لاس رسیدونکی لینک

 
کراچۍ ته د واده لپاره تللې امریکایي مېرمنې د رسنیو پام ځانته اړولی
تازه خبر

کراچۍ ته د واده لپاره تللې امریکایي مېرمنې د رسنیو پام ځانته اړولی


د پاکستان په کراچۍ ښار کې د یوې امریکایي ښځې اونجیا انډریو رابنسن کیسې په دې وروستیو کې د رسنیو پام ځانته را اړولی دی.

د پاکستاني رسنیو د معلوماتو له مخې ۳۳ کلنې تور پوستې امریکایي ښځې رابنسن د ۱۹ کلن پاکستاني ځوان ندال احمد مېمن سره د انټرنیټ له لارې پېژندګلوي درلوده او د هغه سره د لیدو اؤ واده کولو لپاره د تېر کال د اکتوبر میاشت کې د پاکستان کراچۍ ښار ته راغلې ده.

خو د رسنیو په وینا مېمن وروسته له هغې رابنسن پرېښوده چې ویې ویل، کورنۍ یې د دوی په واده رضا نه ده.

د مېمن اوسنی ځای معلوم نه دی چې هغه چېرې دی خو پوليس او د سيمې خلک يې وايي چې کورنۍ يې د کراچۍ په ګارډن سيمه کې خپل اپارټمنټ تړلی او له دغه ځايه تللي دي.

د رابنسن کیسه هغه وخت عامه شوه کله چې ځايي فعال او یوټیوبر ظفر عباس دا موضوع په ټولنیزو رسنیو مخې ته راوړه.

د سيند صوبې ګورنر کامران خان ټیسوري هم په دې وروستیو کې په دې موضوع کې مداخله کړې ده، هغه د رابنسن د ویزې موده وغځوله او د هغې لپاره یې د بېرته تګ په خاطر د ټکټ بندوبست وکړ.

خو رابنسن د دې اونۍ په پیل کې امريکا ته د ستنېدو وړانديز رد کړو او د پولیسو د وینا له مخې، د مېمن د اپارتمنټ ودانۍ ته لاړه او هلته یې نږدې ۳۰ ساعته په پارکینګ کې تېر کړل، خو وروسته هغه د چیپا خیریه مرکز ته بوتلل شوه.

رابنسن په یوه مرکه کې وويل "زه هېڅکله ځان دوکه شوی نه احساسوم."

هغې زیاته کړه چې غواړي په پاکستان کې پاتې شي او د اونۍ لپاره پینځه زره ډالره غواړي، خو وروسته یې بیا وویل یو لک ډالر غواړي ، په دې کې شل زره د ځان لپاره اؤ نورې به په کراچۍ کې مصرف کړي.

دا لا روښانه نه ده چې دا پیسې له چا څخه غواړي، د پاکستان حکومت که له میمن څخه، خو نوموړې ویلي غواړي له خپل خاوند سره تر لیدنې وروسته دوبۍ ته لاړه شي.

د کراچۍ چارواکو ویلي چې رابنسن د مېمن خلاف رسمي شکایت نه دی درج کړی.

د کراچۍ د پوليسو یو مشر عارف عزیز وویل "موږ خبر شو چې یوه امریکایي ښځه په یوه ودانۍ کې د ځايي سړي د موندنې په غرض موجوده ده. ځوان سړی له خپل کوره تللی، خو څرنګه چې په دې قضیه کې کوم شکایت نشته او دا شخصي موضوع ده، زموږ ذمه واري یوازې د ښځې تر امنیت محدوده ده".

په کراچۍ کې د امریکايي قونسلګرۍ ویاند رسینو ته ويلي چې دوی د دې وضعیت څخه خبر دي خو د قوانینو له مخې پرې تبصره نه شي کولی.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند، شفقت علي خان، وویل چې دا موضوع د سيند صوبې ځايي چارواکو پورې اړه لري.

په ورته وخت کې په ټولنيزو رسنيو یو شمېر پاکستاني فعالانو رابنسن ته د واده وړاندیزونه کړي دي، خو ځینو نورو بيا په دغې تورپوستې امريکايي مېرمنې پسې د پچموزو ډک پوسټونه هم کړي دي.

د يادې امريکايي مېرمنې په اړه پاکستاني رسنیو ويلي چې ذهني ناروغي هم لري او له تېرو څو ورځو راهسې پرله پسې ويښه پاتې ده. پاکستاني رسنیو ويلي هغه په امريکا کې دوه اولادونه هم لري.

Forum

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG