امريکائي ورځپاڼې نيويارک ټائمز پخپل يو راپور کې دامريکائي اؤ اروپائي چارواکو له خُلې وئيلي دي چې دخپل افغان سيال حامد کرزي سره په معاملو دمايوسۍ وروستو صدر براک اوباما افغانستان څخه دامريکائي پوځيانو دوتلو د عمل په چټکولو غور کوي، چې ترمخه به يې په راتلونکي کال کې افغانستان کې هيڅ امريکائي عسکر نۀ وي.
ورځپاڼه ليکي صدر اوباما دکال ٢٠١٤م تر پايې افغانستان کې دپوځي موجوديت په خاتمه ژمن دى اؤ داوباما انتظاميې چارواکي افغان چارواکو سره ددغه نيټې څخه وروستو په يو وړوکي پاتې کيدونکي ځواک خبرې کوي.
ورځپاڼه وائي افغان صدر حامد کرزي دهغه په اړيکو کې تاؤتريخوالى تيره مياشت وروستو له هغې راغلى ؤ چې امريکا طالبانو سره په قطر کې دخبرو اترو شروع کولو هڅه وکړه
صدر حامد کرزي دغه خبرې رد کړې اؤ امريکا سره يې په هاغه اوږدمهاله امنيتي تړون مذاکرات اودرول چې ترمخه به يې امريکا ته د٢٠١٤م څخه وراخوا افغانستان کې دخپلو پوځيانو دساتلو اجازت وي.
ورځپاڼه ليکي دهاغو امريکائي اؤ افغان چارواکو له مخې چې ورته معلومات دي دصدر حامد کرزي اؤ اوباما ترمينځ دتاؤتريخوالي دراکمولو لپاره ترسره شوى يو ويډيو کانفرنس هم ګټور نۀ دى ثابت شوى.
ددغو سرچينو ترمخه صدر حامد کرزى تور لګوي چې امريکا طالبانو اؤ په پاکستان کې دهغوي دپلويانو سره ديو بيل تړون کولو لپاره هڅه کوي، چې ورسره افغانستان ددښمن دبريدونو په وړاندې يو کمزورى حکومت پاتې کيږي.
ښاغلي کرزي په تيرو وختونو کې هم دغه شان تورونه لګولي، خو دغه شان څرګندونې هغه افغانانو ته کړې وې نۀ چې صدر اوباما ته اؤ امريکائي صدر هغه ته په ياده کړې چې دصدر حامد کرزي حکومت ته داډاڼې ورکولو لپاره يو شمير امريکايانو خپل ژوند بائيللى.
دچارواکو ترمخه د٢٧م جون دويډيو کانفرنس څخه دمخه افغانستان کې د٢٠١٤م وروستو دامريکائي پوځيانو دنۀ پاتې کيدو اپشن زور نيولى ؤ