لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر
سېنېټرې ماریه کېنټوېل وویل "مونږ ته معلومه ده چې په افغانستان کې ډیر خلک اېسار دي او دې ته اړتیا لري چې امریکا دوی د مرستې دپاره کوښښونه جاري وساتي.
سېنېټرې ماریه کېنټوېل وویل "مونږ ته معلومه ده چې په افغانستان کې ډیر خلک اېسار دي او دې ته اړتیا لري چې امریکا دوی د مرستې دپاره کوښښونه جاري وساتي.

د کانګرس یو شمېر غړي غواړي امریکا دې په افغانستان کې د پاتې افغانانو په راوېستلو کې مرسته وکړي

23:04 20.9.2021

وایټ هاوس: صدر بایډن په کابل کې د ډرون حملې د مکمل تحقیقاتو ملاتړ کوي

د امریکې صدر جوبایډن تېره میاشت په کابل کې د هغه ډرون حملې د مکمل تحقیقاتو ملاتړ کوي چې پکې تر لسو پورې ملکي کسان وژل شوي دي. د رویټرز خبري ادارې ترمخه دغه خبره د وایټ هاوس ترجمانې کړې ده.

جېن ساکي د ګل، دوشنبې، په ورځ د کابل ډرون حملې په اړه وویل دا په خطا کې شوي وه.

د جمعې په ورځ د امریکې د پوځ مرکزي کمانډ مشر جنرل فرېنک مېکېنزي چې په افغانستان کې هم د امریکايي ځواکونو مسولیت په غاړه لري، تېره میاشت په کابل کې په ډرون برېد کې ملکي کسانو په وژل کېدو بخښنه وغوښوته او برید یې تېروتنه وبلله.

جېن ساکي
جېن ساکي

مېرمن ساکي زیاته کړه چې صدر بایډن ته د جمعې په ورځ د دغه ډرون برید په اړه معلومات ورکړی شوو.

د ډورن حملې نه وړاندې د کابل هوايي اډې سره نژدې د داعش په حمله کې د 13 امریکايي عسکرو تر څنګ تر 169 افغانان وژل شوي وو.

امریکايی مامورینو د ډورن حملې په اړه ویلي وو چې هدف یې د داعش ځانمرګي حمله کوونکی وو خو ځايي مطبوعاتو او طالب چارواکي پکې د ملکي کسانو د وژل کېدو خبره کړې وه.

جنرل مېکېنزي تېره هفته خپل بیان کې ويلي وو چې په ډرون حمله کې د وژل شویو کسانو تعلق د داعش سره نه و.

15:54 21.9.2021

ای پي: طالبانو نایب وزیران وګمارل خو یوه مېرمن هم پکې نشته

د افغانستان طالبانو د نهې، سه شنبې، په ورځ په کابینه کې د ګمارل شویو نایب وزیرانو فهرست جاري کړو چې اېسوسي اېټېډ پرېس خبري اداره وايي یوه مېرمن هم پکې نشته سره د دې چې د طالبانو په کابینه کې د مېرمنو په نشت والي نړیوالې ټولنې تشویش څرګند کړی دی.

د نایب وزیرانو د نومونو فهرست د طالبانو ترجمان ذبیح الله مجاهد په کابل کې د خبري کانفرس په مهال اعلان کړو.

ای پي په خپل رپورټ‌ کې وايي چې د نایب وزیرانو فهرست دې خبرې ته اشاره کوي چې په نړیواله کچه تنقید هم د طالبانو دریځ نه دی بدل کړی او سره د دې چې د ټول شموله حکومت جوړولو او د مېرمنو د حقونو د ساتنې لوظونه یې کړي وو طالبان په خپله سخته دریځه لار روان دي.

ذبیح الله مجاهد
ذبیح الله مجاهد

ای پي وايي نړیوالې ټولنې خبرداری کړی خو د طالبانو د چلند جاج به دوی د خبرو په ځای د دوی د ګامونه نه اخیستل کېږي او د طالبانو حکومت تسلیمېدل به د ښځو او د اقیلتونو د تحفظ سره مشروط وي.

رپورټ وايي د 1990 د لسېزې په تېر حکومت کې طالبانو مېرمنې د تعلیم، کارروزګار او په ټولنیز ژوند کې د شرکت نه منع کړې وې.

ای پي وايي د یوې پوښتنې په ځواب کې ذبیح الله مجاهد د خپلې کابېنې دفاع وکړه او ویې وېل په دې لکه د هزاره ټولنې په شان نور قومونه هم نمایندګي لري او مېرمنې به په کابینه کې وروسته شاملول کېږي.

17:27 21.9.2021

قرېشي: یو هېواد هم په بېړه کې نه دی چې طالبان ومني

د پاکستان خارجه وزیر شاه محمود قرېشي ویلي یو ملک هم په بېړه کې نه دی چې په افغانستان د طالبانو واکمني په رسمیت تسلیم کړي.

ښاغلي قرېشي د ګل، دوشنبې، په ورځ په نیویارک کې د خبریالانو سره خبرو کې دا هم وویل چې په افغانستان کې د اقتصادي کړکېچ د مخنیوي په خاطر دې د هېواد منجمد شوي په مېلینونو ډالر ازادې کړی شي.

د ای اېف پي خبري ادارې ترمخه د پاکستان خارجه وزیر طالبانو سره د نړیوالې ټولنې د رابطو ساتلو حمایت وکړو خو و یې وېل چې په دې پړاو یو ملک هم په بېړه کې نه دی چې طالبان د افغانستان رسمي حکمرانونو په څېر تسلیم کړي.

شاه محمود قرېشي وویل "که چېرې طالبان غواړي چې ومنل شي نو پکار ده چې دوی نړیوال نظر ته حساسیت ولري."

ذبیح الله مجاهد
ذبیح الله مجاهد

نړیوالې ټولنې د طالبانو په موقتي کابینه د تشویش څرګند کړی دی چې پکې مېرمنې نمایندګي نه لري.

د نهې، سه شنبې، په ورځ طالبانو په کابینه کې د نایب وزیرانو نومونه هم اعلان کړل خو په دغه فهرست کې هم مېرمنې نمایندګي نه لري.

د اېسوسي اېټېډ پرېس خبري اداره په خپل رپورټ‌ کې وايي چې د نایب وزیرانو فهرست دې خبرې ته اشاره کوي چې په نړیواله کچه تنقید هم د طالبانو دریځ نه دی بدل کړی او سره د دې چې د ټول شموله حکومت جوړولو او د مېرمنو د حقونو د ساتنې لوظونه یې کړي وو خو طالبان په خپله سخته دریځه لار روان دي.

ای پي وايي نړیوالې ټولنې خبرداری کړی خو د طالبانو د چلند جاج به دوی د خبرو په ځای د دوی د ګامونه نه اخیستل کېږي او د طالبانو حکومت تسلیمېدل به د ښځو او د اقیلتونو د تحفظ سره مشروط وي.

د طالبانو په کابینه کې د نایب وزیرانو اعلان د طالبانو ترجمان ذبیح الله مجاهد په کابل کې د خبري کانفرنس په مهال وکړو.

ای پي وايي د یوې پوښتنې په ځواب کې ذبیح الله مجاهد د خپلې کابېنې دفاع وکړه او ویې وېل په دې لکه د هزاره ټولنې په شان نور قومونه هم نمایندګي لري او مېرمنې به په کابینه کې وروسته شاملول کېږي.

شاه محمود قرېشي وویل د طالبانو مثبت رجحانات یې هم لیدلي چې د هغه په قول پکې د عامې معافۍ اعلان او په کابینه کې د اقلیتي قومونو غړو ته نمایندګي شامل دي خو ای اېف پي وايي فعالان او عیني شاهدین وايي د طالبانو د لوظونو نه ځمکني حقیقتونه بدل دي اوپه غیر اعلانیه ډول مېرمنې د تعلیم او د روزګار نه لېرې کولی شي.

20:29 21.9.2021

صدر بایډن: نړۍ توقع لري چې طالبان به د انساني حقونو احترام کوي

د امریکې صدر جوبایډن ویلي نړۍ توقع لري چې طالبان به د نړیوالو انساني حقونو احترام کوي.

د ملګرو ملتونو د جنرل اسمبلۍ یا عمومي شورا 76 غونډې ته د نهې، سه شنبې، په ورځ تقریر کې صدر بایډن وویل د ملګرو ملتونو امنیتي شورا یا سکیورټي کاونسل د یو قرارداد دلارې د افغان ولس سره په اینده کې د مرستې تګلاره ټاکلې ده.

صدر بایډن وویل د سېکیورټي کاونسل په دغه قرارداد کې هغه توقعاتو هم په ځای کړی شوي دي چې د نړیوالو انساني حقونو په لړ کې به د طالبانو نه پوښتنه کېږي.

کله چې صدر بایډن د افغانستان ذکر کولو نو په ټېلې وژن د ملګرو ملتونو په تالار کې د افغانستان د استازو چوکۍ ښکاره شوې چې د یوې مېرمن په شمول پې ځېنې استازي ناست لېدل کېدل او په لوحه د افغانستان نوم لیکل شوی و.

صدر بایډن وویل که په افغانستان او که د نړۍ په نورو برخو کې وي، نړیوالې ټولنې ته پکار دي چې د مېرمنو او اقلیتونو د تحفظ دپاره غږ پورته کړي چې مېرمنو وکړي چې په سماجي، اقتصادي او سیاسي هلو ځلو کې د خپلو صلاحیتونونه کار واخلي.

صدر بایډن تېره میاشت په کابل کې د داعش په حمله کې د 13 امریکايي عسکرو او قربیاً 200 افغانانو د وژل کېدو ذکر وکړوه. هغه وویل هر څوک د ترهګرۍ نه متاثر شوي دي.

صدر بایډن وویل امریکا به نوي صلاحیتونو دلارې د ترهګرۍ مخه نیسې او ترهګرو ته به ماتی ورکوي.

صدر بایډن وویل "د نن نړۍ د 2001 دنیا نه ده. امریکا اوس هغه ملک نه دی چې شل کاله مخکې په مونږ د ناین الېون حملو په وخت و. نن مونږ د ترهګرۍ معلومولو او د مخنیوي بهتر صلاحیت لروو."

صدر بایډن وويل چې نړیواله ټولنه باید مسلې او تاوتریخوالی د تشدد په ځای د خبرو دلارې حل کړی شي.

هغه اسرایل سره د امریکې حمایت تکرار کړو او و یې وېل په منځني ختیځ کې د اسرایل تر څنګ د فلسطيني ریاست د قیام ملاتړ کوي خو هغه زیاته کړه "مونږ د دې هدف نه لا لرې یوو."

هغه وویل ایران به اېټمې وسلو ترلاسه کولو ته نه پرېږدي. هغه وویل که ایران د کال 2015 اېټمي معاهدې پابندي شروع کړه نو امریکا به یې هم پابندي کوي. بایډن وویل حکومت یې د ایران اېټمې معاهده کې د بیا شاملېدو خواهش لري.

نور کتل

XS
SM
MD
LG