لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دافغان ځواکونو عملیاتو کې ۴٠ طالبان وژل شوي


دافغانستان په بیلابیلو ولایتونو کې د وسله والو مخالفینو په ضد دافغان ځواکونو لخوا دپیل کړل شوؤ عملیاتو لړۍ نوره هم چټک کړل شوې اؤ دافغانستان ددفاع وزارت وایي چې په تیر یو شواروز کې ۴۰ نور ترهګر وژل شوي اؤ ۳۵ ژوبل کړل شوي دي.

دافغان دولت د مخالفو ترهګرو په ضد دغه عملیاتو کې چټکتیا وروسته له هغې رامینځته شوې چې تیره میاشت افغان ولسمشر اشرف غني طالبانو ته د سولې پلان وړاندې کړو خو طالبان دسولې په دغه وړاندیز غلي پاتې شول.

دچهاشنبې په ورځ دافغانستان ددفاع وزارت پخپل یو بیان کې ویلي چې د افغانستان په ننګرهار، کاپیسا، غزني ، لوګر، خوست، ارزګان، زابل ، فراه ، بادغیس فاریاب، کندز او هلمند په ولایتونو کې په تیر یو شواروز کې افغان ځواکونو په مخالفینو چټک بریدونه کړي.

ددفاع وزارت په بیان کې دعوه شوې چې په دغو بریدونو کې ۴۰ ترهګر وژل شوي،۳۵ ژوبل شوي اؤ نهه نور ژوندي نیول شوي خو طالبانو لا ددغه دعوې پخپله خپل نظر نه دی څرګند کړی .

په افغانستان کې میشت دامریکایي اؤ ناټو ځواکونو کمانډر جنرال جان نیکلسن تیره اوونۍ کابل کې پخپله یوه وینا کې ویلي وؤ چې افغانستان کې د ترهګرو په ضد روانه جګړه کې دماتې خوړلو هډو تصور نه شي کیدلی.

جنرال نیکلسن دا خبرداری هم ورکړی چې سږکال به ګرد افغانستان کې دطالبانو،داعش اؤ القاعده په ضد بریدونو کې چټک والی ولیدل شي.

د روان کال په پیل کې طالبانو دافغانستان پلازمینه کابل د بریدونو لاندې نیولې وه یوازې دجنورۍ په میاشت کې یې کابل کې د درېوؤ سترو ترهګرېزو بریدونو دلارې په سوونو کسان وژلي اؤ ژوبل کړي وؤ.

ددغو برېدونو نه وروسته افغان ولسمشر اشرف غني هوډ څرګند کړی ؤ‌ چې طالبانو ته به د جګړې اؤ سیاست په دواړو میدانونو کې ماتې ورکولی شي

ځانګړې ویډیوګانې

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او ای په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG