لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

کراچۍ څخه يو بل مهم تندروه کمانډر نيول شوی


د کراچۍ پوليسو دعوه کړې چې د القاعده سره تړاؤ لرونکې د لشکر جهنگوي ډلې غړی يې نيولی دی
د کراچۍ پوليسو دعوه کړې چې د القاعده سره تړاؤ لرونکې د لشکر جهنگوي ډلې غړی يې نيولی دی

کراچۍ د پاکستان تر ټول ستر اقتصادي ښار دی او دلته وخت په وخت د پوليس او نورو امنيتي ادارولخوا د القاعده او نورو تندروه ډلو د مهمه غړو د نيولو دعوې شوي دي

کراچۍ ــ
فضل عزيز

د کراچۍ پوليس چارواکو دعوه کړې ده چې القاعده سره تړاؤ لرونکې د لشکر جهنگوي ډلې غړی يې نيولی دی او نيول شوي کس مهمه رازونه ويلي دي . کراچۍ د پاکستان تر ټول ستر اقتصادي ښار دی او دلته وخت په وخت د پوليس او نورو امنيتي ادارولخوا د القاعده او نورو تندروه ډلو د مهمه غړو د نيولو دعوې شوي دي . د کراچۍ ښار د جنوبي سيمې د پوليسو مشر ډيوه رېډيو سره خبرو کې ويلي دغه کس ښار کې د روانو هدفي عملياتو په ترڅ کې نيول شوی دی .
د ښار د جنوبي سيمې د پوليسو مشر اېس اېس پي منير شېخ ډيوه ريډيو سره خبرو کې وويل پوليسو د بلوچ کالونۍ په سيمه کې دعملياتو په محال د لشکر جهنگوي ډلې غړی نيولی ، وسله يې ترلاسه کړې او ملزم په په تفتيش کې پوليس ته مهم رازونه څرگند کړي دي . " د ده نوم شېخ عادل عزيز دی خپل تړاؤ د لشکر جهنگوي ډلې سره ښايې او وايې چې د القاعده دپاره يې هم کار کړی دی " . نوموړي وويل نيول شوي کس ويلي چې د القاعده د طلعت حسېن سره يې اړيکي دي او هغه په سيند اوبلوچستان ايالت کې د القاعده مشري کوي . منير شېخ زياته کړه ملزم ويلي چې په کال ۲۰۰۷م کې ورته طلعت حسېن په بېنظير بهټو ملک ته د راتگ په محال د ځان مرگي بريد کولو ويلي وو، خو ده ورته انکار کړی وو او بيا د کارساز د پېښې روسته د دوۍ د ډلې دوه نور کسان رېحان او عظيم ورک دي لکه چې هغوۍ دغه بريد کړی وي .
ياده دې وي د کال ۲۰۰۷م د اکتوبر په مياشت کې چې پخوانۍ وزيراعظمه بېنظير بهټو هيواد ته راغله او قافله يې د کراچۍ په شاهراه فېصل سړک باندي کارساز ته اورسېده نو هلته پري چاؤدنې شوې وې او د ۱۵۰ نه زيات کسان پکې وژل شوي وو بېنظيربهټو پکې بچ پاتې شوې وه .
اېس اېس پې وويل عادل عزيز دا هم ويلي دي چې سکهر کې د ائې اېس ائې په دفتر باندي بريد هم طلعت حسېن پلان کړی وو . اوحملې دپاره يې د پنجاب صوبې د ډېره غازي خان سيمې نه نزدې شل کسان راوستي وو .
د سيند ايالت په سکهر سيمه کې د روان کال د جولائې په مياشت کې د پاکستان د اسختباراتي ادارې ائې اېس ائې په دفتر بريد شوی وو . او د چارواکو په وينا نهه کسان پکې وژل شوي وو چارواکو دعوه کړی وه چې څلور حمله کوؤنکې يې هم په مقابله کې وژلي وو .

پوليس افسر وويل نيول شوي کس ويلي چې په ۱۹۹۳کې يې په افغانستان کې د وسلې چلولو ټرېننگ حاصل کړی او بيا يې په کارروايانو کې برخه اخيستې ده . د منېرشېخ په وينا د دغه ملزم نيول ښار کې د روانو هدفي عملياتو لړۍ ده .
ياده دې وي کراچۍ ښار کې د امنيت دپاره د ستمبر د مياشتې په وړومبۍ لسيزه کې د وزيراعظم نواز شريف په مشرۍ کې د مرکزي کابينې غونډه شوي وه . او د کابينې په غونډه کې پرېکړه شوې وه چې ښار کې به د وران کارو پرضد هدفي عمليات کولی شي . پوليس چارواکي وايې تر اوسه پورې په ترسره شوؤ هدفي عملياتو کې د سياسي گوندونو او لاقانونه گرځول شوؤ ډلو دغړو په گډون د ۵۰۰۰ نه زيات مشکوک کسان نيولي شوي دي او ښار کې هدفي عمليات وس هم دوام لري .

ځانګړې ویډیوګانې

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او ای په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG