لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

څېړونکي: د انتخاباتو شېډول د اعلانېدو وروسته د پاکستان د ونډو بازار تر 11 فيصده زيات غورځيدلی


کارپوهان زياتوي چې په تيره يوه مياشت کې د ونډو بازار په تيزۍ په بره روان وو او په 66247 پواېنټونو د ريکاډ کچې ته بره ختلې و خو د انتخاباتو شېډول جاري کيدو ورسته د 7256 پواېنټونو د کمي سره په مجموعي توګه 11 فيصده غورځيدلی
کارپوهان زياتوي چې په تيره يوه مياشت کې د ونډو بازار په تيزۍ په بره روان وو او په 66247 پواېنټونو د ريکاډ کچې ته بره ختلې و خو د انتخاباتو شېډول جاري کيدو ورسته د 7256 پواېنټونو د کمي سره په مجموعي توګه 11 فيصده غورځيدلی

د پاکستان د ونډو بازار د نهې، سه شنبې، په ورځ په رېکارډ کچه غورځېدلی او د کاروباري ورځې په سهار په 61705 پواينټونو د شروع کېدو وروسته د 2534 پواينټونو د کمي سره په 59171 پواينټونو بند شو.

د ونډو د بازار د کار پوهانو په وينا بازار په يوه ورځ 11.4 فيصد وغورځېدلو. کارپوهان زياتوي چې په تيره يوه مياشت کې د ونډو بازار په تيزۍ په بره روان وو او په 66247 پواېنټونو د ريکاډ کچې ته ختلې و خو د انتخاباتو شېډول جاري کيدو ورسته د 7256 پواېنټونو د کمي سره په مجموعي توګه 11 فيصده غورځيدلی.

د ونډو د بازار کار پوه جبران سرفراز وي او ای ډيوه سره خبرو کې وايي د خلکو تمه وه چې د انتخاباتو د اعلان او شېډول د جاري کيدو ورسته به د ونډو بازار نور ښه شي خو يوازې د انتخاباتو اعلان د ونډو بازار نه شي باثباته کولې۔

جبران سرفراز وايي د تېلو قيمتونه، د امریکايي ډالر ګرانېدل، ګرانه بجلي او ګېس او د سود 22 فيصد شرح هغه "له املونه دي چې په ونډو بازار مستقيم اثر لري."

جبران سرفراز وايي تيره مياشت چې د ونډو بازار کې کومه تيزي ليدل شوې وه بنیاد يې په ګنګوسو لېن دېن و.

هغه وويل خلکو د انتخاباتو د اعلان په ګنګوسو د ونډو په بازار کې پنګونې وکړې او اوس خلک ګټه اخلي او بيرته ونډې خرڅول يې پيل کړي دي ۔

بلخوا د پاکستان د شماریاتو ادارې په خپل رپورټ کې ويلي د روان مالي کال په وړومبیو پينځوؤ میاشتو کې د غټو صنعتونو پیداوار منفي کچې ته رسېدلی اؤ کرنټ اکاونټ خساره 65 فیصده او تجارتی خساره 29 فیصده راکمه شوې ده.

د ادارې د رپورټ له مخې درامدات 12 فیصده کم شوي او برآمداتو کې 8 فیصده اضافه شوې ده خو اقتصادی پوهان وایي ددی نیغ په نیغه اثر د ملک په قامی پرمختیا پریوځي.

په پاکستان کې کاروباري اداره ټاپ لاین سیکیورټي په خپل رپوړټ کې ويلي راتلونکي کال کې به د پاکستان قامي پرمختیا د 1.7 فیصده نه تر 2.5 فیصده پورې وي بجټ خساره به 7.7 فیصده ، ګراني 23.6 فیصده او کرنټ اکاونټ خساره د قامی امدنۍ 1.4 فیصده وي..

  • 16x9 Image

    ذوالفقار بېټنی

    ذوالفقار خان بېټنی د پاکستان په کراچۍ ښار کې د وي او اې ډیوه خبریال دی چې وخت په وخت د دې ښار په سیاسي، ټولنیزو او نورو موضوعاتو رپوټونه جوړوي. تر دې وړاندې هم هغه په پاکستان کې له نورو رسنیو سره د خبریال په توګه کار کړی او کالمونه یې لیکلي دي.

Forum

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG