د جنوبي کوریا صدر یون سوک یول د نهې، سه شنبې، په ورځ وویل د شمالي کوریا او د روس پوځي همکاري د نړیوالې ټولنې د امنیت دپاره لوی خطر راولاړوي.
په سول کې د کابينې په غونډه کې د خبرو نه یوه ورځ مخکې یون ویلي وو ممکنه ده چې د شمالي کوریا عسکر د توقعو نه وړاندې په یوکرېن کې د جنګ په مېدان وګمارل شي. هغه دا خبره د جنوبي کوریا د استخباراتي اندازو په بنیاد وکړه.
د امریکې د دفاع وزارت د ګل، دوشنبې، په ورځ وویل شمالي کوریا قریباً ۱۰۰۰۰ عسکر روس ته د تربیت دپاره لېږلي دي چې د مخکنیو اندازو نه دوچنده زیاته اضافه ده.
د امریکې د دفاع وزارت نایب ترجمانې سبرینا سېنګ خبریالانو ته وویل امریکا ګمان کوي چې ډېموکرېټېک پیپلز ريپبلېک اف کوریا ، ډي پي ار کی، په مشرقي روس کې د تربيي دپاره خوا او شا ۱۰۰۰۰ عسکر لېږلي چې په اینده هفتو کې به د یوکرېن سرحد سره نږدې د روسي ځواکونو د ملاتړ دپاره ولېږل شي.
سېنګ وویل د شمالي کوریا د عسکرو څه برخه یوکرېن ته نږدې سمیو ته لېږل شوې. هغې زیاته کړه چې امریکا دا تشویش لري چې د روس دا اراده ده چې د شمالي کوریا عسکر د روس په کرسک سیمه کې د یوکرېن خلاف جنګ کې استعمال کړي.
د ګل، دوشنبې، په ورځ نېټو تصدیق وکړو چې شمالي کوریا روس ته ۳۰۰۰ عسکر لېږلي دي چې د یوکرېن خلاف جنګ کې د ماسکو مرسته وکړي او دغه عسکر د روس په کرسک سیمه کې ګمارل شوي دي چېرته چې د یوکرېن ځواکونو پېش قدمي کړې ده او ځېني سیمې يې نیولي دي.
د نېټو سېکرېټري جنرل مارک رېټا د ګل، دوشنبې، په ورځ په برسلز کې خبریالانو ته وویل د روس او د شمالي کوریا زیاتېدونکي پوځي همکاري د اېنډو پېسېفېک او د یورو اېټلانېټېک سیمې د امنیت دپاره خطر دی. صحافیانو سره د رېټا د خبرو اترو نه وړاندې د شمالي کوریا استخباراتي او پوځي چارواکو د نېټو مامورینو او سفاراتکارانو ته معلومات ورکړل.
رېټا وویل د شمالي کوریا د ۳۰۰۰ عسکرو ګمارېدل د روس په "غېر قانوني جنګ" کې د پیانګ یانګ ښکلیتیا زیاتېدل څرګندوي او د ملګرو ملتونو د سېکیورټي کاونسل د قراردادونو خلاف ورزي ده او د ۳۲ میاشتو راهسې دوامداره جنګې کې "خطرناکه پراختیا" ده
رېټا وویل د یوکرېن په جنګ کې د ۶۰۰۰۰۰ نه زیات روسي عسکر وژل شوي او زخمیان شوي دي او پوټن د غېر ملکي ملاتړ نه بغېر دا جنګ جاري نه شي ساتلی.
کرېملېن، د روس حکومت، د شمالي کوریا د عسکرو د ګمارېدلو په اړه رپورټه رد کړي وو او دا يې جعلي خبرونه بللي وو.
خو تېره هفته پوټن د دې خبرې ترديد و نه کړو چې د شمالي کوریا عسکر په روس کې موجو دي او ویې وېل د دې خبرې انحصار په ماسکو دی چې د دواړو ملکونو ترمنځ د دفاع د معاهدې لاندې د شمالي کوریا عسکر څنګه وګماري. پوټن او دشمالي کوریا مشر کېم یانک ان دغه معاهده د سږ کال د جون په میاشت کې لاس لیک کړې ده.
د پوټن د بیان برعکس، په ملګرو ملتونو کې د شمالي کوریا نماینده تېره هفته په روس کې د شمالي کوریا د عسکرو په رپورټونه د بې بنیاده ګنګوسې وبللې.
د امریکې د دفاع وزارت، پېنټګان، په دې اړه څه تفصیلات وړاندې نه کړل چې شمالي کوریا د خپلو عسکرو سره روس ته څه قسمه الات لېږلي دي. په دې اړه د وي او ای د پوښتنې په جواب کې چې د شمالي کوریا عسکر څه قسمه صلاحیتونه د ځان سره وړي، نو سېنګ وویل د دې مطلب د جنګ په مېدان د عسکرو زیاته شمېره ده.
سېنګ خبرداری وکړو چې که چېرې د ډي پي ارکی ځواکونه د جنګ په وړمبو کرښو کې او یا په دغه لوري حرکت کوي نو په جنګ کې به شریک ګڼل کېږي.
Forum