لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د بلوچستان قلعه عبدالله سیمې څخه د پولیو بله پېښه مخې ته راغلې


په پاکستان کې د پولیو ناروغي په چټکتیا سره خوریږي اؤ تېره ورځ د بلوچستان ایالت څخه ددې مضرې ناروغۍ یوه بله پېښه هم مخې ته راغلې ده.

چارواکي وایي د بلوچستان پښتون میشته سیمه قلعه عبدالله کې د 15ؤ میاشتو یو ماشوم ته د پولیو وایرس ورپورې کېدو پخلی شوی دی چې دې سره د روان کال اوږدو کې پاکستان کې د پولیو د رامنځته شوؤ پېښو شمېره 21ؤ ته رسېدلې ده.

په دې 21ؤ پېښو کې 14 یوازې د بلوچستان څخه مخې ته راغلي دي.

درې ورځې وړاندې هم په کوټه کې یو ماشوم ته د پولیو وایرس ورپورې کېدو پخلی شوی ؤ.

همدا شان دوه ورځې وړاندې د خېبر پښتونخوا قبایلي ضلعې مومند څخه هم د پولیو یوه پېښه مخې ته راغلې وه چې دا د روان کال په مهال خېبر پښتونخوا صوبې څخه د پولیو وړومبۍ پېښه وه.

د پولیو د مخنیوي لپاره د پاکستان د وزیراعظم استازې عایشه رضا فاروق د پولیو پېښو کې په اضافه اندېښنه ښودلې اؤ هر ماشوم ته یې د پولیو نه دخوندیتوب د څاڅکو ورکولو په ضرورت ټینګار کړی دی.

پخپل یو بیان کې هغې ویلي د پاکستان اؤ افغانستان د پولې دواړو غاړو ته د پولیو سیوا کېدونکې پېښې په ټول ملک کې د ماشومانو لپاره د خطرې یو علامت دی اؤ مونږ ته اړینه ده چې خپلو ماشومانو ته په وخت د پولیو نه د خوندیتوب څاڅکي ورکړو.

د پاکستان پولیو پروګرام په دې وروستیو کې له 9م تر 13م ستمبر پورې په 115 هغو ضلعو کې د پولیو په ضد کمپاین چلولی ؤ چې د پولیو په حواله زیاتې خطرناکې شمیرل کیږي.

د پولیو پروګرام له مخې په دې کمپین کې درې کروړه اؤ 25 لکو ماشومانو ته د پولیو نه د خوندیتوب څاڅکي ورکړل شوي وؤ.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG