لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

رپورټ: مولانا فضل الرحمان، منیر اورکزۍ طالبانو سره مزاکرات د پاره قطر کې دي


د افغانستان صدر حامد کرزۍ، د پاکستان صدر آصف علي زرداري او د برطانيي وزیراعظم ډیوډ کیمرون تیره هفته برطانیه کې طالبانو سره د مزاکراتو په موضوع خبرې اترې کړې دي
د افغانستان صدر حامد کرزۍ، د پاکستان صدر آصف علي زرداري او د برطانيي وزیراعظم ډیوډ کیمرون تیره هفته برطانیه کې طالبانو سره د مزاکراتو په موضوع خبرې اترې کړې دي
د جمیعت علما الاسلام مشر مولانا فضل الرحمان او د قبائیلي سیمو د پارلیمان غړو د ډلې مشرمنیراورکزۍ د افغانستان طالبانو سره مزاکراتو د پاره د قطر سرښار دوحا ته رسیدلې دی.
د قطر گلف ټائمز ورځپاڼې د جمیعت الاسلام ترجمان مولانا امجد خان په حواله ویلي مولانا فضل الرحمان دوحه ته رسیدلې دی او هلته به درې ورځې تیروي.
د پاکستان ډان ورځپاڼې ویلي د مولانا فضل الرحمان قطر ته د تگ خبره د جمیعت علما الاسلام یو مرکزي رهنما حافظ حسین نوښار کې خبریالانو ته کړې ده خو دا يي نه ده څرگنده کړې چې مولانا فضل الرحمان د چا په نمائندگۍ قطر ته تللی دی.
د رپورټ ترمخه جمعت علما الاسلام افغانستان کې د امن په عمل کې اهم کردار ادا کوي او فضل الرحمان هم په دې لړ کې قطر ته رسیدلی دی. هغه وویل د افغانستان د مسلې حل یواځې د پوځي طاقت د لارې نشې کیدی.
خو د حافظ حسین احمد د بیان برخلاف د جی یو آئي ترجمان عبدالجلیل جان ویلي مولانا فضل الرحمان په شخصي دوره د هیواد نه بهرتللی دی.
افغان حکومت سره د مزاکراتو د پاره طالبانو قطر کې د دفتر پرانستلو وړاندیز وو خو تر اوسه دا نه معلومه چې آیا دغه دفتر پرانستلی شوی دی او که نا؟
گلف ټائمز ویلي د قبائیلي سیمو د پارلیماني غړو مشرحاجي منیر اورکزۍ هم د مولانا فضل الرحمان سره قطر ته راسیدلی دی. هغه خبریالانو ته ویلي دوحه کې به پاکستانیانو او د قطر چارواکو سره لیده کاته کوي.
منير اورکزی واي په قباېلي سيمه کرمه اېجنسۍ کې طالب کمانډرفضل سعيد ېې خپل دی. د ډيوه رېډېو پروگرام واشنگټن نه تر خېبره کې ښاغلي اورکزي په ځينو مسلو د طالبانو دفاع کړې. هغه دا نه مني تندلارو په بمي چاودنو، ځان وژونکو حملو ېا هدفي وژنو کې د دېرش زرو نه زیات کسان وژل شوي
قطر کې طالبانو سره د مزاکراتو خبر په داسې مهال راغلی چې رپورټونه وايي افغانستان نه د امریکائي ځواکونو د ستونیدو په وړمبي پړاؤ کې د ٢٥ ټرکونو کاروان پوځي سامان کراچۍ ته د رسولو په خاطر افغانستان ته پاکستان ته رارسیدلی دی.
د امریکې صدر براک اوباما ویلي د کال ٢٠١۴ پورې به د افغانستان نه د امریکائي عسکرو جنگي ډلې هیواد ته بیرته لاړلی شي.

ځانګړې ویډیوګانې

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او ای په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG