لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

اېمنسټي انټرنېشنل په ګوادر کې د احتجاج کوونکو په نيولو اندېښنه ښکاره کړې


ګوادر کې احتجاج
ګوادر کې احتجاج

د بشري حقونو نړيوالې ادارې اېمنسټي انټرنېشنل د بلوچستان په ګوادر کې پر لويه کچه د احتجاج کونکو نيول او پر هغوی بنديزونو لګولو باندې اندېښنه ښکاره کړې، ادارې ويلي خلک د احتجاج کولو او د خپلې راې د څرګندولو حق لري.

د بلوچستان په ګوادر ښار کې د احتجاج کونکو د نيولو او د هغوی د احتجاج مخه نيولو پر ضد په کوټه او د بلوچستان په نورو ښارونو کې د جمعې په ورځ جماعت اسلامي احتجاجونه کړي دي.

احتجاج کونکو په ګوادر کې د "حق دو تحريک" د غړو د نيولو پر خلاف او په ګوادر کې پر احتجاج کونکو د پوليسو د لاټي چارج، اوښکې بهونکې ګېس استعمالول و غندل او د تحرک د تر 100 زياته نيول شوو غړو د خوشي کولو غوښتنه يې وکړه.

د بلوچستان په ګوادر ښار کې له تېرو دوو مياشتو را په هيسې و ګوادر ته حق ورکړی تحريک له لوري احتجاج روان دی او هلته يې پرلت هم وهلی و، د دې احتجاجي تحريک مشري د جماعت اسلامي ګوند فعاله مرکزي غړی مولانا هدايت الرحمان کوي، خو د مولانا په خبره چې د ګوادر احتجاج د ګوند نه بلکې د ګوادر د اولس احتجاج دی.

د ملک د ځينې نورو ښارونو په څېر د بلوچستان په سر ښار کوټه کې هم د جماعت اسلامي ګوند له لوري احتجاجي لاريون او غونډه شوې.

په احتجاج کې شريک د جماعت اسلامي ګوند مرستيال مشر عبدالکبير شاکرله ډيوه سره په خبرو کې وويل، په ګوادﺭ کې د حق دو تحريک د احتجاج کونکو د غوښتنو د منلو پر ځای حکومت احتجاج کونکي نيولي, ډبولي او د هغوی پر ضد يې مقدمې درج کړې دي، وايي حکومت له خلکو څخه د هغوی جمهوري حق اخيستی.

د ګوند غړي تور پورې کوي چې حکومت پر دوی تشدد کړی او د پوليسو د تشدد له لاسه په اورماړه ښار کې د تحريک يو غړي وژل شوی هم دی، حکومت د دې تن د وژنې د دعوې په اړه کوم دريځ ورکولو څخه ډډه کوي.

خو د پنج شنبې په ورځ د بلوچستان د کورينو چارو وزير مير ضيا لانګو په خبري کانفرنس کې ويلي وو.

ګوادر کې د حق غوښتنې تحريک او مولانا هدایت الرحمان د ګوادر شاوخوا سیمې بندي کړې دي، له مولانا سره خبرو لپاره وزیران ورغلي وو خو مولانا سنجیده نه وو، په ګوادر کې پرلت کونکو تېره ورځ حکومتي ځایونو ته د تاوان رسونې هڅه کړې وه، پولیس یې په ډبرو ویشتلي او وسله لرونکي احتجاج کونکو د پولیس پر یوه عسکر ډزې کړې او وژلی یې دی.

هغه ويلي وو حکومت د دوی 42 غوښتني منلې دي، پر ځینو کار روان دی، خو مولانا له سټېج څخه شر خوروي، ګوادر د پاکستان مستقبل دی، پرلت کونکو د چیني کارکونکو د تګ راتګ په لاره کې پرلت وهلی د چیني وګړو امنیت ډېر مهم دی ځکه مو پرلت ورختم کړی".

د احتجاج کونکو تر څنګ د ګوادر پوليسود جسارت نومي ورځ پاڼې رپورټر عبېد الله او د هغه درې ﺯامن هم نيولي وو.

د ګوادر د پريس کلب د خبريالانو له لوري له احتجاج کولو وﺭستو د خبريال درې زامن پرېښول شوي خو ياد خبريال لا هم د پوليسو په بند کي دی، د بلوچستان د خبريالانو مرکزي تنظيم، بلوچستان يونين آف جرنلسټ ( بي جې يو ) د خبريال عبېداالله نيول په سختو ټکو غندلی او له حکومت څخه يې ژر تر ژره د هغه د خلاسولو غوښتنه کړې.

په ګوادر کې د روانو حالاتو په اړه د بشري حقوقو نړيوالي ادارې ايمنيسټي انټرنېشنل پرخپل ټويټر پاڼه ليکلي، چې په ګوادر کې پر لويه کچه د احتجاج کونکو نيول او بنديزونه د اندېښنې وړ دي، د ادارې په خبره خلګ د احتجاج کولو او د خپلې راې د څرګندولو حق لري.

ايمنسټي انټرنېشل له حکومت څخه غوښتي چې خلکو ته دې اسانتياوې پېدا کړي.

د بلوچستان حکومت په ګوادر کې د يوې مياشتي لپاره دفعه 144 لګولې ده.

د حکوت له لوري په خپره شوې یوه اعلامیه کې ویل شوي چې د بلوچستان په ساحلي ښار ګوادر کې د امنیت د خرابېدو وېره پېدا شوې، د خلګو د امنیت خوندي ساتلو په موخه يې دفعه 144 لګولې ده.

اعلامیه زياتوي چې په ګوادر کې د یوې میاشتي لپاره، د وسلې نمايش، پرلت وهل ، احتجاج یا ریلۍ کول، پنځو یا تر پنځو زیاتو کسانو یو ځای کېدلو باندي پابندې ده.

د ګوادر احتجاج کونکي وايي، د ژوند له بنيادي اسانتياو څخه بې برخې دي ځکه احتجاج کولو ته اړ شوي.

ګوادر د نړۍ تر ټولو ژور قدرتي بندرګاه لري، د پاکستان او چين تر ميان د اربونو روپو اقتصادي پروژه (سي پېک) مرکز ګوادر ښار دی.

د پاکستان او چين حکومت په بيا بيا ويلي چې د سي پېک اقتصادي پروژه د ګوادر، بلوچستان او ټول پاکستان معاشي تقدير بلوي خو د ګوادر د احتجاج کونکو په وينا، له کلونو تېروېدو پس هم دوی د سي پېک په ګټه ندي خبر شوي او لاهم د ژوند له بنيادي اسانتياوو بې برخې دي.

  • 16x9 Image

    حفیظ الله ستوری شېرانی

    حفیظ الله ستوری شېرانی په بلوچستان کې د وي.او.اې ډیوه د خبریال په توګه کار کوي. هغه له بلوچستان پوهنتون څخه په جرنلزم او پښتو ادبیاتو کې ماسټرۍ کړې دي او له تېرو اوو کلونو راهیسې د جرنلزم په میدان کې کار کوي. شپږ کاله یې د پاکستان له (ډان) ټیلیویژن سره د خبریال په توګه کار کړی او په بېلابېلو ورځپاڼو کې یې کالمونه هم لیکلي دي. په بلوچستان کې د ډیوه رېډیو او ټیلویژن لپاره د ملټي مېډیا په برخه کې پر بېلابېلو سیاسي، کلتوري او ټولنیزو موضوعاتو رپوټونه جوړوي.

     

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:57 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG