لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

باجوړ کې د جماعت اسلامي د جنرل سیکرټري په وژنه احتجاج، ځایي خلک وایي د ناامنۍ پېښو تنګ کړي دي


د باجوړ ضلعې اوسيدونکي غوښتنه کوي چې حکومت دې باید د دوي په سيمه کې د بدامنۍ مخه ونیسي. وایي په باجوړ کې هدفي وژنې زياتې شوې دي او د زيارت په ورځ هم پکې د جماعت اسلامي د باجوړ جنرل سيکټري او د ضلعې د تاجرانو مشر حميد صوفي په يو هدفي بريد کې وژل شوې دي۔

حميد صوفي د جمعې په ورځ ماسپښين خاورو ته وسپارل شوی، دهغه جنازې ته راغلو د جماعت اسلامي مشرانو خپلو خبرو کې وويل دوي د پوځي او غېر پوځي سيکورټي ادارو نه غوښتنه کوي چې د دې بريد پلټنې وکړي۔

د خېبر پښتونخوا د جماعت اسلامي نګران مشر عنایت الله خان ډیوه سره خبرو کې وویل"د رياست بنيادي زمه واري قوم ته حفاظت ورکول دي۔ د رياست بنيادي کار دا دی چې دا به خلک بچ کوي، خو زمونږ دې رياستي ادارو هغه بنيادي مقصد او فرض پرېښودی او نورو کارونو کې لګيا دي او بوخت دي"

د جمعې په ورځ د باجوړ بازار د احتجاج په توګه تړل شوې و او تاجرانو غوښتنه کوله چې په پېښه کې ککړ تنان دې ونيول شي۔

پوليس وايي حميد صوفي د زيارت په ورځ ماښام په جومات کې له مونځ کولو وروسته کور ته روان و چې نامعلومه وسله والو پرې ډزې وکړې.

د پولیسو په وینا دوي د نامعلومه تنانو خلاف ايف ايي ار درج کړی او د پېښې پلټنې روانې دي۔

د دې پېښې زمه واري داعش خراسان ډلې منلې ده اؤ ټي ټي پي د دې وژنې غندنه کړي ده۔

تر دې وړاندې د حمید صوفي يو د تره ځوي مفتي بشير هم د داعش خراسان لخوا وژل شوی ؤ۔

تاجران وايي دوي په سيمه کې د امن د پاره وخت په وخت احتجاجونه کړي او د رياست نه يې د امن ټينګ ساتلو غوښتنه کړې ده۔

د باجوړ ښار د تاجرانو مشر واجد شاه اتماني ډيوه سره خبرو کې وایي"مونږ بيا بيا رياست ته دا وېنا کړې ده او ضلعې انتظاميي ته مو هم دا وېنا کړې ده چې نور به څو پورې دا جنازې اوچتوو، دا شهيدان به اوچتوو، په احتجاجونو ستړي شو، په امن پاڅونونو ستړې شو،په مظاهرو باندې ستړي شو"

تر دې وړاندې هم د باجوړ ښار بازار کې هدفي وژنې شوي دي ځايې خلک غوښتنه کوي چې حکومت دې د دې پېښو د مخنيوي د پاره ګامونه پورته کړي

د عوامي نیشنل ګوند غړی اوېس سالارزی ډیوه ته وایي"په کوم بازار کې چې دا تارګټ شو په دې نزدي وخت کې دلته دا ۲۵مه پېښه ده، وړاندې هم دغسې پېښې شوي دي، دا دلته اولنۍ پېښه نه ده۔ چرته چې دا هدفي بريد شوی هلته يو اړخ ته تاڼه ده او بل اړخ ته چوکۍ او دلته کېمرې هم لګېدلي دي خو په دې بازار کې سرې عام دا هدفي بريدونه کيږي"

د باجوړ پوليسو ويلي دوي د بدامنۍ مخنيوي د پاره هر ممکن ګامونه پورته کوي او دې پېښه کې د ککړو تنانو د نيولو د پاره عمليات روان دي۔

خو د جماعت اسلامي ګوند مشران وايي که د حميد صوفي وژونکي ونه نيول شو نو په اولسم نومبر به ټول ملاکنډ ډويژن کې احتجاج کوي او خپل راتلونکی لایحه عمل به پکې ټاکي

  • 16x9 Image

    ارشد مومند

    ارشد مومند د ډيوه خبريال دی د پاکستان قبائيلي سيمو نه د تعليم،صحت، کلتور اؤ ترهګرئ ضد جګړی په اړه راپورونه راليږي. دپیښور پوهنتون جرنلزم څانګی نه يي د ماسټر ډګري ترلاسه کړی

     

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او ای په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG