لاس رسیدونکی لینک

 
په نایجیریا کې چارواکي وايي د بوکو حرام او د داعش سره د تړلې ډلې وسله والو ۴۰ کروندګر وژلي دي
تازه خبر

په نایجیریا کې چارواکي وايي د بوکو حرام او د داعش سره د تړلې ډلې وسله والو ۴۰ کروندګر وژلي دي


د بورنو ګورنر باباګانا اومارا زولم وویل په دومبا کلي کې دغه حمله د اتوار، يکشنبې، په ورځ وشوه
د بورنو ګورنر باباګانا اومارا زولم وویل په دومبا کلي کې دغه حمله د اتوار، يکشنبې، په ورځ وشوه

د نایجیریا په شمال مشرقي صوبه بورنو کې د بوکو حرام او د داعش سره تړون لرونکي تنظیم وسله والو لږ تر لږه ۴۰ کروندګر وژلي دي. چارواکو دا خبره د ګل، دوشنبې، په ورځ وکړه.

د بورنو ګورنر باباګانا اومارا زولم وویل په دومبا کلي کې دغه حمله د اتوار، يکشنبې، په ورځ وشوه.

د ګورنر په قول په حمله کې د بوکو حرام او د ډلې نه د بېل شوي تنظیم چې داعش سره تړون لري، وسله وال شامل وو.

د بورنو ګورنر ملکي خلکو ته خبرداری وکړو چې ځانونه دې ترهغه محفوظ ځایونو محدود ساتي چې پوځ د وسله والو او د چاودېدونکو موادو نه خالي کړي دي.

deewa
deewa

زولم په امنیتي ځواکونو غږ وکړو چې د حملې تحقیقات وکړي. هغه ولس ته ډاډ ورکړو چې په حمله کې ککړو خلکو سره به سخت سلوک کولی شي.

بوکو حرام د نایجیریا کورنی تنظیم دی چې د مغربي تعلیم او د خپلې تشریح د شریعت نظام د نفاذ دپاره يې د کال ۲۰۰۹ راهسې وسله راپورته کړې ده. د بوکوحرام خلاف د حکومت جنګ په افریقا کې د انتهاپسندۍ خلاف د افریقي د ټولو نه اوږده شخړه ده چې د نایجرییا په شمال کې ګاونډیو ملکونو ته هم خوره شوې ده.

د ملګرو ملتونو ترمخه د نایجریان په شمال مشرقي علاقه کې د شخړې دلاسه څه ۳۵۰۰۰ ملکي کسان وژل شوي او د دوو مېلین نه زیات بې کوره شوي دي.

بوکوحرام په کال ۲۰۱۴ کې هغه وخت د نړۍ توجو ځان ته راوګرځوله چې د بورنو صوبې په چیبوک کلي کې يې د سکول ۲۷۶ جینکۍ وتښتولې او یرغمال کړې.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

No media source currently available

0:00 59:58 0:00
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

No media source currently available

0:00 2:00:00 0:00
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

Recommended

XS
SM
MD
LG