لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

نیمروز کې د طالبانو د والي‌ دفتر ته نژدې 'ځانمرګی وېشتل شوی او درې طالبان ژوبل' دي


Nemroz
Nemroz

په افغانستان کې طالب چارواکي وايي چې د طالبانو د نیمروز د والي دفتر ته نژدې یو ځانمرګی په ډزو وېشتلی او په هغه پورې تړل شوي چاودېدونکي توکي «چاودېدلي او درې طالبان یې ژوبل» کړي.

په نیمروز کې د طالبانو والي محمد قاسم خالد په یو ویدویي پیغام کې منلي چې بریدګر «ځانمرګی» وو. په ټولنیزو رسنیو طالبانو د والي د خبرو ویدیو خپره کړې.

هغه وايي: ٫٫ د دښمنانو د پلان له مخې یو بریدګر راغلی وو او دلته ځای په ځای شوی وو. مخکې له دې چې دی خپل ځان ته انفجار ورکړي، له موږ سره چې کوم قهرمان مجاهدین او غازیان وو، د هغوی په ډزو کې بریدګر ووژل شو او له ده سره چې کوم توکي انفجاریه وو، هغه ته هم انفجار ورکړل شو. زه ښه یم او هېڅ مشکل نه شته، درې ملګري مو سطحي زخمیان دي چې هغوی مو شفاخانې ته د علاج لپاره واستول.٬٬

داسې ښکاري چې بریدګر ځان د طالبانو د دغه والي دفتر مخې ته رسولی وو. خالد ونه ویل چې «دښمنان یې» څوک دي او نه هم چا تر دې دمه د دغه برید ذمه واري منلی دی.

په ټولنیزو رسنیو کې ځینو خبریالانو لیکلي چې په برید کې نور تلفات هم شته، خو دا خبر لا دقیق شوی نه دی او په سیمه کې ازادې رسنۍ هم نه شته چې خبر تائید او یا رد وکړي.

طالبانو واک ته تر رسېدو مخکې په خپلو جګړو او بریدونو کې تر ډېره له ځانمرګو څخه کار اخیسته او له کومې ورځې چې دوی بیا واک ته رسېدلي، په دوی باندې ځینې ځانمرګي بریدونه شوي، چې د اکثریت مسئولیت یې د داعش-خراسان ډلې منلی دی.

تر دغه برید څو ورځې مخکې په کابل کې هم چاودنې وشوې چې یو شمېر ولسي افغانان یې ووژل او یو شمېر نور یې ژوبل کړل. داعش د کابل د چاودنې مسئولیت منلی وو.

طالبان ادعا کوي چې په افغانستان کې د داعش-خراسان ډله یې ځپلې ده، مګر د ملګرو ملتونو د امنیت شورا یوې کمېټۍ د خپل تېرکال په راپور کې ویلي وو چې «ترهګرې ډلې» په افغانستان کې د پخوا په پرتله له ډېرې ازادۍ څخه برخمنې دي او په افغانستان او سیمې کې د ترهګرۍ ګواښونه په زیاتېدو دي.

د افغانستان د مخکني حکومت مقاماتو ویل چې د طالبانو تر راتګ مخکې په افغانستان کې ۲۲ ترهګرې ډلې فعالې وې چې د یو شمېر کارپوهانو په وینا د ۲۰۲۱ داګست په میاشت کې د طالبانو له بیا واکمن کېدو وروسته افغانستان د هغوی لپاره د ارام په بستر بدل شوی.

د تېرکال په لومړیو کې د ګډ امنیتي تړون سازمان، چې روسیه یې مشره ده، وویل چې په افغانستان کې د داعش د خراسان ډلې د غړو شمېر ۶۵۰۰ ته رسېدلی او تر ډېره د بدخشان، کندز او تخار په ولایتونو کې ځای په ځای دي.

د وي او ای اشنا په مننه.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG