوره نه دي. د طالبانو حکومت دې د ښځو او جینکو د حقونو تحفظ او ګارنټي ورکړي. “
طالبانو په وروستیو ورځو کې ویلي چې دوی به د اسلامي قانون لاندې د ښځو د حقونو ساتنه کوي خو تراوسه پورې دا واضحه نه ده چې دغه ساتنه به څنګه وي، ځکه چې د طالبانو په 33 کسیزه حکومتي کابینه کې یوه ښځه هم نه شته.
ملګرو ملتونه په مظاهره کوونکو د طالبانو د تشدد غندنه کړې، وايي تراوسه څلور کسان وژل شوي
د انساني حقونو دپاره د ملګرو ملتونو دفتر په مظاهره کوونکو د طالبانو د قدغنونو او د تشدد غندنه کړې ده او ویلي يې دي چې تراوسه پورې په مظاهرو کې د څلورو کسانو د وژل کېدو تصدیق شوی دی.
په کابل د طالبانو د واک نه پس په کابل او د افغانستان په ګڼو نورو ښارونو کې زیارتره ښځو د خپلو حقونو د تحفظ دپاره مظاهرې کړي دي.
په جنیوا کې د ملګرو ملتونو دفتر وویل د ادارې څارنه کوونکي وايي د خطراتو باوجود افغان مېرمنو په ورستیو ورځ کې لکه د تعلیم، روزګار، په ټولنیز ژوند کې د برخه اخیستلو او د حرکت د ازادۍ په شان د خپلو بنیادي حقونو دفاع دپاره احتجاجونه کړي دي.
د ملګرو ملتونو د انساني حقونو دفتر ترجمانې روینا شامداساني وويل په افغانستان کې کېدونکي مظاهرو ته د انسان د حقونو نویوال قانون دلاندې تحفظ ترلاسه دی خو د دې باوجود یې په ضد طالبانو سخت ګامونه اخیستلي دي.
د ملګرو ملتونو ترجمانې ووېل لیدل شوي دي چې طالبانو ډزې کوي چې رپورټونه وايي دغه هوايي ډزې دي خو په مظاهرو کې خلک وژل شوي، وهل شوي هم دي او د مظاهره کوونکو په لټون کې کور په کور تلاشۍ هم شوي دي.
دا هفته طالبانو په احتجاجونو پابندي ولګوله او ویې وېل چې د مظاهرو دپاره به اجازت اخیستل کېږي، د مظاهرو د شعارونو او مقصد نه طالبان خبرول کېږي.
شامداساني دفتر یې داسې رپورټونه ترلاسه کړي د مېرمنو د حقونو فعالان او د مظاهرو خبرونه ورکوونکي خبریالان ګرفتار کړی شوي او په بې دردۍ وهل شوي وي. هغې ووېل د څلورو کسانو د وژل کېدو تصدیق شوی دی خو ممکنه ده چې دغه شمېره زیاته وي.
د مطبوعاتو په اړه د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد په خپل اولني خبري کانفرنس کې ویلي وو چې مېډیا به ازاده وي او د اسلامي شریعت د اصولو سره سم به بې طرفه او د قامي ګټو لپاره کار کوي.