لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

جو باېډن د صدر ټرمپ سره د مناظرې نه کولو وړاندیز رد کړی


د ډیموکرېټ ګوند صدارتي کاندید جوباېډن تیره شپه په یوه ټي وي مرکه کې هغه وړاندیز رد کړې چې هغه دې د صدر ټرمپ سره صدارتي‌ مباحثه نه کوي.

د ریپبلکن ګوند قامي کنونشن د اخیریو وینا ګانو وړاندې د نماېندګانو د ایوان سپېکرې نېنسي پلوسي ویلي وو،‌ د هغې په خیال سږ کال صدارتي مباحثه نه ده پکار.

د امریکا اېم اېس اېن بي سي سره په یوه مرکه کې جو باېډن ویلي: ٫٫ زه به د هغه سره مباحثه کومه. د دغه مباحثې په وخت به ځه هڅه کومه چې ریشتیا معلوم کړمه٬٬ پخواني‌ ناېب صدر وړاندې ویلي ٫٫ زما په فکر هر تن ته دا معلومه ده چې دا سړی څه داسې مسله لري چې ریشتیا نه شي ویلی.٬٬

ټاکل شوې ده د ریپپلکن ګوند صدارتي‌کاندید او موجوده صدر ډانلډ ټرمپ او د ډیموکرېټ ګوند صدارتي‌ کاندید او پخوانی ناېب صدر جو باېډن به د ستمبر میاشتې په ۲۹، د اکتوبر میاشت په ۱۵ او ۲۲ مه صدارتي مباحثه کوي.

د جو باېډن د دغې خبرووړاندې د نماېندګانو ایوان سپېکرې ویلي وو ٫٫ ځه به د هغه سره مباحثې ته قانوني اجازه وروکړمه. او نه به د امریکا د صدر په حیث هغه سره د صدارتي مباحثې٬٬

میرمن پلوسي اټکل کړی چې ټرمپ به په دغه مباحثه کې امکان دی داسې حرکتونه وکړي کوم چې به د امریکا د صدر د وقار د لاندې وي. او د کال ۲۰۱۶ د صدارتي مباحثې یادونه یې وکړه چې صدر ټرمپ په یوه صدارتي‌ مناظره کې د د ډیموکرټ ګوند هېلري کلنټن سره ناوړه چلند کړی وو.

په داسې حال چې په امریکا کې انتخاباتو ته ۶۷ ورځې پاتې دي ډیموکرېټان کرونا وبا ته د صدر ټرمپ انتظامی په ځواب نیوکو ته دوام ورکړی. د جان هاپکنز پوهنتون د تازه شمیرو تر مخه په امریکا کې د کرونا وبا د لاسه د مرګونو شمیره ۱ لک او ۸۰ زرو ته رسیدلې دغه شمیره د کرونا د لاسه په یو هیواد کې تر ټولو لویه شمیره ده.

د جو باېډن لخوا د ناېب صدارت لپاره نومول شوې کماله هیرس هم تیره ورځ په صدر ټرمپ په سخته ژبه کې نیوکې کړي. کماله هیرس ویلي چې یو اړخ ته کرونا وبا خطر نور هم خوریږي او بل خو صدر ټرمپ هڅې بې کاره ولاړ وو. او خلکو دا یوه خطرناکه فیصله وه.

کماله هیرس وړاندې ویلي ٫٫ ډونلډ ټرمپ منجمد یا جام شو. هغه ویریدلی وو او هغه ماشوم او ناپوهه وو.٬٬ کماله هیرس په واشنګټن کې د جارج واشنګټن یونیورسټۍ نه د انټرنیټ په لار وینا کوله. په خپل لومړي یواځیني کمپاېن کې کماله هیرس ویلي چې جو باېډن د کرونا وبا د مقابلې لپاره یو پلان تیار کړی او د موجوده صدر یا ډونلډ ټرمپ سره لا هم سه پلان نشته. کماله هیرس وړاندې ویلي ٫٫ تاسو دا په یو ټوېټ نه شو قابو کولی٬٬

میرمن هیرس ویلي چې ټرمپ د یو صدر په هیڅ خپله لومړۍ ذمه واري،‌ د امریکایانو حفاظت کول نه دي تر سره کړي او په دغې کې په ناوړه ډول ناکامه شوی.

صدر ډانلډ ټرمپ بیا بیا په دې خبره ټېنګار کي چې د جنورۍ په میاشت کې د هغه لخوا د چین نه راتلونکو خلکو باندې بندیز په میلینونو امریکایان د کرونا نه بچ کړي. ټرمپ وايي چې جو باېډن زما په دغه کار هم نیوکې کوي. صدر ډانلډ ټرمپ دغه فیصله وروسته د هغې کړې وه کله چې د صحت نړیوالې ادارې د کرونا وبا د لاسه په نړیواله کچه د صحت بیړنی حالت یا انټرنېشنل پبلک هېلت اېمرجنسي اعلان کړې وه.

په کومه ورځ چې صدر ټرمپ د چین نه په راتلونکي کسانو بندیز ولګوو، جو باېډن صدر ټرمپ ته زینو فوبک یا د یو نسل د خلکو نه ویریدونکی ویلي وو او زیاته کړې یې وه چې فیصلې باېد د ساېنس په بنیاد وشي. خو ډیموکرېټان ادعا کوي چې پخواني ناېب صدر په دونلډ ټرمپ په عمومي توګه نیوکې کولې په کومه ځانګړې پالیسۍ نه.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – پاکستان کې غربت زیات شوی، وجوهات یې څه دي؟
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG