لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

بلوچستان: چارواکي وایي د پارېدلو مظاهرینو په ډزو د لیویز درې عسکر وژل شوي، دوه نور ژوبل دي


Baluchistan Protest file photo
Baluchistan Protest file photo

امنیتي چارواکي وایي د بلوچستان په مستونګ ضلعه کې پارېدلو مظاهرینو د لیویز په عسکرو ډزې کړي چې پکې درې عسکر وژل شوي اؤ دوه نور ژوبل شوي دي.

پاکستاني رسنیو د خالي په ورځ ویلي دا پېښه د مستونګ په درینګړ سیمه کې هغه مهال رامنځته شوې چې د لیویز عسکر په سیمه کې د امنیتي ځواکونو لخوا د نیول شوي یو تن د خلاصون لپاره په احتجاج د بوختو کسانو نه د سړک پرانستو لپاره روان وؤ.

جیو نیوز د لیویز د چارواکو له خولې ویلي په دغه مهال مظاهرینو د لیویز په عسکرو ناتاره ډزې کړي چې پکې درې عسکر وژل شوي اؤ دوه نور ژوبل شوي دي.

چارواکي وایي په پېښه کې ژوبل عسکر د علاج لپاره د کوټې ټراما سینټر ته رسول شوي اؤ پولیسو د پېښې مقدمه درج کړې اؤ پلټنې کوي.

تر دې پېښې د مخه د جمعې په ورځ د ناکراره صوبې بلوچستان په قلات ضلعه کې دا منیتي ځواکونو د ګاډي تر څنګ بم چاودنه شوې وه چې پکې اته عسکر ژوبل شوي وؤ.

په 26م اګست د بلوچستان په بیلابیلو سیمو کې وسله والو په امنیتي ځواکونو اؤ عامو خلکو پرله پسې خونړي بریدونه کړي وؤ چې د مطبوعاتي رپورټونو له مخې د 14 پوځيانو په ګډون پکې تر 70ؤ زیات کسان وژل شوي وؤ.

بلوچ لبریشن ارمي ددغو بریدونو ذمه واري پغاړه اخستې وه اؤ دعوه یې کړې وه چې په بریدونو کې یې 130 پوځيان وژلي خو ازادو سرچینو د بي ایل اې ددې دعوې تصدیق نه ؤ کړی.

تېره اوونۍ د کورنیو چارو وزارت پارلیمان ته په وړاندې کړل شوي رپورټ کې ویلي وو چې بلوچستان کې د تېر یو کال په مهال د ترهګرۍ 626 پېښې مخې ته راغلي اؤ په دې پېښو کې 148 امنیتي عسکر وژل شوي اؤ 198 نور ژوبل شوي.

د کورنیو چارو د وزارت د شمیرو تر مخه بلوچستان کې په دغو ترهګریزو بریدونو کې 167 عام وګړي وژل شوي اؤ 279 ژوبل شوي دي.

د پاکستان بلوچستان صوبه د یوې اوږدې مودې راهسې د ناکرارۍ سره مخ ده اؤ دغلته که یو خوا د ریاست نه مرورې بلوڅ وسله والې ډلې وخت په وخت په امینتي ځواکونو مرګوني بریدونه کوي نو بلخوا د صوبې د حقونو په غوښتنه اؤ د جبري بې درکیو په ضد سیاسي ګوندونه اؤ مدني ټولنه هم په احتجاج بوخت دي.

بلوچستان د رقبې په لحاظ د پاکستان تر ټولو ستره صوبه ده خو په پسماندګۍ کې هم د هیواد تر ټولو پسمانده صوبه ګڼل کیږي.

په دغه کړکیچ ځپلې صوبه کې د قدرتي وسیلو پریمانه ذخیرې وجود لري چې هرکال دپاکستان قامي خزانې ته د اربونو روپو ګټه ورکوي خو د بلوچستان قام پرست تنظیمونه اؤ سیاسي ګوندونه وایي چې په قدرتي وسیلو دپور مامور دې صوبې وګړي پخپلو وسیلو اختیار نه لري اؤ ګټې یې ټولې بهر روانې دي.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG