لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر
سېنېټرې ماریه کېنټوېل وویل "مونږ ته معلومه ده چې په افغانستان کې ډیر خلک اېسار دي او دې ته اړتیا لري چې امریکا دوی د مرستې دپاره کوښښونه جاري وساتي.
سېنېټرې ماریه کېنټوېل وویل "مونږ ته معلومه ده چې په افغانستان کې ډیر خلک اېسار دي او دې ته اړتیا لري چې امریکا دوی د مرستې دپاره کوښښونه جاري وساتي.

د کانګرس یو شمېر غړي غواړي امریکا دې په افغانستان کې د پاتې افغانانو په راوېستلو کې مرسته وکړي

21:55 24.9.2021

په امریکا کې د افغانستان د پېسو منجمد کېدو خلاف په کابل کې مظاهره وشوه

په کابل کې سلګونو کسانو د جمعې په ورځ د امریکې د هغه اقدام په ضد مظاهره کړې چې د افغانستان په اربونو ډالره یې منجمد کړې دي‌ او د طالبانو حکومت ته یې نه ورکوي.

د افغان مسلمانانو (نجم) نوم تنظیم دا مظاهره په داسې حال کې کړې چې افغانستان له اقتصادي ستونځو سره مخ دی.

مظاهره کوونکو په لاسونو کې بېنرونه او شعارپاڼې را اخیستې وې، چې پرې له امریکې څخه د د افغانستان د پیسو د ازادولو غوښتنې لیکل شوې وې او پر یوه شعارپاڼه لیکل شوي وو:

"د افغانستان د کنګل شویو پیسو د خلاصېدو په اړه دې اسلامي هېوادونه خپل غږ پورته کړي".

احتجاج کوونکو وویل امریکې چې کومې پیسې ځنډولې یا کنګل کړې دي هغه د طالبانو نه بلکې د افغانانو دي او وایي د دغو پیسو له بندېدو سره د افغانستان خلک له ډېرو ستونځو سره مخ دي.

امریکې ویلي د طالبانو په ځای به د غېرحکومتي امدادي ادارو دلارې افغان ولس سره مرستو ته دوام ورکوي

03:38 27.9.2021

ه افغانستان کې د طالبانو حکومت د اتوار/یکشنبې په ورځ له خارجي ائیرلاینونو (هوایي شرکتونو) نه وغوښتل چې کابل ته دې خپل تجارتي مسافر وړونکي پروازونه بېرته پیل کړي. طالبانو ویلي چې په کابل ائیرپورټ کې مخ ته راغلي مشکلات اوس حل شوي او هوايي ډګر "پوره فعاله دی".

کله چې وي او اې د پاکستان انټرنشنل ائیرلاینز (پي آئي آې) له یو ترجمان نه په دې اړه پوښتنه وکړه، نو هغه وویل چې د دوی سرکاري کمپنۍ آمادګی لري چې د اسلام آباد او کابل ترمنځ پروازونه پیل کړی، خو په افغانستان کې شرایط اوس هم برابر ندي او هلته کې د فعالیت دپاره د انشورنس (بیمې) رېټ ډېر جګ دی.

نور تفصیل په دې رپوټ کې لوستلی شئ:

03:39 27.9.2021

د اېټلي خارجه وزیر لوئیجي ډي مایو د اتوار/یکشنبې په ورځ وویل چې په افغانستان کې د طالبانو جوړ حکومت، تسلیمدلی (په رسمیت پېژندلی) نشي، خو هغه په بهرنیو حکومتونو غږ وکړ چې په افغانستان کې د یوې اقتصادي ماتې مخه ونیسي، داسې یوه اقتصادي ماته چې د وجې به یې د کډوالو لویې جوپې راپیدا شي.

اېټلي سرکاري ټلوېژن (رای-۳) ته یې په خبرو کې ویلي: "د طالبانو د حکومت تسلیم کول ناممکنه خبره ده، ځکه د هغو په وزیرانو کې اوولس (۱۷) ترهګر شامل دي، او هلته د ښځو او جینکو د حقونو پرله پسې خلاف ورزي کیږي."

د دې خبر پوره تفصیل، په دې لاندې رپوټ کې ولولئ:

15:59 27.9.2021

طالبان په ملګرو ملتونو کې چوکۍ غواړي خو ناقدین وايي د ملګرو باغیان څنګه دغه حق لري؟

طالبان وایي په ملګرو ملتونو کې داستازي څوکۍ ترلاسه کول د دوئ حق دی ځکه نو داحق باید دوئ ته وسپارل شي خو ناقدین وايي طالبانو د ملګرو ملتونو د اصولو همېشه سرغړونه کړې ده نو څنګه بیا دغه حق غواړي؟

په قطر کې دطالبانو دسیاسي دفتر ویاند اؤ په ملګرو ملتونو کې دافغانستان داستازي څوکۍ ته نومول شوي ښاغلي سهیل شاهین وي او ای ډیوه سره یوه ځانګړې مرکه کې ویلي په ملګرو ملتونو کې دافغانستان څوکۍ د دوئ حق دی ځکه چې دټول افغانستان ولس د دوئ ترشا ولاړ دی اؤ ټولې سیمې هم دوئ سره دي خو برعکس مخالفین یې بیا په لاس کې هیڅ نه لري.

په ملګرو ملتونو کې د افغانستان موجوده استاز غلام اسحاقزی
په ملګرو ملتونو کې د افغانستان موجوده استاز غلام اسحاقزی

دامهال دملګرونو ملتونو د عمومي اسمبلۍ شپږ اويايمه غونډه روانه ده او ټاکل شوې ده چې نن (دوشنبه) به په ملګرو ملتونو کې د اشرف غني دحکومتي دورې استازی محمد اسحاق زی د افغانستان په نمایندګۍ خپل دريځ نړۍ ته وړاندې کوي.

نقادان پوښتنه راولاړوي چې کله طالب وسله والو دټوپک په زور د واک ترلاسه کولو مبارزه کوله هغه مهال یې دملګرو ملتونو هیڅ اصول نه مراعاتول چې له دې امله ملګرو ملتونو دوئ ترهګر ګرځولي اؤ بندیزونه یې پرې لګولي وؤ،خو نن چې طالبان په واک کې دي نو بیا په کومو سترګو اؤ دکوم اصول په اساس په دې نړیواله ټولنه کې داستازيتوب غوښتنه کوي؟

وي او ای ډیوه چې کله د سهیل شاهین څخه وپوښتل پر تاسو تورونه دي چې تراوسه مو دملګرو ملتونو هیڅ اصولو منلو ته غاړه نه ده اېښې،اوس ولې په دغه فورم کې استازیتوب غواړئ؟ سهیل شاهین وویل:

"په افغانستان کې چې په دې شلو کالو کې یوناما (ملل متحد) څومره کار کړی،هغه یې مونږ سره په همکارۍ کړی دی،که زمونږ همکاري نه وه هغوئ بلکل دا کار نه شو کولی"

نور کتل

XS
SM
MD
LG