لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د امریکې صدر وايي امریکایان متحد دي او لوظ کوي چې د ناین الېون حملې به هېڅ کله نه هېروي


امریکايي صدر وویل د نن نه ۲۳ کاله مخکې په دې ورځ ترهګرو ګمان کولو چې زمونږ اراده به ماته کړي او امریکا به رانسکوره کړي. دوی غلط وو
امریکايي صدر وویل د نن نه ۲۳ کاله مخکې په دې ورځ ترهګرو ګمان کولو چې زمونږ اراده به ماته کړي او امریکا به رانسکوره کړي. دوی غلط وو

د کال ۲۰۰۱ د سېپټمبر په ۱۱ نېټه په امریکا د القاعده د حملو د کلیزې په مناسبت خپل پېغام کې د امریکې صدر جوبایډن وویل امریکایان متحد دي او دا لوظ تازه کوي چې دغه حملې به هېڅ کله نه هېروي.

بایډن وویول ترهګرو د ناین الېون په حملو کې ۲۹۷۷ "قيمتي ژوندونه زمونږ نه واخیستل."

وایټ هاوس د شورو، چهارشنبې، په ورځ په خپله وېب د بایډن بیان شایع کړو.

امریکايي صدر وویل د نن نه ۲۳ کاله مخکې په دې ورځ ترهګرو ګمان کولو چې "زمونږ اراده به ماته کړي او امریکا به رانسکوره کړي. دوی غلط وو."

بایډن وویل د سختو تیارو په ساعتونو کې "مونږ رڼا وموندله او د ویرې په مخ مونږ یو ځای شوو چې د خپل ملک دفاع وکړوو او د یو بل مرسته وکړوو هم ځکه ترهګرو "زمونږ په ازادۍ، جمهوریت او په اتحاد" حمله وکړه.

صدر بایډن به د نایب صدرې کاملا هېرېس ترڅنګ په نیویارک، پېنسېلوېنیا او بیا د واشنګټن سره نږدې په پېنټګان یا د امریکې د دفاع په وزارت کې د ناین الېون د حملو په مناسبت دستورو کې شرکت کوي.

په دې دریو واړو ځایونو د القاعده وسله والو د مسافرو جهازونه غورځولي وو.

پخوانی صدر ډانلډ ټرمپ به هم په نیویارک کې په ناین حملو کې په هدف شوي د ورلډ ټرېډ سېنټر د ودانۍ په یادګار دستورو کې شرکت کوي.

ټرمپ او د هېرېس د سږ کال د نومبر په میاشت کې کېدونکي صدارتي انتخاب کې د یو بل حریفان دي. دواړو د نهې، سه شنبې، په ماسخوتن په وړمبۍ مباحثه کې شرکت وکړو او مخامخ په مخامخ يې په یو بل ټکونه وکړل.

ټرمپ د ريپبلېکن پارټۍ نامزد امیدوار دی او هېرېس ډېموکرېټېک پارتۍ نامزد کړې ده. ټرمپ سره سېنېټر جی دي وېنس او هېرېس سره ټېم والز د نایب صدارت امیدوار دی.

د ناین الېون حملې په جواب کې امریکې ګلوبل وار ان ټېررازم یا د ترهګرۍ خلاف په نړیواله کچه جنګ شروع کړو چې په کې په افغانستان او عراق کې د امریکايي ځواکونو عملیات هم شامل دي. په دغو عملیاتو کې د زرګونو امریکايي عسکرو ترڅنګ په زرګونو نور خلک ووژل شوو او په افغانستان کې امریکا د خپل تاریخ د ټولو نه اوږد جنګ کې ښکېل شوه.

د ترهګرۍ په ضد په دغو عملیاتو کې د امریکې خصوصي ځواکونو په ۲۰۱۱ کې د پاکستان په اېبټ اباد ښار کې د القاعده د هغه وخت مشر اوسامه بن لادن ووژلو. بن لادن د ناین الېون حملې منلې وې.

Forum

ځانګړې ویډیوګانې

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG