لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

عطا تارړ: ملک نه ترهګري ختمه شوې وه خو ځینو خلکو طالبان بیا په پاکستان مسلط کړل


د پاکستان د اطلاعاتو مرکزي وزیر عطا تارړ وایي د ملک نه د ترهګرۍ نوغی ویستل شوی ؤ خو ځینو خلکو طالبان بیا په پاکستان مسلط کړل.

د جمعې په ورځ د پاکستان سینیټ کې د وینا په وخت مرکزي وزیر ویلي چا چې طالبان بیا هیواد ته راوستي هغوي دواړه نن د سزا سره مخ دي خو د ترهګرۍ له امله مونږ هره ورځ جنازې پورته کوؤ.

د اطلاعاتو د مرکزي وزیر اشاره د پاکستان پخواني وزیراعظم عمران خان اؤ د استخباراتي شبکې د پخواني مشر جنرال (ر) فېض حمید طرفته وه په چا چې هېواد ته د افغانستان نه د پخوانيو طالبانو د راستنولو تورونه دي.

عمران خان اؤ جنرال فېض حمید دواړه دا مهال د بیلابیلو تورونو په اساس نیول شوي اؤ په ضد یې پوځي اؤ غیر پوځي عدالتونو کې مقدمې روانې دي.

د اطلاعاتو وزیر وویل کله چې عمران [د طالبانو د راستنولو] فیصله کوله نو دا یې نه کتل چې په هیواد کې یو نیشنل ایکشن پلان هم نافذ ؤ چې په اساس یې وفاق اؤ صوبو په ګډه قربانۍ ورکړې وې.

عطا تارړ وویل، نن ترهګر په بلوچستان اؤ خېبر پښتونخوا کې بریدونه کوي خو له بده مرغه د پښتونخوا وزیراعلا علي امین ګنډا پور په سیاست کې بوخت دی.

هغه پوښتنه راولاړه کړه چې نن په خېبر پښتونخوا کې دا څه روان دي ذمه وار یې څوک دي؟

د ستمبر په میاشت کې د پاکستان مرستیال وزیراعظم ښاغلي اسحاق ډار ویلي وؤ د تحریک انصاف تېر حکومت کې د 35,000 څخه نیولي تر 40,000 پورې د ټي ټي پي وسله والو ته هیواد ته د بېرته راستنېدو اجازه ورکړل شوې وه چې د هغې له امله اوس یو ځل بیا پاکستان کې د ترهګرۍ ستونزې سر راپورته کړی دی.

عمران خان پخپله هم څو، څو کرته اعتراف کړی چې هغه د خپلې واکمنۍ په مهال د افغان طالبانو د حکومت سره د افغانستان څخه د ټي ټي پي د زرګونو وسله والو راستنولو اؤ د پاکستان کې د ابادولو په سر خبرې کړې وې.

خو د پښتونخوا حکومت ویاند بېرسټر سیف په دې وروستیو کې ډیوه ته ویلي،د عمران خان په تېر حکومت کې د ټي ټي پي سره دامن له خاطره مذاکرات شوي وؤ خو هیڅ معاهده ورسره نه وه شوې.

د بېرسټر سېف په وینا،کوم خلک چې دعوې کوي چې 40,000 وسله وال بېرته راوستل شوي نو هغوي دې د خپلو دعوؤ ثبوت وړاندې کړي چې دغه وسله وال چرته دي اؤ چا لیدلي دي؟.

بېرسټر سیف ویلي وؤ په ملک کې ترهګري یوازې ټي ټي پي نه کوي بلکې نورې جرایم پېشه ډلې هم پکې ککړې دي.

په درېم ستمبر د پاکستان د کورنیو چارو وزیر ښاغلي محسن نقوي د سینیټ قایمه کمیټۍ ته ویلي وؤ په ملک کې د ترهګرۍ ترسره شوؤ وروستیو پېښو کې زیاتره هغه ترهګر ککړ دي چې د عمران خان په تېر حکومت کې د یو تړون له مخې له زندانونو خوشې کړل شوي وؤ.

  • 16x9 Image

    فاروق فراق

    فاروق فراق د وي او ای ډیوه خبریال دی، د خبریالۍ څانګه کې د ۲٨ؤ کالو اوږده تجربه لري. د پښتو، ادب، کلتور اؤ تاریخ برخه کې ډیوه راډیو، ټي وي اؤ ویب پاڼې دپاره ځانګړې خپرونې راجوړوي

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG