اسرایل په وېسټ بېنک کې د امن بحالولو دپاره په وېسټ بېنک کې د سلګونو په شمېره کې امنیتي عسکر ځای په ځای کړل.
د اسرایلي اقدام نه یوه ورځ وړاندې یو فلسطيني وسله وال دوه یهودیان په ډزو ووژل او د دې په ترڅ کې یهودي ابادکارانو د فلسطينیانو په یو کلي حمله وکړه او کورونو او موټرو ته يې اور واچولو چې اېسوسي اېټېډ پرېس خبري اداره وايي په تېرو څو لسیزو کې بدترین تشدد و.
ای پي وايي تشدد ته د اسرایل ردعمل د اسرایل د ښي لاس انتهاپسند مخلوط حکومت کې دننه اختلافات رابرسیره کړل، وزیراعظم بېنجمن نېټن یاهو د امن غوښتنه وکړه خو د نېټن په حکومت کې شامل د اتحاد یو غړي په فلسطيني کلې د یهودیانو د یرغل ملاتړ وکړه او د فلسطينیانو د حملو په ضد یې د دفاع ګام وبللو.
ای پي وايي په داسې حال کې چې په وېسټ بېنک کې تشدد کېدلو په اردن کې د اتوار، يکشنبې، په ورځ د امن دپاره خبرې کېدلې او امریکې اسرایلي او فلسطيني چارواکي را یوځای کړي وو چې تاوتریخوالی د کمولو لارې چارې ولټوي.
د اتوار، يکشنبې، په ورځ په حواره کلي کې یو فلسطيني وسله وال په ډزو دوه یهودیان ووژل او وتښتېدو.
د دې نه پس یهودي ابادکاران د حواره مرکزي لار ته راووتل او کورونو او موټرو ته اورونه واچول.
د اتوار، يکشنبه، د صحت فلسطيني چارواکو وویل د اسرایل په ډزو یو فلسطينی ووژل شو او بل تن په وهلو زخمي شو.
د اسرایلي پوځ ترجمان لېفټينېنټ کرنل رچرډ هېچ وویل صورتحال د تاوتریخوالي ښکار او قراره دی. هغه وویل په سیمه کې په سلګونو عسکر ځای په ځای کړی شوي دي او کوښښ کوي چې تاوتریخوالی کم کړی شي.
یادونه: د دې خبر معلومات د ای پي خبري ادارې نه اخیستل شوي دي