لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د بایډن ټیم د ټرمپ له انتظامیې غواړي چې په هند پېسیفیک سیمه کې اوسنۍ تګلارې ته دوام ورکړي


له کیڼ اړخه: د امریکا صدر جو بایډن، د جاپان وزیراعظم فومیو کیشیدا، د اسټرېلیا وزیراعظم اانتوني البانیز او د هند وزیراعظم نریندرا مودي.
له کیڼ اړخه: د امریکا صدر جو بایډن، د جاپان وزیراعظم فومیو کیشیدا، د اسټرېلیا وزیراعظم اانتوني البانیز او د هند وزیراعظم نریندرا مودي.

د امریکې د ملي امنیت سلاکار جېک سولیوېن د ټرمپ له راتلونکې انتظامیې په ټینګار غوښتي د صدر جو بایډن تګلارې ته دې دوام ورکړي او په هند پېسیفیک سیمه کې دې له خپلو متحدینو او شریکانو سره اړیکې پیاوړې وساتي چې د چین او شمالي کوریا په ګډون د مخالفینو مقابله وکړي.

سولیوېن د جمعې په ورځ له خبریالانو سره د ګردي مېز په مهال خبرو کې د وي او اې د خبریال پوښتنې ته په ځواب کې وویل، "هغه څه چې موږ به یې له دوی د دوام غوښتنه کوو هغه دا دی چې په سیمه کې د امریکا دریځ په اوس وخت کې ډېر قوي دی".

سولیوېن وایي نه پوهېږي چې د صدر ډانلډ ټرمپ د راتلونکې انتظامیې تګلاره به څه وي او په حقیقت کې به څه وکړي، "زموږ د هند پېسیفیک سټرېټیجي باید تر مهم بدلون ډېر دوام ولري".

سولیوېن د بایډن انتظامیې د هند پېسیفیک سیمه کې د تګلارې له اصلي معمارانو څخه ګڼل کیږي او وایي د صدر بایډن نظر "په لویه کچه کار کوي" او هغه خبرداری ورکړ چې له دې تګلارې وتل به "خطر ولري".

سولیوېن که یوې خواته په هند پېسیفیک کې د بایډن د تګلارې پر دوام ټینګار کوي خو دا خبره مني چې د بایډن حکومت له کوریا ټاپووزمي څخه د ایټمي وسلو د پاکولو په اړه د پام وړ پرمختګ کولو کې ناکامه شوی دی.

څنګه چې د پیانګ یانګ ایټمي وسلې اوس هم نړۍ ته د مخکې غوندې شدید خطر دی، سولیوېن مهم امتیازات په ګوته کړل، چې په هغوی کې د شمالي کوریا او روس تر منځ نیزدې همکاري او "د مقابله کوونکو او مخالفینو روس، چین، شمالي کوریا او ایران تر منځ پراخه همږغي".

جېک سولیوېن د کیف لپاره د امریکې د ملاتړ کمولو خلاف د بایډن د انتظامیې خبرداری تکرار کړ او هغه څه ته یې اشاره وکړه چې منتخب صدر ډانلډ ټرمپ له اوکراین سره د مرستو کمولو یادونه کړې. سولیوېن وویل په اوکراین کې چې څه پېښیږي دا په حقیقت کې د هند پېسیفیک سیمې لپاره مهم دي ځکه چې وایي دا "د چین څارنه ده".

د بایډن مرستیالانو اکثر اندېښنه څرګنده کړې چې د کیف د دفاع د پیاوړي کولو لپاره د لوېدیځ لېوالتیا چین هڅولای شي چې د روس د مشرۍ پیروي وکړي او پر خپل کوچني جمهوري ګاونډي ملک تایوان برید وکړي یا د سوېلي چین په سمندر کې د خپلو لانجمنو دعوو په اړه نور هم په جارحانه توګه عمل وکړي.

د جرمن مارشل فنډ د هند پېسیفیک پروګرام یو مشر بوني ګلیزر وایي، د ماسکو او پیانګ یانګ تر منځ همکاري په چټکۍ سره وده کړې ده، وایي شمالي کوریا خپل پوځیان په اوکراین کې د روس د جګړې د ملاتړ لپاره لیږلي او امکان لري چې دا همکاري یې پراخه شي.

جېک سولیوېن ډاډ څرګند کړ چې د بایډن انتظامیې د ټرمپ "راتلونکي ټیم ته یوه ښه موقع برابره کړې" چې د امریکې پوزیشن لوړ وساتي او په هند پېسیفیک سیمه کې "د طاقت توازن بدل کړی".

سولیوېن د امریکې، جاپان او سویلي کوریا ترمنځ درې اړخیزه همکاري هم روښانه کړه او ویې ویل دوه پخواني مخالفین اوس د شمالي کوریا د ایټمي خطر د مخنیوي لپاره یو ځای کار کوي چې د امریکې، جاپان او فیلیپین تر منځ د سویلي چین په سمندر کې د بېجینګ تېری پر شا وتمبوي.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG