په چاردیوارۍ د ټيم د اچول شوي څادر د یوې کوتې دا جومات که هر څو وړوکی دی خو د سیمې نرښځیان ورته زیات خوشحاله دي اؤ هغوی وایي اوس به دې جومات کې د هر رقم توپیر پرته خپل نمونځ اؤ عبادت کوي.
په بنګاله دیش کې د نرښځیانو لپاره له جومات جوړېدو وروسته د خېبر پښتونخوا د نرښځيانو یوې استازې ډلې هم د صوبې د ګورنر سره لیدلي اؤ د هغه نه یې غوښتنه کړې ده چې یو خو دې د نرښځيانو د مړو ښخولو لپاره هدیره ځانګړې شي اؤ بل دې د صوبې دیني عالمان د نرښځیانو جنازو کولو ته مایله کړل شي.
د پښتونخوا د نرښځیانو د ټولنې یو مشر صوبیه خان وایي دوي د بنګله دیش د نرښځیانو په څېر جلا جوماتونه نه غواړي ځکه چې جلا جوماتونه دوي له ټولنې غوڅولی شي اؤ دوي نه غواړي چې له خپلې ټولنې جلا ژوند یا عبادتونه وکړي.
خو صوبیه خان وایي د دوي مړي په هدیرو کې نه پرېښودل کیږي،دیني عالمان یې جنازې نه کوي اؤ په سپکه ورته کتل کیږي نو ځکه دوي د صوبې د ګورنر سره لیدلي اؤ غوښتنه یې ترې کړې ده چې ادیرې دې ورته جلا کړل شي اؤ دیني عالمان دې د نرښځیانو جنازو کولو ته مایله کړل شي.
د سونیا د جومات دننه د نمونځ ارمان:
په بنګله دیش کې د نرښځیانو لپاره دا جومات د پلازمېنې ډهاکه په شمال کې د برهما پتر سیند په غاړه پرتې سیمې میمن سنګهـ سره نزدې جوړ کړل شوی اؤ د جومات لپاره ځمکه حکومت ورکړې ده.
د جومات د پرانستې په مهال د سیمې د نرښځیانو د ټولنې مشر یا مشرې جونیتا تونو وویل "اوس مونږ څوک په جومات کې له نمونځ کولو نه شي منعې کولی، اوس به هیڅوک دلته په مونږ پسې مسخرې نه شي کولی"
د یو 42 کلن نرښځي سونیا وینا وه، هغه چرته په خوب کې هم دا سوچ نه و کړی چې په ژوندانه به چرته د جومات دننه نمونځ وکړي.
سونیا وایي هغه له ماشوموالي ارمان درلودو چې مدرسې ته لاړ شي اؤ د قران تعلیم ترلاسه کړي خو وایي څومره څومره چې د هغه عمر زیاتېدو نو خو خلک پرې پوهیدل چې دا خو نرښځی دی اؤ هغه یې بیا جومات ته نه پرېښودو.
د سونیا په وینا "خلکو به راته ویل ته خو هیجړه یې، په جومات کې څه کوې ؟ ته باید په کور کې نمونځ وکړې اؤ جومات ته بیا رانه شې"
هغه وایي، د خلکو د همدې چلند له امله یې جومات ته ورتګ پرېښودی ؤ خو اوس چې دوي لپاره خپل جومات جوړ شو نو اوس یې هیڅوک دې جومات ته له ورتګ نه شي منعې کولی.
"دا هم د نورو په څېر دي"
د وخت په تېرېدو سره بنګله دیش چې د نرښځیانو حقونه اؤ د هغوي قانوني حیثیت منل کیږي، په کال 2013م کې په سرکاري توګه دې ټولنې ته د خپل جنس په لحاظ سره د خپلې پېژندګلو حق ورکړل شوی ؤ.
یو شمیر نرښځيان د بنګله دیش په سیاست کې هم برخه لري اؤ په کال 2021 کې یو نرښځې دیوې سیمې مئیر هم ټاکل شوی دی.
څه موده وړاندې چې بنګله دیش کې د نرښځیانو په اړه مضمون په نصاب کې شامل کړی شو نو افراطي مذهبي ډلو یې کلک مخالفت کړی ؤ اؤ ددې پرېکړې په ضد احتجاجي مظاهرې هم شوې وې
د نرښځيانو د ټولنې لپاره د ښېګړې په منصوبو کار کوونکی مفتي عبدالرحمان ازاد وایي په بنګله دیش کې نرښځیانو لپاره جوړ کړل شوی دا جومات د خپل نوعیت وړومبی جومات دی.
نوموړی وایي څه موده وړاندې په یو بل ښار کې هم د داسې یو جومات جوړولو پلان جوړ کړی شوی ؤ خو وایي د سیمې خلکو د هغې پلان سخت مخالفت کړی ؤ اؤ هغه جومات بیا جوړ نه شو.
د پښتونخوا نرښځیان جوماتونه ولې نه بیلوي؟
په بنګله دیش کې د نرښځیانو لپاره د ځانګړي جومات جوړېدو اقدام ته د پاکستان د خېبر پښتونخوا نرښځیان په ښه سترګه ګوري اؤ وایي هلته به نرښځیانو ته د ځانګړي جومات ضرورت ؤ نو ځکه ورته خوشحاله دي خو دوي وایي چې د پښتونخوا نرښځيان خپل جوماتونه د ټولنې له عامو خلکو بیلول نه غواړي.
هغه وایي که د نرښځیانو جوماتونه له عامو خلکو جلا شي نو دوي له مخکې د ټولنې نه په یوه فاصله ولاړ دي اؤ داسې به دا فیصله نوره هم سیوا شي.
د صوبیه خان په نوم په پېښور کې د نرښځیانو د ټولنې یو مشر اؤ ځېنو نورو نرښځیانو د جمعې په ورځ د پښتونخوا صوبې ګورنر حاجي غلام علي سره لیدلي اؤ هغه یې نرښځیانو ته د پېښو ستونزو نه خبر کړی دی.
د پښتونخوا د ګورنر لخوا د ملاتړ باور:
د ګورنر د ماڼۍ نه د خپور شوي سرکاري بیان له مخې نرښځیانو له ګورنر د جلا هدیرې غوښتنه کړې اؤ ددې ترڅنګ یې ویلي چې باید د صوبې دیني عالمان د نرښځیانو جنازو کولو ته اماده کړل شي.
په بیان کې ویل شوي چې ګورنر نرښځیانو ته باور ورکړی چې د هغوي په دې مسلو به د صوبې وزیراعلا اؤ مرکزي حکومت سره خبرې کوي اؤ هڅه به یې وي چې د نرښځیانو ټولې ستونزې ور هوارې کړي
صوبیه خان ډیوه ته وایي ، دوي ګورنر ته وویل چې باید دیني عالمان دې ته مایله کړي چې د جمعې په خطبو کې د نرښځیانو سره په ښه سلوک اؤ د هغوي په حقونو خبره وکړي اؤ خلکو کې په دې اړوند شعور پیدا کړي.
د پښتونخوا 70 نرښځیان څه ستونزې لري؟
د پاکستان په خېبر پښتونخوا صوبه کې د نرښځیانو د ټولنې مشره فرزانه وایي، دیوې اندازې له مخې دا مهال په خېبر پښتونخوا کې د نرښځیانو شمیره تر70 زرو ده چې دې کې ځینې په فیلډ کې دي اؤ ځینې نور بیا فیلډ ته نه دي راوتلي.
خو فرزانه وایي دې نرښځیانو ته هیڅ حکومتي توجو نه شته، نه ورته په هسپتال کې وارډ ځانګړی وي،نه په سکولونو کې ځانګړي کلاسونه لري اؤ نه هم جوماتونو اؤ مدرسو ته لکه د نورو خلکو ډاډه ورتلی شي.
ډیوه سره خبرو کې فرزانه وایي دوي په پرله پسې ډول حکومت له خپلو ستونزو خبر کړی خو حکومت یې د هواري لپاره هیڅ اقدام نه کوي
(دې رپورټ کې د ای ایف پي له معلوماتو هم استفاده شوې ده)
Forum