لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

مولانا فضل الرحمان وایي په اییني بدلون د پيپلز ګوند سره اتفاق ته رسېدلی


د پاکستان د سیاسي مذهبي ګوند جمعیت علماء اسلام مشر مولانا فضل الرحمان ویلي د اییني ترمیمونو په مسوده د پيپلز ګوند سره اتفاق ته رسیدلی دی اؤ نن د چهارشنبې په ورځ به اسلام اباد کې د تحریک انصاف د مشرانو سره هم لیدني کوي.

د پاکستان پيپلز پارټۍ مشر بلاول بوټو هم ویلي دوي د ملک په تاریخ کې په وړومبي ځل په بریالي ډول د عدالتي اصلاحاتو په لوري روان دي.

د پاکستان مرکزي حکومت په ايين کې د بدلونونو قانوني مسوده په عدالتې نظام کې د شفافيت لپاره ضرورې ګرځوي اؤ د اطلاعاتو وفاقي وزیر عطا تارړ په تیرو ورځو کې ویلي وو چې په دغه مسوده به حکومت د ټولو سیاسې ډلو سره سلا کوي.

د پاکستان د مطبوعاتو ترمخه په ايين کې د بدلون مسوده کې نزدې د 56 ترمیمونه تجویز کړل شوي چې پکې اییني عدالت جوړول، د سپريم کورټ د مشر قاضي د درې کلنۍ دورې موده غځول او د عدالتونو واک محدودول يې تر ټولو اهم ټکي دي.

خو مولانا فضل الرحمان په دغه مسوده د حکومت سره د بیا بیا غوښتنو اؤ ملاقاتونو باوجود نه متفق کیدو اؤ دریځ یې نیولی ؤ چې دې سره به د ملک ایین اؤ پارلیمان کمزوری شي.

په پاکستان کې جمعیت علماء اسلام، پاکستان تحریک انصاف ګوند اؤ حتی ځېنو نورو سیاسي ګوندونو په وړومبي سر کې ویلي وؤ هغوي ته د اییني ترمیمونو مسوده هیڅ ښودل شوې نه ده اؤ د هغې ملاتړل ترې غوښتل کیږي.

د نهې په ورځ کراچۍ کې د پاکستان پیپلز ګوند د مشر بلاول بوټو زرداري سره په ګډه مطبوعاتي کانفرنس ته وینا کې مولانا فضل الرحمان ویلي چې پيپلز ګوند هم د دوي وړاندیزونو ته ورته یوه د اییني ترمیمونو مسوده تیاره کړې ده.

مولانا فضل الرحمان ویلي هغه به هڅه وکړي چې په دې قانوني مسوده داسې اتفاق پیدا کړي چې اییني بدلون په ګډه توګه د پارلیمان نه منظور شي.

هغه وویل چې د اییني بدلون په اړه یې وړومبۍ مسوده مسترد کړې وه اؤ اوس هم هغه زړه مسوده ردوي.

د مولانا فضل الرحمان وینا وه هغه د مسلم لیګ(ن) څخه هم دا هیله لري چې هغوي به ایین خوندي وساتي اؤ هیواد کې به جمهوریت پیاوړی کړي.

نوموړي ویلي هغه وړاندې هم د ملک اؤ د هیواد د ایین سره ولاړ ؤ اؤ نن هم د ملک اؤ ایین سره ولاړ دی.

هغه زیاته کړې ده چې د اییني ترمیم له مسودې یې هغه ټول شیان ویستلي چې د ملک ایین اؤ پارلیمان کمزوری کوي اؤ دا یې خپله کامیابي وبلله.

په دې موقعه د پيپلز ګوند مشر بلاول بوټو زرداري مطبوعاتو ته ویلي چې هغوي د ملک تاریخ کې په وړومبي ځل د عدالتي اصلاحاتو په لوري روان دي.

بلاول بوټو وویل، کله چې هم په ملک کې په کامیاب ډول ایین سازي شوې ده نو په هغې کې پاکستان پيپلز پارټۍ اؤ جمعیت علماء اسلام کردار ادا کړی دی.

د ښاغلي بلاول وینا وه دوي به هڅه وکړي چې مسلم لیګ نون هم ځان سره په دې اییني ترمیم ملګری کړی اؤ زیاته یې کړه که تحریک انصاف ګوند په اییني ترمیم کې خوښي لري نو دی به هیله وکړي چې مولانا فضل الرحمان باید هغوي هم قانع کړي.

پاکستاني مطبوعاتو کې مخې ته د راغلو معلوماتو له مخې، د اییني بدلون په مسوده کې د ملکي وګړو په پوځي عدالتونو کې د محاکمه کولو وړاندیز شامل دی اؤ د دې تر څنګ پکې د اظهار د ازادۍ په اړه ټکي هم شامل وو.

پخواني سینیټر اؤ د پيپلز ګوند یو مرکزي مشر ښاغلی فرحت الله بابر په دې وروستیو کې ډیوه ته ویلي وؤ، دی شک لري چې دغه ایینې ترمیمي پیکچ کې ډيرې داسې نورې خبرې دي چې هغه ایین لپاره په زیان وې اؤ خلکو ته نه دي معلومې،

نوموړي غوښتنه کړې وه چې حکومت باید ایین کې د ترمیمونو مسوده د مطبوعاتو له لارې مخې ته راوړي خلکو ته یي وښایي، او پر دې باندې بحث وکړي.

د پاکستان د قانون له مخې په اساسي قانون کې د بدلون لپاره ضروري ده چې د سینیټ اؤ قامي اسمبلۍ په دریوؤ کې دوه برخې غړي باید ددغه بدلون په پلوۍ ولاړ وي خو حکومت لا تر اوسه د پارلیمان په دریوو کې د دوه برخې غړو په ملاتړ ترلاسه کولو کې نه دی بریالی شوی.

  • 16x9 Image

    فاروق فراق

    فاروق فراق د وي او ای ډیوه خبریال دی، د خبریالۍ څانګه کې د ۲٨ؤ کالو اوږده تجربه لري. د پښتو، ادب، کلتور اؤ تاریخ برخه کې ډیوه راډیو، ټي وي اؤ ویب پاڼې دپاره ځانګړې خپرونې راجوړوي

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG