عبدالرزاق
د پاکستان پيپلز پارټۍ مشر بلاول بهټو زرداري د جمعې په ورځ په پېښور پريس کلب کې د یوې خبري غونډي پر مهال د خېبر پښتونخوا قبايلي ضلعو ځينو برخو کې د دفعه ۱۴۴ د لګولو غندنه کړې او تور يې لګولی چې په داسې حالاتو کې بې پلوه (ازاد) او بې ټګۍ (شفاف) انتخابات نه شي ترسره کېدلی.
بلاول بهټو ویلي: "دفعه ۱۴۴ په موجودګۍ کې څنګه ازاد او شفافې ټاکنې کيدلې شي. دا غير قانوني دي چې مونږ داسې کښينو نو بيا څنګه انتخابي مهم چليدلې شي. په قبايلي علاقو کې دغه دفعه (۱۴۴) یواځې د مخالفه سیاسي ګوندونو د اميدورانو د پاره ده.٬٬
بلاول بهټو زرداري تور لګولی چې په قبایلي ضلعو کې د واکمن تحریک انصاف ګونداميدوران د رياستي او حکومتي خلکو سره په ګډه خپل انتخابي مهم چلوي.
د پاکستان قبايلي سیمو په خېبر پښتونخوا کې د ورګډیدیو وروسته په اين ايف سي ايوارډ کي د درې فيصده برخې په لړ کې د یوې پوښتنې په جواب کې د پیپلز پارټۍ مشر ووېل چې په دغه لاره کې صوبې خنډ نه دي جوړې شوي بلکه د وفاقي حکومت په نيت کې فرق دي او غواړي چې ټولې پيسې د مرکزي حکومت سره وي.
"مونږ په هغه وخت کې د قبايلي علاقو بجټ ۵۰۰ فيصده سوا کړې وو، نو اوس به په ۳ فیصده مونږ ته څه تکليف وي. دوي ( وفاقي حکومت) اين ايف سي ايوارډ او ۱۸ ايیني ترميم کمزوری کول غواړي او وايي چې صوبايي برخې دې قبایلي ضلعو لپاره ورکړي، سبا به وايي چې صوبايي برخې د نېشنل سيکورټي د پاره بيلې کړۍ او يوه صوبه به هم انکار نه کوي. دوي صوبې په خپل منځ کې جنګول غواړي او د وفاق د پاره ډيرې پيسي ټاکل غواړي."
نوموړي زياته کړې چې موجوده وخت کې ميډيا او ادارې په دې مجبوره کړی شوي چې د يو سياسي ګوند اېجنډا مخ په وړاندې بوځي او د نورو سياسي ګوندونو بيانيې تر پښو لاندې کړي. بلاول بهټو دا هم وويل چې وفاقي حکومت هڅې کوي چې د پاکستان پيلپز پارټي په دور حکومت کې شوې ۱۸ ايني ترميم ختم کړي ولې د هغوي سياسي ګوند به په هر حال کې په ياد اينيي ترميم کې د څه قسمه بدلون مخه نیسي.
"نن د ۱۹۷۳ ايين او ۱۸م اییني بدلون یا ترميم باندې هر د اړخ نه حملې کېږي، مونږ په خپل نظرياتي اصولو څه قسم سمجوتې کولو ته تيار نه يو. ما وړاندې هم ويلي چې زما ټول خاندان، ټوله پارټي جيل ته ليګل غواړۍ نو وه يې ليګۍ، خو ۱۹۷۳ ايين، اتلسم ترميم، د وېنا ازادي، د اسمبلۍ ازادي، خومختاري او فوجي عدالتونو باندې به د خپل دریځ نه وا نه وړو."
په پېښور کې د دغه خبري غونډي په وخت د پاکستان پیپلز پارټۍ مشر بلاول بهټو زرداري دا هم زیاته کړې چې پاکستان پيپلز پارټي به په هېواد کې د جمهوري ادارو د قوي کولو لپاره خپله مبارزه جاري ساتي.